|
ولسي جرگه: حکومت قومي انډول نه لري | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان د ولسي جرگې عدلي او قضايي کميسيون وايي چې د حکومت په لوړ پوړو چارواکو کې په سلو کې ٥٣ څوکۍ تاجکو ته سپارل شوي او نورو قامونو لکه ازبکو ترکمنو ، ايماقو ، پښتنو ، بلوڅواو نورستانيو ته کمه ونډه ورکړل شوې ده . هغوى دا ادعا هم کوي چې د ولسمشر په دفتر کې هم قامې جوړښت له پامه غورځېدلى او دې چارې د امنيتي وضعې په ترينگلتيا کې ډېره مرسته کړې . په افغانستان کې د حکومتي څوکيو د ويش او قامي انډول پر سر د څو کالو راهيسې د خلکو تر منځ ناندرۍ روانې دي ، د ملي شورا په دواړو جرگو کې هم څو څو ځلې دا خبره راپورته شوې او په همدې تړاو حکومتي چارواکي وربلل شوي . خو لا تر اوسه په دې اړه نه کوم گام پورته شوى او نه هم د مشوړې ورک سر موندل شوى دى ، خو دا ځل د ولسي جرگې عدلي او قضايي کميسيون د داسې يو لست يا نوم لړ خبره راپورته کړه چې په هغه کې هر قام ته د ورکړل شويو څوکيو فيصدي په کې جوته شوې ده . د عدلي او قضايي چارو د جرگگۍ غړى او د باميانو ولايت استازى محمد سرور جوادي وايي چې د قامي انډول له پامه غورځونه په افغانستان کې د کړکيچ د ډيريدو لامل دى : (( د ولسمشر په دفتر کې ټول ټا ل ٤٢٠ کسه کار کوي چې په سلو کې ٧٢ يې تاجک ورونه دي ، په سلو کې ١٤ پښتانه ، څلورمه سلنه يې هزاره او صفر اعشاريه څلور يې ازبک دي چې نور قامونه بيا په سلنه کې نه راځي ، په ټول حکومت کې بيا په سلو کې ٥٣ تاجکان ، ٣٢ پښتانه ، په سلو کې څلور هزاره او درې فيصده ازبکان دي چې دا ټول ستر قامونه دي خو واړه قامونه لکه ايماق ، پشه يي ، نورستاني او بلوڅ په کې له سره شته نه ، په داسې حالت کې ملي اعتبار له منځه ځي کله چې ملي اعتماد کمزورى شي نو د سولې او امن تمه نه شي کيداى)) د همدې خبرې د سپيناوي لپاره د اداري اصلاحاتو د کميسيون مشر ولسي جرگې ته وربلل شوى وو خو د ولسي جرگې د استازيو په وينا په هغه کميسيون کې هم دغه انډول په پام کې نه وو نيول شوى . ښاغلى جوادي وايي دا کار که له يوې خوا د بن د لوزنامو سره په ټکر کې دى له بله اړخه يې په اوسنۍ وضعه هم اغيز شيندلى دى ، هغه دا هم وايي چې څو ، څو ځلې په همدې تړاو له ولسمشر سره هم د هغوى کميسيون غږيدلى دى : (( د بن په غونډه کې داسې يو جدول جوړ شوى وو چې په هغه کې پښتنو ته په سلو کې ٣٣ ، تاجکو ته په سلو کې ٢٤ نيمې ، هزاره وو ته په سلو کې ١٩ ، او ازبکو ته په سلو کې ديارلسمه برخه ورکړل شوې وه ، خو وروسته داسې و نه شوه ، موږ د ولسمشر سره وغږيدو چې ستاسو په اداره کې انډول نه شته ، هغه د چارو ادارې ته دنده وسپارله چې د دريمې رتبې نه پورته د ټولو کارکونکو لست دې جوړ کړي چې د کوم قام سره تړاو لري ، کله چې لست چمتو شو او موږ ورغلو هغه په زغرده دا خبره وکړه چې دا واقعا غير عادلانه کار دى . )) سره له دې چې په افغانستان کې د اداري اصلاحاتو کميسيون په اداره کې د اصلاح او سمون د راوستلو لپاره گمارل شوى ، خو تر اوسه نه يوازې دغه ستونزه د دوى له اړخه غوڅه شوې نه ده بلکې د هرې ورځې په تيريدو سره دغه ستونزه نوره هم د کړکيچ په لور روانه ده چې د ولسي جرگې د غړو په وينا دې چارې امنيتي وضعه نوره هم ترينگلې کړې ده . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||