BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:00 گرينويچ 2006 ,09 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
سپنتا : په وزارت کې قومي انډول سم نه دى

سپنتا
سپنتا : د بهرنيو چارو په وزارت کې ١٩٢ پښتانه او ٢٩٢ تاجکان کار کوي ، پښتنو ته ډيره لږه ونډه ورکړل شوې
د افغانستان د بهرنيو چارو وزير وايي په دغه وزارت کې يې د اصلاحاتو لپاره دوه جرگگۍ گمارلي دي .

دغه خبره ډاکټر رنگين دادفر سپنتا د مشرانو جرگې ته وکړه او ويې منل چې د بهرنيو چارو په وزارت کې د مامورينو قومي انډول سم نه دى .

دا په روانه ا وونۍ کې دويم ځل دى چې د افغانستان ملي شورا د يوۀ وزارت د مامورينو د قومي انډول په باب سپيناوى غواړي .

د افغانستان د مشرانو جرگې د بهرني چارو له وزير څخه ډيرې پوښتنې په دغه وزارت کې د قومي انډول په باب وکړې .

دوى د سفيرانو د ځاى ځايگي په اړه هم پوښتنې لرلې . ښاغلي سپنتا ورسره ومنله چې د بهرنيو چارو په وزارت کې د مامورينو قومي انډول سم نه دى .

د ښاغلي سپنتا په وينا د بهرنيو چارو په وزارت کې تر ټولو ډير کارکوونکي کې تاجک دي چې څه کم درې سوه کسان کيږي .

په دويمه درجه پښتانۀ دي چې څه کم دوه سوه مامورين دي . دغه راز د هزارو او ازبکو ونډه د وزير په وينا خورا لږه ده .

ښاغلي سپنتا د ښځو ونډه هم ډيره لږه وبلله خو ژمن شو چې له اصلاحاتو وروسته به دې چارې ته پام کوي . دۀ وويل دغه هڅې يې خورا گړندۍ روانې دي ، دۀ وويل :

(( د بهرنيو چارو په وزارت کې ١٩٢ پښتانه او ٢٩٢ تاجکان کار کوي ، پښتنو ته ډيره لږه ونډه ورکړل شوې ، همدارنگه د ښځو ونډه هم لږه ده ټول ټال ٣١ ښځينه کارکونکې لرو ، زه به د دغو ټولو ستونزو سره ، سره د ازبکو ، هزاره وو او پښتنو ونډه ډيره کړم ، خو دا چې کله ، زه هم نه پوهيږم .))

له ښاغلي سپنتا څخه د سفيرانو او نورو بهر مېشتو افغان استازو د ځاى ځايگي او قوم په باب هم پوښتنه وشوه . دوى سملاسي معلومات نه لرل خو ويې ويل چې د هغو په باب به دقيق معلومات په يوۀ خبري کانفرانس کې په ډاگه کړي . ښاغلي سپنتا د لسو سفيرانو د بدلولو خبر هم ورکړ .

(( ما ٥٩ کارکونکي چې د اوو نه نيولې تر لسو کالو پورې يې په داخل کې دنده تر سره کړې هغوى مې بهرنيو ادارو ته بدل کړي چې هم څه زده کړي او هم يې تجربې پخې شي ، او هغه کارکونکو چې تر لسو کالو پورې يې په بهرنيو نماينده گيو کې کار کړى اوس بايد خپلې تجربې له نورو سره شريکې کړي ، همدا رنگه ما لس سفيران بدل کړي ، خو دا يوه اداري چاره ده ، نه سياسي .))

د طالبانو له نسکوريدو وروسته ډاکټر عبدالله عبدالله د بهرنيو چارو د وزير په توگه وگمارل شو .

نژدې څلور مياشتې وړاندې چې ولسمشر کرزي د ښاغلي عبدالله پر ځاى ډاکټر سپنتا د بهرنيو چارو د وزير په توگه وړانديز کړ دوى ولسي جرگې ته په وينا کې ژمنه وکړه چې په دغه وزارت کې به قومي انډول برابروي .

د افغانستان په وزارتونو کې د مامورينو قومي انډول له ډيره وخته په ځينو کړيو کې د پوښتنې وړ وه خو په تيرو دوو ورځو کې دا دويم ځل دى چې د يوۀ وزارت د مامورينو د قومي تشکيل په باب ډاگيزه معلومات وړاندې کيږي .

دوه ورځې وړاندې د ترانسپورت اوهوايي چلند د وزارت لپاره نومول شوي نعمت الله احسان جاويد ولسي جرگې ته د هغۀ وزارت د قومي انډول په باب معلومات ورکړل او ويې ويل چې هلته هم دغه انډول په پام کې نه دى نيول شوى .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت