BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:14 گرينويچ 2006 ,05 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دنوي کور نوي ژوند ادم خان مو ميلمه وۀ
رحمت الله خوستى
ده ترپنځم ټولگي پورې د څړبن ليسه لوستې ده

رحمت الله خوستى په ١٣٣٨ کې دخوست مندوزيو دچندړ خيلو په کلي کې زيږيدلى دى . ترپنځم ټولگي پورې يې د څړبن ليسه لوستې ده اوپه ١٣٥٥ کې کابل ته ولاړ.

تراتمه پورې يې د شاشهيد ښوونځي ولوست اوبيا يې دکابل د استقلال ليسه پاى ته ورسوله. په ١٣٥٧ کال کې دراډيوافغانستان رسمي مامورشو او اود ممثل په توگه يې کار کاوۀ. د ١٣٥٨ کال په پاى کې دهنر اوادبياتو په څانگه کې د پښتو فلمونو دايرکتر اوممثل وو.

لومړنى فلم يې غوړه مالي وه چې استاد بيسد ليکلى وۀ. وروسته يې ليلکنې هم کولې . ١٧ فلمونه پښتو فلمونه يې جوړ کړي دي. له راډيو نه په ٥٤ ١٣کال کې ووت اودکورنيو چارو زارت داخله ته ورغې. د تبليغ اوترويج په سياسي څانگه کې وو.

په ١٣٦٥ کې بيرته راډيو افغانستان ته ورغى او هلته د کورنيو چارو د وزارت استازى شو. په ١٣٦٩ کې دصدارعضم په امر دهنرمندانو داتحاديي دهنري چارو مسئول شو.

خوپه هيواد کې حالات خړپړ شول اوجگړې پيل شوې رحمت الله خوستى هم په ٧١ ١٣ کې له کابله ووت دپاکستان په ميرانشاه کې وو.

تر ٨١ ١٣ پورې هلته وو. په ٩٠ مو کلونوکې دبي بي سي تعليمي پروژو ته ورغى او په پيل کې د مين پاکى دانججيررول اوبيا د ملک ادم خان رول ورته وسپارل شو. تراوسه هم دنوي کور نوي ژوند په راډيويي ننداره کې دا رول لري.

اوس په خوست کې د فلم اخستلويوه څانگه او سټوډيو هم لري.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت