|
الفت ا هنگ مو اوومې سټوډيو ته رابللى وۀ | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
الفت ا هنگ چې اصلي نوم يې دادمحمد دى په ١٣٣٣ کا ل کې دکابل په خرابات کې نړۍ ته راغلى دى . پلار اونيکه يې مشهور تبله غږوونکي وو. دى لومړى داستاد همانگ شاگرد وو اوبيا داستاد سراهنگ شاگردشو. دى په ١٣٦٣ کال کې چې دپوځ په مرکزي انسامبل کې وو دزده کړو لپاره هند ته وليږل شو اودغزلوپه برخه کې يې زده کړې ترسره کړې. نوموړى په راديو کې تر دووسوو زياتې سندرې لري اوپه تلويزيون کې يې هم شاوخوا پنځوس سندرې ثبت کړې دي. نوموړي په پيل کې داستاد سراهنگ ، استاد هاشم اوحيدر نيساز سندرې ويلې خو وروسته يې پخپله هم دسندرو په جوړولو پيل وکړ اوجوړولې يې . يومهال هندي هنرمندان هم کابل ته ر اغلي وو اوکله يې چې دالفت اهنگ سندرې ويلې نو دا دنوموړي دهڅوونې سبب شو. نوموړي پخواني شوروي اتحاد ته هنري سفر وکړ اوهلته يې ځينې جايزې هم وگټلې. دهيواد دننه يې هم جايزې ترلاسه کړې دي. الفت اهنگ وادۀ کړى دى . درې لوڼې اويو زوى لري. دى تبله ، رباب او ارمونيه غږولى شي. | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||