BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 13:24 گرينويچ 2006 ,06 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
درخو مو داوومې سټوډيو ميلمنه وه
صادقه مقصوده
د تمثيل لپاره جرئت ، زده کړې او له دې هنر سره مينې ته اړتيا ده
ميرمن صادقه مقصودي چې د نوي کور نوي ژوند په راډيويي ننداره کې ددرخانۍ رول لوبوي د اوومي سټوډيو ميلمنه وه.

صادقه جانه له يوې موسسې لخوا د ښوونکې په توگه هم دنده ترسره کوي اودتاريخ ، پښتو ، قرانکريم اوځينو نورو مظمونونو لوست ورکوي . واده يې کړى دى اوماشومان لري. له اووم ټولگي يې له تمثيل سره مينه لرله اوکله چې دښوونځي نهم ټولگي ته ورسيده په ر اډيو افغانستان کې يې تمثيلې پارچې لوبول پيل کړل ، هلته دځينو پروگرامونو پروديوسره هم وه .

ميرمن صادقه مقصودي اصلا دلغمان ده خو په کابل کې اوسيږي اوهمدلته لويه شوې ده. دعايشه دراني ليسه يې پاى ته رسولې ده. ددې په کورنۍ کې ډير کسان هنرمندان اوممثلين دى او دخپل مشر ورور ممنون مقصودي نه يې هم ډير څه زده کړي دي. ديارلس کاله کيږي چې دبي بي سي له تعليمي پروژو سره کار کوي اولکه چې وړاند ې مووويل دنوي کور نوي ژوند دراډيوويي نندارې درخوانۍ ده .

صادقه مقصودي
انارگل يې په ډرامه کې زوى اوپيرو اکا يې خسر دى

داوومې سټوډيو په خپرونه کې يې ددوو پارچو رولونو په ترسره کولو سره دډيرو اوريدونکو پوښتنې ځواب کړې . صادقي جانې په پيل کې وويل چې له ماشمتوبه يې ددرخانۍ په نوم يوه کوچۍ پيژندله چې ددوى کورونوته به يې مستې اوشيدې وروړلې اوډيره يې خوښيدله. دې وويل اوس هم چې هر وخت دارول لوبوم همغه درخانۍ مې سترگو ته راته دريږي اويادوم يې .

ديوې بلې پوښتنې په ځواب کې چې دوريو، شپنو او نورو غږونه له کومه کوي؟ دې وويل چې ممنون مقصودي کلي په کلي گرځي اوداغږونه راټولوي اوبيا يې په اړينو برخو کې اچوي.

انارگل يې په ډرامه کې زوى اوپيرو اکا يې خسر دى . ميړه يې په دوبۍ کې د مساپري شپې تيروي اوپه خوارۍ مزودورۍ پسې تللى دى . داوايي چې دتمثيل لپاره جرئت ، زده کړې او له دې هنر سره مينې ته اړتيا ده.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت