BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 09:53 گرينويچ 2006 ,09 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
شاعر نصرالله حافظ مو ميلمه وۀ
شاعر نصرالله حافظ مو ميلمه وۀ
نصرالله حافظ ډېر نکلونه له فارسي نه پښتو ته اړولي
نصرالله حافظ په ١٣١٠ کال کې دننگرهار دچپليار ولسوالى دحافظانو په کلي کې نړى ته سترگې غړولې دي.

لومړنۍ زده کړې يې دچپليار په ښوونځي کې اولوړې زده کړې يې په کابل دارلمعلمين کې ترسره کړې .

په مختلفو موسسو کې يې کار کړى دى خودکارزياته برخه يې راډيو افغانستان وۀ چې ٥٥ کاله يې هلته دنده ترسره کړې ده. ډيره موده يې دراډيو افغانستان دهنر اوادبياتو په څانگه کې کار کاوۀ . ليکنې يې کولې شعرونه يې ليکل اوکيسې يې ليکلې .

ډېر نکلونه يې له فارسي نه پښتو ته اړولي دي . خپل شعرونه يې پخپله لوستل اودکلمه کول به يې . ښاغلي حافظ ددرنو مشاعرو وياند اوانانسر وو. خپل اوپردي نظمونه يې پخپل ښکلي غږ کې زمزمه کړي اودکلمه کړي دي.

دحافظ صاحب چاپ شوي اثار
تاترې
دشمشاد له هسکې څوکې
مات ستوري
گردونه اوتکلونه
زړه پگړۍ اونور

درې زامن اودوې لوڼې لري اودکابل په شاشهيد کې اوسيږي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت