BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 15:54 گرينويچ 2007 ,17 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
شاعر نظيف الله تکل مو ميلمه وۀ
نظيف الله تکل
ښاغلى نظيف الله تکل د ليمې مجلې چلونکى هم و
ښاغلى تکل په ١٣٤٠ لمريز کال کې د کونړ ولايت په څوکۍ ولسوالۍ کې نړى ته سترگې خلاصې کړې، لومړنۍ زده کړې يې پخپله سيمه کې سرته ورسولې، د کابل پولي تخنيک پوهنتون کې يي لوړې زده کړي تر ماسټرۍ پاى ته ورسولې.

له ١٣٦٢م کال راهيسې شعرونه وايي، "اوپاڼې مړې وې" يې د شعرونو لومړنۍ ټولگه ده چې لومړى ځل د ١٣٧٠م کال په وروستيو کې چاپ شوه.

که له نظيف الله تکل څخه هر ډول پوښتنه لرئ او يا دده د شعر او شاعرۍ په اړه کوم نظر لرئ د جمعې په ماښامنې خپرونه کې راته زنگ راووهئ.

ښاغلی تکل د ٢٠٠٣ زېږديز کال څخه تر ٢٠٠٥ پوري يې په هالنډ کي د مېشتو افغان ليکوالو او فرهنګيالو د ټولني (( افغاني کلتوري ټولني )) د مشرتوب دنده په غاړه درلوده او د ليمې مجلې چلونکى هم و.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت