|
کرزى: ترهگرۍ په وړاندې به هڅې گړندۍ شي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان ولسمشر حامد کرزى وايي د واشتنگتن په درې اړخېزو خبرو کې امرېکا ، افغانستان او پاکستان موافقه وکړه چې په پاکستان او افغانستان کې به د ترهگرۍ په وړاندې په مبازره کې دده په وېنا هڅې گړندۍ شي . ښاغلي کرزي وويل چې په همدې موخه به دافغانستان او پاکستان د ولسمشرانو په گډون ، د ديورند د کرښې دواړو غاړو کې د قومي او قبايلي مشرانو لويې جرگې وبللې شي . افغان ولسمشر حامد کرزي کانادا ، نيوېارک او واشنگتن کې د خپل وروستي سفر څخه وروسته ، کابل کې د ېوه خبري کنفرانس په تر څ کې دغه څرگندونې وکړي . افغان ولسشمر حامد کرزي هڅه وکړه ووايي کاناد ، نيوېارک او واشنگتن کې ېې وروستى سفر ، اغېزمنې پاېلې لرلې چې دده په وينا په هيواد کې به تاوترېخوالي لږې کړي . ده په دې ترڅ کې د واشنگتن په درې اړخېزو خبرو کې د امرېکا افغانستان او پاکستان د ولسمشرانو د هغې موافقې يادونه وکړه چې تر مخه به ېې پاکستان اوا فغانستان کې د ترهگرې په وړاندې مبارزه کې گامونه سخت شي . ښاغلي کرزي د همدې هڅو په لړ کې د دېورند دکرښي دواړو غاړو کې دده او د پاکستان د ولسمشر په گډون د قومي او قبايلي مشرانو د جرگو د جوړېدو خبره هم وکړه . داچې دغه جرگې به څه وخت جوړيږي ، ښاغلي کرزي ېې په اړه نور جزييات ور نه کړل خو هيله ېې څرگنده کړه چې په دغو جرگو کې نيول کېدونکې پرېکړې به ،د د ېورند د کرښې دواړو غاړو کې د تره گرې په و ړاندې مبارزه کې هڅې گړندۍ کړي .
خو افغان ولسمشر يو ځلي بيا ټينگار وکړ چې دغه هڅې به تر هغې نتېجه ورنکړي چې دده په وېنا په بهر کې د تره گرو او طالبانو د روزنې اډې بندې نه شي او هغوى ته د پوځي وسايلو او مالي مرستو سرچېني وچې نه شي . ده که څه هم د کوم ځانگړي هيواد نوم ېاد نکړ ، خو د تل په څير ېې اشاره د پاکستان هيواد ته وه . ښاغلي کرزي دې سره همهاله چې هېله څرگنده کړه چې پاکستان به په واشنگتن کې خپلو کړو ژمنو ته ژمن پاتي شي ، دا ېې هم وويل که خبره د پخوا په شان شوه چې پاکستان همکار ي ونکړي ، نو دده په وينا دولت به ېې نور گامونه اوچت کړي . . دارنگه ښاغلي کرزي د پرويز مشرف دغه خبره چې پښتنو ته په واک سمه ونډه نده ورکړل شوې ، د افغانانو تر مېنځ د درز د رامنېځته کولو ېو هڅه وبلله . ورستيو کې چې په افغانستان کې تاوترېخوالي زېات او مرگ ژوبلې زياتي شوي ، د افغانستان او پاکستان د ولسمشرانو تر مېنځ ، لفظي شخړو هم زور اخېستى . افغان او پاکستان ولسمشرانو د واشنگتن د خبرو اترو په درشل کې پر يو بل نيوکې وکړي او ېو بل ېې په افغانستان او سېمه کې د تاو ترېخوالو په زېاتېدو پړه وبلل . افغانستان او پاکستان په هغه څه کې چې امرېکا ېې د تره گرۍ په وړاندې جگړه بولي ، د امرېکا نژدې ملگري دي . د امريکا ولسمشر جورج بوش د واشنگتن ددرې اړ خېزو خبرو په ترڅ کې هڅه وکړه چې د دواړو هيوادونه ولسمشران وهڅوي چې د تره گرې په وړاندې په روانه جگړه کې سره همکاري وکړي ، خودا به وخت وښيي چې واشنتگتن پخپله دغه هڅه کې څومره برېالى شوى . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||