BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:19 گرينويچ 2006 ,06 سپتمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
وتلى سندرغاړى عبدالله مقرى مو ميلمه وۀ
عبدالله مقرى
. دده داوريدونکو زياته برخه لوستي او زده کړي کسان دي
دعبدالله مقري سندرې دولس سندرې دي . نوموړي دخلکو او ولس غوښتنې راغونډې کړې دي اوبيايې ولس ته دشعر او سندرې په ژبه ور اورولې دي. دده داوريدونکو زياته برخه لوستي او زده کړي کسان دي.

ښاغلي مقرى جې عمر يې پخپله ده ته هم ندى معلوم ، لکه چې له تخلص نه يې څرگنديږي دغزني په مقر کې نړى ته راغلى دى . د خپل کلي ،گيلان ښوونځيې ته ورغى اوبيايې په مقر کې زده کړو ته دوام ورکړ.

ديني زده کړې يې يې هم کړې دي. کورني يې روحاني وه خو وروسته يې هنر اوسندرو ته مخه کړه . هنر يې پرملايانو بريالى شو. په هنر کې استاد نه لري اوولسي سندرې وايي .

کله چې انقلاب وشو دى هم راډيو ته ورغى اولومړنى ولسي سندره يې وويله : اې باغه زما اې بوستانه زما

تر اوسه يې ١٢٠ کستونه ثبت کړي دي او اوس نيت لري چې يوه نوې ډي وي ډي جوړه کړي. په سندرو کې استاد نلري که څه هم په راگونواوسرونو کې گوتې وهي . لکه چې دى پخپله وايي دخلکوفلکلور يې استاد دى. دسندرو ترنيمايي زيات شعرونه يې پخپله جوړ کړي دي .

نوم
تخلص*
ښار
هيواد
برېښناليک
تيلې فون*
* اختياري
ستاسو تبصره
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت