BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:17 گرينويچ 2006 ,01 اکتوبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
تايلنډ کې نوي لومړي وزير لوړه وکړه
جنرال سورا يود
جنرال سورا يود کولانانت د تاىلنډ د پوځ وتلى او تکړه پخوانى جنرال گڼل کيږي
د تاىلنډ پر پوځي مشر چې ١٢ ورځې وړاندې يې د کودتا له لارې واک تر لاسه کړ نړيوال فشار دادى چې ژر تر ژر دې واک ملکي حکومت ته وسپاري .

له دې کبله نوموړي پر داسې منډو ترړو لاس پورې کړ چې له مخې يې ژر تر ژره واک ملکي حکومت ته سپارل کيږي . خو په پاى کې ده داسې څوک ددې څوکۍ لپاره غوره کړ چې نژدې سړى يې بلل کيږي .

دا جنرال سورا يود کولانانت دى چې د تاى لنډ د پوځ وتلى او تکړه پخوانى جنرال گڼل کيږي . هغه مهال چې دې سړي په پوځ کې دنده تر سره کوله ، د اردو ترمنځ يې د درغليو د له منځه وړلو لپاره مبارزه وکړه او د يو ريکارډ په توگه دې کار د نوموړي له نوم سره مرسته وکړه .

د حيرانتيا خبره بيا داده چې نوموړى په پوځ کې د سياست د ورگډيدو ډير مخالف وو . هغه مهال چې پخواني لومړي وزير تاکسين شيناواترا د لومړي ځل لپاره په کال ٢٠٠١ کې واگې تر لاسه کولې ، دى د پوځ بولندوى وو .

دغه جنرال په هغه وخت کې هم دښاغلي تاکسين له ځينې کارونو سره مخالف وو .دى د تاىلنډ د پاچا نژدې سلا کار دى او ښايې دې کار مرسته کړي وي چې د لنډ مهالي لومړي وزير په توگه وگمارل شي .

خو له دې سره سره به نوموړى د بهرنيو گوتنيونکو د قانع کولو لپاره چې له پوځي لارې واک ته رسيدلى دى له ډيرو ستونزو او ننگونو سره مخامخ وي چې د امريکا متحد ايالات هم په کې راځي .

امريکا وار له مخه له تايلنډ سره پوځي مرستې ځنډولې دې . د نوي لنډ مهالي اساسي قانون له مخې پوځي جرگه ددې واک لري چې منځمهالى لومړى وزير له کاره گوښه کړي خو دا جرگه به يوځل لپاره ددغسې يو گام د اوچتولو وړتيا ولري .

جنرال سورا يود به اوس ښيي چې نوموړى د هغه خپل سړى دى او دى کولى شى چې تاىلنډ ژر تر ژره ملکي واک ته بوځي . پوځي جرگې هم ژمنه کړې ده چې د يوه کال په اوږدو کې به دا کار تر سره کيږي .


نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت