BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:44 گرينويچ 2006 ,12 سپتمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
افغانستان کې دناټود عسکرو د کموالي په هکله انديښنې
افغانستان کې د ناټو ځواکونه
افغانستان کې د ناټو قوماندانان وايي چې کافي عسکر او وسايل نلري
د ناټو هىوادونه تراوسه افغانستان ته د نوروعسکرو د لىږلو په اړه موافقې ته ندي رسيدلي

څه موده مخکې دناټو قوماندانانو ويلي و چي افغانستان کې دخپلو عملياتو د پرمخ بيولو لپاره ٢٥٠٠ نورو عسکرو ته اړتىا لري

په لومړي سر کې ناټو فکر نه کوه چې د افغانستان په جنوب کې به جگړې دومره شدىدې وي

په کابل کې د بي بي سي خبريال الستىير لىت هىډ پدې هکله خپل راپور کې وايي چې افغانستان کې پوځي قوماندانان اندىښمن دي چې هغه ٢٥٠٠ تنه نور عسکر چې ژمنه يې شوې وه ښايي ژر ورته ونه رسىږي

د افغانستان په جنوبي ولايتونو هلمند او قندهار کې د طالب اورپکوسره جگړې شدىدې رواني دي او فکر کىږي چې ددغو جگړو د گټلو لپاره ښايي په افغانستان کې دناټو وسايل او عسکر کافي نه وي

که څه هم د ناټو غړو هىوادونو په اصولو کې منلې وه چې د نورو عسکرو او وسايلو لىږلو ته اړتىا شته خو په عمل کې تر اوسه ډىر هيوادونه زړه نه ښه کوي چې د افغانستان خطرناکو جنوبي سىمو ته خپل نور عسکر ولىږي

ويره داده چې کې نور عسکر ونه موندل شي افغانستان کې د ناټو ځواکونه به مجبوره وي چې د اوسنيو محدودو زيرمو ( عسکرو او وسايلو ) سره سختې جگړه ايز ې دندې ترسره کړي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت