BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 16:00 گرينويچ 2007 ,07 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
محمد الله کټوازي مو د اوومې سټوډيو ميلمه وه
محمدالله کټوازي
محمدالله کټوازي سندرې يې له کوچنيوالي پيل کړې
محمدالله کټوازي څه کم يوساعت دبي بي سي په اوومه سټوډيوکې داوريدونکوپوښتنې ځواب کړې. نوموړي شاوخوادرې سوه کسټونه ثبت شوي دي اويوسي ډي لري. خوداځل يې هوډ کړى چې يونوى سي ډي به مينه والو ته وړاندې کوي. ده زياته کړه چې داسي ډي به دکيفيت له مخې ښه اوارزښتمن وي.

سندرې يې له کوچنيوالي پيل کړې اود خان قره باغي او عبدالله مقري سندرې يې ويلې. ډيرې ا تڼيزې سندرې يې هم ويلې دي . "کراچۍ کې گرمي ده او د مستې وزيرې" سندرو ډير مشهور کړ.

د خپلو خاطرو دبيان په ترڅ کې ښاغلي کټوازي وويل چې پداسې حال کې چې پلاريې دده له سندرو نه وو خبر خوله يوه بل سړي نه يې اوريدلي وو چې زوى يې سندرې وايي نو يوه ورځ په پيښور کې په يوه دکان کې له خپل پلارسره ناست ووچې يوسړى راغى اودوى ته يې ستړې مشې ورکړه .

له روغبړ نه وروسته يې دده د نوو سندرو صفت وکړ. دى وارخطا شواو سړي ته يې که هرڅه اشارې وکړې چې خبرې بندې کړي خوخبره له وخت تيره وه او پدې توگه يې پلار هم پرې خبرشو . پلار يې بيا دده له سندرو اوهنرسره عادي چلند کاوۀ اوڅه يې نه ورته ويل.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت