BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 15:52 گرينويچ 2006 ,12 سپتمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
سندرغاړى قاسم جان مو ميلمه دى
سندرغاړى قاسم جان مو ميلمه دى
قاسم جان هغه سندرغاړى دى چې پخپله ډول وهي اورنگارنگ اتن کوي

قاسم جان څه دپاسه څلويښت کاله وړاندې دگرديز په سيد کرم کې نړۍ ته راغلى دى .

ښوونځى يې ندى لوستى خوليک او لوست کولى شي.
له پنځلس کلنۍ نه يې په سندرو ويلو او موسيقي غږولو پيل کړ.

کوم خاص استاد يې نه لارۀ . دسندرو ترڅنگ ارمونيه اورباب غږولى شي اوډول هم وهلى شي. کله چې په هيواد کې حالات خراب شول نوموړى مهاجرت ته اړشو. په کويټه او پيښور کې اوسيدۀ.

اوس هم کابل ته ر اځي اوپروگرامونه وړاندې کوي . داځله به هم دبي بي سي له کابل سټوډيو نه داوريدونکوپوښتنې ځواب کړي. داتڼ په ډولونو به راته وغږيږي اوډول به ووهي.

تراوسه يې ٥٥٠ کستونه ثبت کړي دي خو لا سي ډي نلري او پدې ورځو کې به يې له سي ډي هم خبر شو.

که له ښاغلي قاسم جان نه هرډول پوښتنې لرى هغه پدې پته راواستوى :00442078360331

اوياهم دپروگرام پرمهال سټوډيو ته مخامخ پدې شميره ټيليفون راته وکړى:[email protected]

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت