BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:31 گرينويچ 2006 ,09 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ننگرهار بمي بريد درې سيمه ييز لوړپوړي چارواکي وژلي
د ننگرهار بمي بريد درې سيمه ييز لوړپوړي چارواکي وژلي
حکومت ددې بريد پړه په طالب ياغيانو اچولې
دننگرهار په ولايت کې د سړک د غاړي بمي بريد درې سيمه ييز لوړپوړي چارواکي وژلي او دوه د پوليسو سرتيري يې ټپيان کړي .

په وژل شوو کسانو کې د خوگياڼو ولسوال عبدالجبار درانې،دولسوالۍ د امنيت قوماندان او د استخباراتو مدير وژل شوي او د پوليسو دوه تنه کار کوونکى ټپيان شوي دي.

پيښه هغه مهال په يادې شوي ولسوالۍ کې په ځائي وخت خوا شا لس بجې رامنځته شوه چې د وژل شوو چارواکو د سپرلۍ موټر د ريموټ کنټرول په يو ماين وخوت .

د ننگرهار د امنيت د قوماندنۍ متبوعاتى مسول سمونوال غفور خان په پيښه کې د درې لوړ پوړو چارواکو وژل او ددو پوليسو ټپي کيدل ومنل او د پيښي پړه يې د افغان دولت پر دښمنانو واچوله خو پدې تړا وايي چې څوک يي ندې نيولې.

ډاکټر حنيف چې ځان د طالبانو وياند بولې د چادونې پړه مني او وايي چې دوه حکومتي موټري يي په ريموټ کنټرول ماينونو الوځولې او حکومتي ځواکونو ته يي پراخه مرگ ژوبله ور اړولې ده.

دا په تيرو دوو کلونو کې په ننگرهار ولايت کې لومړنې پيښه ده چې دولسوالۍ په کچه لوړ پوړې چارواکې پکى وژل کيږي.

خوا و شا دوه کاله وړاند د جلال اباد ښار د امنيت مشر د ماين د يوي پيښي له امله وژل شوى وو.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت