BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:53 گرينويچ 2006 ,25 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ځوان پښتو ژبى سندرغاړى ف. خان موميلمه وۀ
ډاکټر فيصل خان
ډاکټر فيصل خان دموسيقي ترڅنگ له کمپيوتر سره هم مينه لري
ډاکټر فيصل خان ٢٨ کاله وړاندې په پيښور کې نړى ته راغلى دى . ميډيکل کالج يې پاى ته ورساوۀ اوبيا يې په سندرو ويلو اوموسيقي پيل وکړ.

ددوستانو په مرسته مسلکي سندرغاړى ترې جوړشو ځکه له موسيقي سره يې زياته مينه لرله. دموسيقي ترڅنگ له کمپيوتر سره هم مينه لري اوتل ورسره اخته وي. سندرې هم پکې جوړوي.

فيصل خان پيانواوگيتار غږوي اوانځورول يې خوښيږي. نوموړي پښتو سندرې له غربي موسيقي اوتکنو سره يوځاى کړي دي او اوس هم دې نوښت ته دوام ورکوي.

ف. خان وايي چې هيڅکله يې دموسيقي په بر خه کې ويره اوډار نه لرل اوپرځان باوري وو. وروسته يې دخيبر تلويزيون سندرې خپرې کړې اونن يې داسې شهرت گټلى دى چې ډير ځوانان يې سندرې زمزمه کوي . دشهرت لومړنۍ داسې سندره يې دزلفان په نوم ياديدله.

داوومې سټوډيو اوريدونکو دنړى له لر اوبر نه دښاغلي ف. خان نه دده دهنري اوشخصي ژوند په اړه پوښتنې وکړې اوځوابونه يې ترلاسه کړل .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت