|
همايون صاحبزى مو اوومې سټوډيو ته رابللى وۀ | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
همايون صاحبزى يوديرش کلن دى او دکابل شمال بگرام په سيمه کې نړى ته راغلى دى . پلاريې دارگون اومور يې دافغانستان دختيځ ده . دعمرشهيد ليسه يې پاى ته رسولې ده. دوه کاله يې دهوايي ځواکونو پوهنتون ولوست، خوپه هيواد کې شرايط خړپړ شول او له هيواده ووت . په ١٩٩٥ کال کې سويدن ته کډه شو. يوه سندره يې په راډيوتلويزيون کې ويلې ده. ددې سندرې نوم وۀ " ليلو وړه ده ليلو" تردې سندرې وروسته يې ملگرو اودوستانو دى وهڅاوۀ. په سويدن کې يې سندرو اوهنر ته دوام ورکړ اودلته يې ماما امان الله اميري مرسته ورسره وکړه. بل استاد يې بهرنى دى اود لاتينې امريکې دى. نوموړى پخپل شخصي لگښت دموسيقي زده کړې کوي. محلي او دجازموسيقي غږوي. دوه سي دي يې مخکې ثبت کړې وې . خو هغه بازار ته راونه وتلې ځکه دومره ډاډه نه وو. دي کيبورد ، ارمونيه او تبله غږولى شي . ښاغلي صاحبزي واده کړي اويو پنځه مياشتينۍ ماشوم لري. | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||