BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:58 گرينويچ 2006 ,17 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
امان الله ناصر په اوومه سټوډيو کې
امان الله ناصر
امان الله ناصر د راډيو لپاره ډيرې پښتو سندرې ويلي او ټوکې او ټکالې يې ورته ليکلې دي
امان الله ناصر په ١٩٦٥ کال کې د بلوچستان ايالت په لورالايي ښار کې زېږېدلى او زدکړې د کندهار په مېرويس نېکه لېسه کې تر سره کړې دي.د دريم ټولگي زدکونکى وو چې يوې ستيج ډرامې کې برخه اخيستې وۀ.

ددې وروسته په ١٩٨٥ کال کې د کوټې ساينس پوهنځي ١٩٨٥يوه ستېج ډرامه ترسه کړېده.ددې وروسته په ١٩٨٧ کال کې د کوټې راډيو پاکستان څخه له نسيم اڅکزۍ سره يو ځاى يې " امېل پروگرام " وړاندې کاوۀ.

 امان الله ناصر يو کسټ د TBC په نوم جوړ کړى چې د BBC د خپرونو او کارکونکو تمثيل يي په کې کړى.

په لومړي ځل ١٩٨٨ کال کې د کوټې په يوې ډرامې کې يې اداکاري کړې ده.

د راډيو لپاره يې د پښتو سندرې ويلي او ټوکې او ټکالې يې ورته ليکلې دي. د دې وروسته يې د کوټې ټي وي لپاره يې په ١٩٩٧کال کې لومړۍ ډرامه " ارمانونه " وليکل.

او بيا په ١٩٩٨ کې اردو ډرامه "وار " او بيا يو شمېر نورې اردو ډرامې لکلې دي. د هغه د اردو ژبې مټي په نامه داردو ژبې لړۍ يا سېرېل ډېر زيات شهرت موندلى او گڼې جايزې يې گټلې دي.

دا مهال په کوټه کې د پښتو ژبې خېبر تلويزون مشر دى او د دغه تلويزون لپاره يې " جانا ن په دوبۍ" کې يوه ډرامه ليکلې ده.

نوم
تخلص*
ښار
هيواد
برېښناليک
تيلې فون*
* اختياري
ستاسو تبصره
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت