|
سندرغاړى زولي مو داوومې سټوډيو ميلمه وه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
زرولي شاوخوا ٢٧ کاله عمر لري او په پيښور کې ژوند کوي. ترلسم ټولگي پورې يې زده کړې وکړې اوبيا يې له موسيقي سره دبوختيا له امله لوست پريښود . لومړنۍ سندره يې لس کلنۍ کې وويله. وروسته به په محفلونو کې له خپل پلار، گلزار علم اوخيال محمد ترڅنگ ناست وۀ اوپدې ترتيب يې له موسيقي سره مينه اوملگرتياپيداشوه. پلاريې پوه شو چې زرولي استعداد لري نو مرسته يې ورسره وکړه اومسلکي موسيقي به يې ورښووله. کلاسيکه موسيقي يې له خپل پلاره او هندي موسيقي يې له ماستر نواب علي خان نه زده کړه. ددې ترڅنگ لکه چې دى وايي استاد شاولي، ا ستاد خيال محمد اونور يې استادان دي. سي ډي گان او کستونه يې ثبت کړي دي او اوس هم په هنري چارو اوسندرو بوخت دى . څه موده وړاندې يې دافغانستان ځينو برخو ته سفر کړى وو اوکنسرتونه يې لرل. | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||