|
امريکايي پوځ: د مرگ ژوبلې رښتينى ارزونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دامريکا پوځ يوه کره کتنه پيل کړى ده چې د هغه پوځيانو په اړه رپوټ ورکړي چې دافغانستان او عراق په جکړه کې ټپيان او يا خو وژل کيږى. دا په داسى حال کې ده چې د کورنېو لخوا داسي شکايتونه راپورته شوې چې دوي ته ناسمه معلومات ورکول کيږي. دا کره کتنه ښيي چې د امريکا د پوځيانو له خوا په لوړه کچه ددوى کورنيو ته د پوځيانو د مرگ په اړه ناسم معلومات ورکړل شوي دي . په دې لړ کې تر گردو لويه پيښه د امريکا د فوټبال د ډلې پخواني ستوري پيټ ټال من وژنه وه چې افغانستان ته تلى وو . په داسې حال کې چې نوموړى د خپلو ملگرو له خوا د ډزو په ترڅ کې ووژل شو، پوځ د هغه کورنۍ ته وويل چې نوموړى د غليم د ډزو په ترڅ کې وژل شوى دى . جيگ پوړو پوځي چارواکو د پنځه اوونيو لپاره رښتنې کيسه په ډاگه نه کړه . اوس له دوه زره تنو سر تيرو څخه په عراق او افغانستان کې په سلگونو تنه وژل شوي دي چې ددوى په اړه پلټنې له سره پيل او په پريکنده او جدي توگه پرې څيړنه وشي . د دغو پيښو په اړه رپورټونه بايد پرتله او په اړه يې پلټنې روانې وساتل شي چې د وژل شو پوځيانو کورنۍ ډاډه او له رښتيا خبرې شي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||