BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:06 گرينويچ 2006 ,01 سپتمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
دنوي کور نوي ژوند گل خان مو ميلمه وۀ
عيسى جانان
عيسى جانان دنوي کور نوي ژوند ننداره کې دگل خان رول لوبوي
گل خان چې اصلي نوم يې عيسى جانان دى ٣٢ کاله وړاندې په کابل کې نړى ته راغلى دى . په ١٣٦١ لمريز کال کې ښوونځي ته شامل شو.

له ما شومتوبه يې له هنر اوتمثيل سره مينه لرله . لس کلن وۀ چې دشيرين گل اوشير آغا په فلم کې يې رول ولوباوۀ. په افغان راډيو تلويزيون کې يې تمثيلي ټوټې اونندارې جوړولې.

کله چې په هيواد کې حالات خړ پړ شول دده درک هم ونه لگيد. خوبيايې دگم شده فلم کې رول ولوباوۀ .دافلم چې دهنري اومستندو فلمونو ادارې جوړکړى نوموړي پکې منفي کرکتر يانې دبدماش رول لوبولى دى .

تيرکال يې دهيلوپسرلي په نوم فلم کې دپوهنتون دزده کوونکي رول ولوباوۀ. په فلم کې دښوونکي رول حشمت خان لوبولى دى .
دشادگل په فلم کې يې هم دهوټلي دشاگرد رول لوبولى دى .

تيره ورځ يې دکابل پوليتخنيک دساختماني له پوهنځي نه دمهندسي په برخه کې ديپلوم ترلاسه کړ. پنځه کاله کيږي چې دنوي کور نوي ژوند په راډيويي ننداره کې دگل خان رول لوبوي . گل خان نوي له بهره هيواد ته راغلى دى چې نيمه انگريزي خبرې کوي. پدې ورځو کې يې وادۀ ته ملا تړلې ده.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت