BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:54 گرينويچ 2006 ,15 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
روسيه دې له افغان دولت سره معامله کوي: سپنتا
د افغانستان د بهرنيو چارو وزير دادفر رنگين سپنتا
داچي له روسېې څخه ددغې غوښتنې مانا څه کېداى شي ، ښاغلي سپنتا په دې اړه نور جزېېات ورنکړل
د افغانستان د بهرنيو چارو وزېر له روسېې څخه غوښتي چې له دېې وروسته دې ېوازې د افغان دولت له لارې له افغانستان سره خپلو اړېکو ته پراختېا ورکړي.

ښاغلي سپنتا چې تازه د روسيې له سفره ستون شوى ، نن په ېوه خبري کنفرانس کې دغه خبره وکړه ، خو د خپلې دغې غوښتنې د لاملونو په اړه ېې نور جزېېات ورنکړل .

داسي ادعاوې دي چې گواکې روسيه اوس هم له شمال ټلوالې سره اړيکې لرى چې د طالبانو سره په جگړه کې ېې ورسره مرسته کوله . ښاغلي سپنتا همدارنگه وويل چې افغانستان غواړي د نړې له ټولو هيوادونو سره انډوليزې اړيکې وساتي .

دروسيې له فدراتېف سره د اړيکو د ټينگولو هڅې د افغانستان لپاره ځکه مهمې دي چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزير دادفر رنگين سپنتا وايي په تير کې يې هېواد ته د ناانډولې بهرنې تگلارې له کبله ډير زېانونه رسېدلي دي.

ښاغلى سپنتا وايي له دې سره چې افغانستان له امرېکا سره ستراتېژيکه ملگرتيا لرى او پوځ به يي دناتو په نورمونو جوړېږي ، خو له روسېې سره دېپلوماتيکي ، اقتصادي او سياسي اړېکې هم د افغانستان لپاره مهمې دي .

بهرنيو چارو وزير
سپنتا
غواړو چې د بهرنيو چارو د وزارت لاري اړېکي راسره ټينگ شي

خو ښاغلى سپنتا وايي لدې سره چې روسيه په افغانستان کې دناتو په مشري د بهرنيو ځواکونو له شتوالي سره موافقه ده ، خو د نوموړي په وينا روسي چارواکي په افغانستان کې د دغو ځواکونو د شتون د مودې په اړه اندېښمن وو

" زما په اند په دې اړه ډاډ ورکول چې مونږ به اجازه ورنکړو چې افغانستان به د ېو ې اډې په توگه د ازبکستان ، روسېې او نورو هېوادونو پر ضد و کارول شي ، ېو ديپلوماتېک منطقي کار وو . موږ دغه ډاډ ورکړ چې پرې ولاړهم يو ."

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير زياته کړه د روسيې له چارواکو څخه ېې غوښتنه کړې چې له دېنه وروسته دې د افغان دولت او ددولت د رسمې نمايندگيو له لارې له افغانستان سره خپلو اړيکو ته پراختيا ورکړي .

" د روسي چارواکو سره د خبرو په مهال مې هغوى ته داخبره روښانه کړه چې اړېکې باېد ددولت او دولتي اورگانو له لارې ټينگ کړاى شي ، ځکه دغه اورگانونه بشپړ مشروعيت لري . اوس د مقاومت مهال ندى چې ددولت تر څنگ دنورو سره اړيکې وساتل شي . موږ غواړو چې له موږ سره د بهرنيو چارو د وزارت له لاري اړېکې ټينگ شي ."

داچي له روسېې څخه ددغې غوښتنې مانا څه ده ، ښاغلي سپنتا په دې اړه نور جزئيات ورنکړل . خو هغه څه چې روښانه دي ، دادي چې د افغانستان ځينې سياسي کړۍ او رسنۍ ادعا کوي چې اوس هم روسيه د شمال ټلوالې سره اړېکي لري چې د طالبانو په وړاندې په جگړه کې ېې ورسره مرسته کوله .

کېداى شي چې د افغانستا ن د بهرنيو چارو د وزير دغه غوښتنه هم په همدې اړه پر اندېښنو ولاړه وي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت