|
افغان دولت د سينليس شورا ددفترونود تړلو امرکړى | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د سينليس شورا چې يوه فرانسوى غيرحکومتي موسسه ده په افغانستان کې د کوکنارو د کرلو د قانوني کېدو هڅي کوي .حکومت وايي د سينلېس هڅې او تبليغات د کوکنارو دکرد ډېرېدو لامل شوي . د ا کار حکومت د کوکنارو دکر دمخنيوي دمني د کمپاين پرمهال پيل کړي . چارواکي وايي دغه شورا په غير قانوني ډول په افغانستان کې په فعاليت بوخته ده . خو سينليس له دغه اعلان نه نا خبري وښوده . سينليس وړاندې په خپل يوه رپوټ کې افغان حکومت دنيشه يې توکو دمخنيوي په چارو کې نا کامه بللى وو . حکومت د سينليس د شورا دتړلو امر پر داسې وخت کې کړى چې دافغانستان په يو شمېر ولايتونو کې دکوکنارو کښت پيل شوي او حکومت يې د مخنيوي کمپاين پيل کړي دى . افغان حکومت پر دغې شورا تور لگولي چې په غير قانو ني ډول په دغه هيواد کې فعاليت کوي او تبلېغاتو يې بزگران دکوکنارو کرلوته هڅولي .دنيشه يي توکو دمخنيوي په ډگر کې دکورنيو چارو دوزارت مرستيال جنرال داود وويل په ټولو ولايتونو کې يې د سينليس شورا ددفترونو د تړلو امر کړي . (( دکورنيو چارو وزير يو مکتوب واليانو ته ليږلى چې په خپلو ولايتونو کې د سنليس دفتر ونه وتړي .ځکه دا موسسه په غېر قانوني ټوگه په افغانستان کې فعاليت کوي . او بله داچې دوى دکوکنارو دقانوني کيدو لپاره تبلېغات کوي دغو تبليغاتو دافغان بزگرو ذهنونه گډو وډ کړي او بزگران هڅيدلي چې دکوکنار کرکيله زياته کړي. په داسې حال کې چې دولت دکوکنارو کرل داساسي قانون د ٧ مادې له مخې غېر قانوني بولي او دبندولو هڅې يې کوي خو دوى په پرلپسې توگه د ډله ايزه رسنيو له لارې خلکو ته دکوکنارو د قانوني کيدو په اړه وايي )) سينليس فرانسوى شورا له شاوخوا يوه کال راهېسې په افغانستان کې د کوکنارو دقانوني کيدو په هڅو بوخته ده. او له همغه پيله يې وړانديزته افغان حکومت منفي ځواب ورکړ او د دواړو تر منځ دکوکنارو دکر او مخنيوي پر سر شخړه راپيداشوه . دغه شورا وايي داروپايي ټولنې تر چتر لاندې په افغانستان کې په قانوني ډول کار کوي . سينليس په دې وروستيو کې يو رپوټ خپور کړ چې دافغان حکومت يې دنيشه يي توکو دمخنيو په ډگر کې نا کامه بللي وو چې ددولت لخوا داخبره بې اساسه وبلل شوه . او دغه ټولنه يې په غير قانوني فعاليت گرمه وبلله . دافغان حکومت او سينليس تر منځ شخړه د کوکنارو دکر په قانو ني کېدو را د بره شوه . افغان دولت وايي په اوسنيو شرايطو کې دکوکنارو دکرلو قانوني کيده او کنټرول امکان نه لري او مهمه داچې دافغانستان اساسي قانون دکوکنارو کرل منع کړي . خو سينليس په اوسنيو شرايطو کې کوکنار دافغان بزگرو د ژوند دڅرخ تاوونکى بولي او ادعا کوي چې حکومت خلکو اقتصادي بنسټونه له منځه وړي . افغان دولت له نړيوالې ټولنې سره هم ژمنه کړې چې په دغه هېواد کې به د نيشه يې توکو دکرلو او توليد مخه نيسي . او په دې دگر کې د مېلېونونو ډالرو په لگولو بوخت دى | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||