BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 10:06 گرينويچ 2006 ,31 جولاى
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د زرګر تپې انځوريز رپورټ

د لرغونو توكو قاچاق كونكي په هغو كيندل شو لرغونو ودانيو كې پر ناقانونه كيندنو بوخت دي چې په دې وروستيو مياشتو كې د افغانستان د اطلاعاتو او كولتور وزارت او د فرانسې هيواد د كارپوهانو له خوا د بلخ د لرغوني ښار په زرګر تيپه كې پرې څيړنې شوي دي . دغه لرغون پوهانو د اوس لپاره خپل كار ځنډولى دى

د لرغونو ودانيو ټوټې او ډبرينې تختې په غير فني توګه راويستل شوي او ټوټه ټوټه په هرې كيندل شوې سيمه كې پرتې دي .چارواكي وايي چې د لرغونو اثارو قاچاق كونكي دومره زړور دي چې ددغو اثارو د ساتنې د پوليسو پر يوې پوستې يې د بلخ ولايت د دولت اباد په ولسوالۍ كې بريد وكړ او په ترڅ كې يې څلور تنه پوليس ووژل شول

يو ځاى لرغونپوه وويل چې دغه ټوټې د هغو بوتانو دي چې په دې تپه كې له نن څخه يو زر او اوه سوه كاله وړاندې لرغونو خلكو لمانځل . يو ځايي اوسيدونكي منګل وويل چې د شپې له خوا نا څرګند كسان له وسلو سره دغې سيمې ته راځيي او د قيمتي كاڼو او مجسمو لټون كوي

لرغونو انسانانو هډونه په هغو كيندل شو ځايونو كې له ورايه ليدل كيږي چې د زرګر تپې په ختيځه څنډه كې پراتي دي

ناقانونه كيندونكو په دې ځاى كې يوازې زما له ورتګ څخه څو ګړى وړاندې د كيندنې كار پريشى وو ،ځكه چې توره شپه پرې سبا شوې وه او ښايي ده هڅه كوله چې د په ۱۵ مترۍ ژوره كنده كې قيمتي كاڼي وموندي

د لرغونې ودانۍ د ځمكې فرش چې په ناقانونه توګه كيندل شوى دى . هر څوك چې ددغو لرغونو او تاريخي ځايونو څخه څه وړي ، د مخنيوي لپاره يې په سيمه كې هيڅوك نه ليدل كيږي ، يوازې شاوخوا اوسيدونكي كروندګر شته دي چې د زرګرتپه د خپلې ځمكې برخه ګڼي او يا ترې خاوره د ودانيو د جوړولو لپاره وړي

داد لرغوني انسان د لينګي د هډ يوه ورسته برخه ده . په دې ځاى كې داسې زرينې كوچنۍ كوچنۍ ټوټې هم ليدل كيږي چې د ځايي خلكو په وينا د سرو زرو له دانو څخه راتاؤ وې

دا داسې كوچنۍ ډبره ده چې زنګ وهلې ده او كيداي شي چې د داسې يوې قيمتي لرغونې دانې برخه وي چې نوره برخه يې تالا ترغۍ او د قاچاق كونكو جيب ته ښايي لويدلي وي

خلك له زرګر تپې څخه شكې او كاڼي راوړي او بيا ييې د اوبو له لارې چاڼوي چې قيمتي دانې او د سرو زرو ټوټو په كې موندې كړي . دې سړي راته وويل چې دغه قيمتي دانې بيا د مزار شريف پر زرګرو پلوري او دوى ته يوه مړۍ ډوډۍ ترې برابريږي

د زرګر تپې شګې چې په ځمكه كې ۱۵ متره لاندې راوتلي دي هم له نورو شكو سره توپير لري . د اطلاعاتو او كولتور ځايي چارواكي ددغو خبرو پخلى كوي او وايي چې د مخنيوي لپاره يې بايد د افغانستان د اطلاعاتو او كولتور وزارت هر اړخيز ګامونه وچتت كړي

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت