BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت:
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د سترې محکمې شپږ قاضيانو د استازيو رايې خپلې کړې
د افغانستان ستره محکمه
عبدالسلام عظيمي د ١٥٨ موافقو رايو په خپلولو سره د دغه هيواد د قاضي القضات په توگه وټاکل شو
د افغانستان ولسي جرگې ته د سترې محکمې له اړخه د اوو تنو ورپيژندل شويو قاضيانو له ډلې شپږ تنو د استازيو رايې خپلې کړې او د يو تن برخه ليک د ساده اکتريت په خپلولو سره بلې غونډې ته وځنډيد .

په غونډه کې د دريو تنو قاضيانو د دوه گوني تابعيت خبره بيا هم راپورته شوه ، خو له راى گيرۍ وروسته وپتيل شوه چې د دوى د دوه گوني تابعيت خبره به د دوو مياشتو په د ننه کې وڅيړل شي .

د افغانستان د سترې محکمې څوکۍ ته نومول شوي عبدالسلام عظيمي د ١٥٨ موافقو رايو په خپلولو سره د دغه هيواد د قاضي القضات په توگه وټاکل شو ، پاتې پنځو نورو هر يو ضامن علي بهسودي ، محمد عمر ببرک زى ، غلام نبي نوايي ، بهاالدين بها او عبدالرشيد راشد د ډيرو رايو په تر لاسه کولو سره د سترې محکمې د عالي شورا د غړو په توگه غوره شول .

خو د محمد قاسم هاشمزي برخه ليک د ساده اکتريت په گټلو سره راتلونکې غونډې ته وځنډول شو ، د ولسي جرگې په تير پړاو کې هم درې تنه وزيران په همدغه برخه ليک اخته شوي ول، او د وکيلانو تر منځ د اساسي قانون د ١٠٦ مادي د تفسير او شننې په سر اختلاف رامنځته شو چې وروسته همدغه ماده د شننې په موخه ولسمشر ته وړاندې شوه او ولسمشر د دغې مادې د تفسيرولو په اړه د سترې محکمې قاضيان وگمارل، هغوى پريکړه وکړه چې د ولسي جرگې ټولې پريکړې په ساده اکتريت شوي ، دغه وزيران دې هم بريالي وگڼل شي ، چې دا دى يو ځل بيا د اساسي قانون همدغې مادې د ولسي جرگې غړي په دوو ډلو وويشل .

 يوشمير استازيو استدلال کاوه چې د اساسي قانو ن په ١١٨ ماده کې ېوازې دومره راغلي چې قاضيان دې دافغانستان تابيعت ولري

يوه بله خبره چې د ولسي جرگې د غړو ترمنځ يې سختې ناندرۍ را پورته کړې هغه د ٣ تنو نومول شويو قا ضيانو د دوه گوني تابيعت خبره وه .

يوشمير استازيو استدلال کاوه چې د اساسي قانو ن په ١١٨ ماده کې ېوازې دومره راغلي چې قاضيان دې دافغانستان تابيعت ولري . خو د دوه گوني تابيعت په اړه څه نه دي ويل شوي ، خو دنورو استازيو ټينگار داوه چې قاضيان بايد د خپل دوه گوني تابېعت ځيني تير شي .

د ولسي جرگې په تېر پړاو کې هم دهمدغو ناندريو په سر د سترې محکمې د ٣ تنو قاضيانو برخليک ځنډېلى وو . پردغه موضوع هم دجرگې گډونوالو رايي ورکړي چې په اکتريت سره پريکړه وشوه چې ددو مياشتو په ترڅ کې به تاکل شوي قاضيان له خپل دوه گوني تابيعت نه تيريږي .

د ولسي جرگې مشر په غونډه کې ياده کړه ې د کابينې د پنځو تنو برخليک لا تر اوسه نه دى معلوم ، د هغه په وينا په پارلماني چارو کې د دولت وزارت تر اوسه د دغو وزيرانو نوم لړ ولسي جرگې ته نه دى وړاندې کړى ، خو په پارلماني چارو کې د دولت وزير فاروق وردک وايي چې کيداى شي سبا ته دغه کسان ولسي جرگې ته ور وپيژندل شي

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت