BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 12:31 گرينويچ 2006 ,07 سپتمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د MP3 غږونکی خطر

د mp3 اوريدونکى
که تاسې هميشه موسيقى اورئ نو ددې حساب ډير اسانه دي چې دغه شور کيداى شي چې تاسى د هميشه لپاره کاڼه کړي
د کڼو لپاره يوه خيره موسسه وايي چې MP3 غږونکې بايد د استعمالوونکو لپاره دا خبرتياوي ولري چې په لوړ غږ د دې اوريدل ، غوږونو ته تاوان رسوي.

د کڼو لپاره د رايل په نامه يو ملى انسټيټوټ د لندن په يوه مرکز کې د لسگونو MP3 استعمالوونکو تر منځ يوه ارزونه وکړه چې په لسو کې اتو تنو دغه غږونکې چې د غږ جگوالې يي ٨٠ وو اوريدله.

دغه خيره موسسه وايي چې ځينې جوړونکې له دغه نظر سره همغږي دي چې ځوانانو ته بايد خبردارى ورکړل چې دوى خپلو غوږونو ته زيان رسوي.

د MP3 استعمالوونکو لپاره گټور ټکي
په ټيټ غږ اوريدل کيداى شي د غوږونو زيان را کم کړي
له هر يو ساعت اوريدو وروسته ٥ دقيقې وقفه کوئ چې غوږونه مو دمه شي

تير کال په برتانيا کې ٦.٣ ميليونه MP3 غږونکي خرڅ شوي دي.

د کڼو لپاره د رايل ملي انسټيټوټ وايي دوى ددې هڅه نه کوي چې خلک د موسيقۍ له اوريدلو څخه منع کړي بلکې غواړي چې خلک دې ته وهڅوي چې د خپلو غوږونو د ساتلو لپاره په لوړ غږ د موسيقى له اوريدلو څخه ډډه وکړي.

د شور له امله د اوريدولو کميدنه په يوه اوږده موده کې د لوړ غږ موسيقي د اوريدلو له کبله کيږى. په غوږونو کې زنگ وهل يا ترينگيدل هم د خطر علامې دي چې کيداى شي غوږونو ته زيان ورسوي.

پرله پسې اوريدل

ډاکټر جان لو چې د کڼو لپاره د رايل ملي انسټيټوټ د مشر مرستيال دى وايي: " موږ پوهيږو چې هغه ځوانان چې د MP3 غږونکې له لارې موسيقي په لوړ غږ اوري د غوږونو يا د اوريدلو له خطر سره مخامخ دي.

د شور ماشور يا د غږ د لوړوالي درجه
News image
په شپه کې يوه ارامه کوټه : ٢٠ درجې
عادى خبرې اترې: ٦٠ درجې
يو مصروفه سړک: ٧٠ درجې
په برمه سورى جوړول: ١٠٠ درجې
ځينې موسيقي غږونکې ماشينونه (په لوړ غږ): ١٠٥ درجې
د الوتکې پرواز: ١١٠ درجې

" دا د MP3 جوړونکو مسوليت دى چې خپل اخيستونکي ددې خطر څخه با خبره کړي او دوى وهڅوي چې په ټيټ غږ يې واوري، موږ ددوى څخه په ټينگه غوښتنه کړې چې د خپلو توليداتو په بکسونو دې خبرتياوى وليکي.

نوې ټيکنالوجي او هميشه په دې ماشينونو کې د ساتنې پراخوالى خلکو ته ددې توان ورکړي چې په ساعتونو پرله پسې موسيقي واوري د پخوا څخه نور هم په لوړ غږ.

" که تاسې هميشه موسيقى اورئ نو ددې حساب ډير اسانه دى چې دغه شور کيداى شي چې تاسې د هميشه لپاره کاڼه کړي "

هغه زياته کړه: " دا روښانه ده چې نه يوازې ځوانان د هر زيان څخه نا خبره دي بلکې تر اوسه توليدونکي هم په کافي توگه د دوى د بيدارولو هڅې نه کوي.

"موږ غواړو چې خلک له دې خطره باخبره کړو او د دوى اوريدلو ته چې کوم زيان رسيږې مخنيوي يې وکړو. موږ دې ته چمتو يو چې جوړونکو سره مرسته وکړو چې دغې زياتيدونکې کوونکې ستونزې ته حل پيدا کړي."

انجيلا کينگ چې د کڼنو لپاره په رايل ملي انسټيټوټ کې غږ پوه (audiologist) ده وايي چې خلک د غوږونو يا د اوريدلو د ساتنې لپاره ډيرې لارې لري.

موږ د MP3 ټول استعمالوونکې دې ته هڅو چې اوريدل دې لږ را کم کړي ځکه چې په ټيټ غږ ددې ماشين اوريدل ډيره موده نيسي چې د غوږونو زيان را کم کړي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت