BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 15:30 گرينويچ 2007 ,12 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
"پر قومي بنسټ د سياسي ټولنې جوړول قانوني ندي"

ولسي جرگه
د ښاغلي اکبر باى تورونو د ښاغلي دوستم غصه راپارولې وه
په ولسي جرگه کې د شمالي ولايتونو يو شمير استازو د ترک ټبرو هغه شورا له اساسي قانون سره په تضاد کې وگڼله چې د اکبر باى په نامه يو شخص جوړه کړې ده.

د ولسي جرگې منشي نن د ولسي جرگې په ودانۍ کې يوې خبري غونډې ته وويل چې دغه شورا د اساسې قانون له مخې غير قانوني ده.

په دې وروستيو کې د ترک ټبرو د شورا او د افغانستان د وسلوالو ځواکونو د درستيز وال عبدالرشيد دوستم ترمنځ ناندريو زور اخيستى دى.

دا ناندرۍ وروسته له هغې پيل شوې چې اکبر باى ښاغلى دوستم د افغانستان د شمال د ځينو شخصېتونو پر وژلو تورن کړ.چې په ځواب کې يې د ښاغلي دوستم پلويانو په جوزجان کې لاريونونه او مظاهرې ورکړې.

په داسې حال کې چې تر اوسه افغان حکومت په رسمي توگه د دغه هيواد په شمال کې د وو تنو پخوانيو قومندانانو جنرال دوستم او اکبر باى ترمنځ د شخړو د هوارولو په برخه کې کوم گام نه دى پورته کړى خو د دواړو د پلويانو ترمنځ لفظي شخړى روانى پاتې دي.

د ولسي جرگې د منشي سردار رحمن اغلي څرگندونې چې د شمالي ولايتونو د استازو په استازيتوب يې خبرې کولى ښايي چې په دې اړه له يوې رسمي سرچينې څخه لومړى غبرگون وي.

ښاغلي رحمن اغلي د اکبر باى په مشرۍ د ترک ټبرو د شورا جوړول له اساسي قانون سره په تضاد کې وگڼل. نوموړي وويل هيڅ څوک داسې سياسي ټولنه نشي جوړولې چې يوازې د يوه قوم استازي توب وکړي.

د راپورونو پر بنسټ د افغانستان د درستيزوال عبد الرشيد دوستم او دهغه د پخواني پلوي اکبر باى ترمنځ هغه مهال اختلافات څرگند شول چې ا کبر باى د ترک ټبرو د شورا په نامه ټولنه جوړه کړه.

نوموړي د دغې ټولنې د پرانستې په غونډه کې جنرال دوستم دازبکانو دځينوشخصيتونو په وژلو تورن کړ دې خبرې د ښاغلي دوستم د پلويانو غصه را وپاروله او پر لاريونو يې لاس پورې کړ چې د دغو لاريونو په ترڅ کې په جوزجان کې د اکبرباى په دفتر بريد وشو ددغه بريد په ترڅ کې ددفتر ودانۍ ته زيان ورسيد او څو موټرونه يې هم د اور په لمبو کې وسوځيدل.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت