|
د استاد اولمير د ٢٥ تلين په مناسبت | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
استاد اولمير هغه ملي سندرغاړى چې غږ يې تل ژوندى دى داسې يو نوم دى چې ټولو افغانانو او د پښتو موسيقۍ مينه والو ته د نړۍ په هر گوټ کې نژدې او اشنا دى . پنځه ويشت کاله کيږي چې استاد زموږ په منځ کې نشته خو موږ يي اورو او تلپاتې غږ او هنر يي راسره دى . استاد په ١٣١٢ لمريز کال د پښتونخوا د پېښور په سيمه کې وزيږيد. لا ماشوم و چې د مور له مينې بې برخې شو. د مور له مړينې وروسته يې ډيرې سړې ترخې وزغملې. خو له دې سره سره يي همدلته تر لسم ټولگي زدکړې وکړي. له لس کلنۍ څخه يي د سندرو له ويلو سره مينه وه . بيا په پيښور کې د جعفر په نامه له يوۀ سيمه ييز سندر غاړي سره کېناست چې موسيقي زده کړي. له نوموړي يي د موسيقۍ لومړنۍ زده کړې وکړې او په څو کنسرټونو کې يي گډون هم وکړ . خو ده بيا هم د موسيقۍ روزنه پرېنښوده او د وخت له نورو استادانو سره شاگرد شو. ډيره خواري يي وکړه او هغه وخت راغى چې په تنکۍ ځوانۍ کې يي هلو ځلو دى د راډيو تر سټوډيو ورساوه . دده لومړنۍ سندرې (( زړگى مې شو ټوټې ټوټې )) چې د پيښور له راډيو خپره شوه د استاد نوم روښانه کړ او د هر چا په ژبه يادېده . په ١٧ کلنۍ کې کابل ته راغى د افغانستان د خپلواکۍ په جشن کې يې گډون وکړ او نور همدلته پاتې شو . د افغانستان په راډيو کې يې د شاعر ملنگ جان په مرسته دنده تر لاسه کړه او جادوگر غږ يې ده ته د افغانانو په زړونو کې ځاى پيدا کړ . ولسي شاعر ملنگ جان چې د هيواد په مينه يې شعرونه ويلي دي او د خلکو ترمنځ يي شاعري ډېر نوم لري د استاد اولمير د ښه ملگري په توگه پاتې شو . استاد هم د ملنگ جان خواږۀ شعرونه د موسيقۍ په څپو کې وړاندې کړ ل او ددغو شعرونو د ويلو له امله بيا په کال ١٣٥٠ لمريز کې د افغانستان د اطلاعاتو او کولتور وزارت نوموړى د استادۍ پر نوم ووياړه . استاد د ١٣٦١ لمريز کال راهيسې زموږ په منځ کې نشته خو غږ يي دى د پښتو موسيقۍ د مينه والو په زړونو کې ژوندى ساتلى دى. موږ د دۀ نامه ته د ټول درناوي په وړاندې کولو سره وايو چې اروا يې ښاده ! | ورسره تړلي نور خبرونه د استاد اولمير ژوند ته لنډه کتنه07 مۍ, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||