|
د ناټو کومندان له مشرف سره وکتل | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
افغانستان کې د ناټو کومندان جنرال ډېويډ رچرډز د ترهگرى ضد جگړې په باب له جنرال پروېز مشرف سره خبرې وکړې . يوه پاکستاني وياند وويل خبرې اترې پر زياتېدونکې همکارى راټولې وې. دا غونډه پر داسې مهال کېږي چې د پاکستان پر جاسوسي ادارې اى اېس اى له طالبانو سره د مرستې تورونه لگېږي خو پاکستان دا تورونه ردوي. د پاکستاني پوځ وياند تورن جنرال شوکت سلطان وايي د يو ساعت اوږدې دغه امنيتي خبرې اترې پر دې راټولې وې چې دواړه خواې د ترهگرى ضد جگړې کې د همکارى زياتولو لپاره کومې لارې چارې غوره کولاى شي. "هغه {جنرال ريچرډز} دلته راغلى چې افغانستان کې د ناټو پراخېدونکي رول باندې بحث وکړي،او د ترهگرى ضد جگړې کې د امنيتي همکارى لپاره له خپلو مهمو اېتلافيانو سره خبرې اترې وکړو. " هغه دا خبرې له اې اېف پي خبري ادارې سره کولې. د رايټر خبرې اداره د جنران ريچرډز له قوله وايي چې ،هغه جيو ټېليويزيون ته خپله مرکه کې ويلي "هو،مونږ ډېر څه کولو ته اړتياا لرو ځکه مونږ اوس هم ستونزې لرو." "ډېرى نور خلک هم لاډېر څه کولاى شي-زه له افغانستان او نړيوالې ټولنې سره په دې لړ کې په کار اخته يم" 'لوړه او غوره دنده' تېره اونۍ جنرال ريچرډز د افغانستان لر وبر کې د بهرنيو پوځي عملياتو مسوليت د امريکا تر مشرى لاندې اېتلافي ځواکونو څخه په غاړه واخيست . د افغانستان جنوب کې د ناټو ځواکونه له يولړ ستونزو سره مخامخ دي. او هلته په روانو پوځي عملياتو کې يې مرگ ژوبله لوړېږي. له طالبانو سره د اى اېس اى د ملاتړ تورونه د سپټبمر پاى کې بيا رابرسېره شول. | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||