BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 15:06 گرينويچ 2006 ,03 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
سندرغاړى شامحمد افغان موميلمه دى
شامحمد افغان اوس هم په پيښور کې اوسي اوهنري چارې پرمخ بيايي
شامحمد افغان اوس هم په پيښور کې اوسي اوهنري چارې پرمخ بيايي

شامحمد افغان ٣٥ کلن دى او دلغمان مرکز مهترلام ښار کې نړۍ ته ر اغلى دى .
دوولسم ټولگى يې د کابل دعاشقانو_ عارفانو په ليسه کې پاى ته ور ساوۀ او وروسته بيانو حالات انقلابي اوخړپړ شول. عسکري خدمت ته مجبور شو خو سندرغاړي منگل د کورنيو چارو وزارت ته بوت اوهلته يې اووه کاله ددې وزارت په هنري ډله کې کار وکړ .

موسيقي يې پرمخ بيوله او تر ١٣٧١ پورې هملته وۀ. په افغان راډيو تلويزيون کې يې تر ٤٠ سندرو پورې ثبت کړې دي. دکورنيو چارو په وزارت کې يې رتبه تر دوهم څارن پورې ورسيده. استاد يې منگل وو خوددې ترڅنگ زاخيل اوشاولي هم مرسته ورسره کړې ده او د موسيقي په برخه کې يې مسلکي روزنه ورکړې ده.

ښاغلي افغان په پيښور کې ١٥ کاله تيرکړل اوهلته دموسيقي په چارو اخته دى. نوموړي کله ناکله وطن ته هم درومي . په سږني نوروز کې يې له نغمې سره يوځاى کنسرت ورکړ.
لغمان ، جلال اباد او ځينو نورو ولايتونو ته هم درومي .

واده يې کړى او دوې لوڼې لري. تراوسه يې پنځه سي ډي او٥ پنځه کستونه
ثبت کړي دي خود محلفونو اومجلسونو کستونه خو يې سوونو ته رسيږي .
ډيرې سندرې يې پښتودي خودري سندرې هم وايي .

که له سندرغاړي شامحمد افغان نه هرډول پوښتنې لرى هغه پدې پته ر اواستوى.
[email protected]

يادخپرونې پرمهال پدې شميره مخامخ سټوډيو ته تيليفون راته وکړى.
00442078360331

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت