|
استاد گل زمان په اوومه سټوډيو کې | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
افغان وتلى سندرغاړى او کمپوزيتور گل زمان د اوومې سټوډيو ميلمه وۀ. استاد گل زمان هغه سندرغاړى دى چې خورا زيات مهال کيږي په راډيو تلويزيون کې سندرې وايي او اوس هم هلته په کار بوخت دى. نوموړى له ١٣٤٣ کاله راهيسې له راډيو نه سندرې بوليڅلور کاله کيږي چې داستادى لقب يې اخيستى دى تردې وړاندې په پخوانيو رژيمونوکې يې دشايسته هنرمند لقب اخيستى وۀ او اوس په افغان ملي تلو يزيون کې دپښتوموسيقي همغاړه کوونکى اوپه عين مهال کې دافغانستان دهنرمندانود ټولنې مرستيال هم دى. تر اوو سوو پورې کمپوزونه يې جوړ کړى دى اوتر څلويښتو زيات شاگردان يې روزلي دي. بهرته يې هنري سفرونه کړي دى اوډير مډالونه يې هم اخيستي دى . ددې پوښتنې په ځواب کې چې ولې په افغان ملي راډيو تلويزيون کې دپبښتو سندرو ونډه کمه ده استا د وايي چې دوى هم لدې نه ناخوښ دى اوله مسئولو مشرانو سره يې پدې اړه خبرې هم کړي دي اويوې ښې نتيجې ته سترگې په لار دى.
دى زياتوي چې هلته ددوى اونورو پښتو وتلو سندرغاړو پخوانۍ ثبت شوې سندرې را اخلي اوخپروي يې ، نوې سندرې نه جوړيږي . له بحرين نه يوه اوريدونکي پوښتنه وکړه چې ولې دنورو ډيرو سندرغاړو په څير بهرته ندى وتلي اوبل داچې اقتصادي ژوند يي ولې خراب دى. استاد گل زمان دځواب په ترڅ کې لومړى له بهرميشتو افغانانو گيله وکړه چې ولې يې ده ته دورتگ بلنه نده ورکړې اوبيا يې له حوصلې کارو اخيست اوزياته يې کړه چې دى که څه هم په کرايي کور کې اوسيږي او يوازې يوموټر لري خوبيا هم خوښ دى چې پخپل وطن کې دى اواوس هم موسيقي اوخپلو خلکوته کار اوخدمت کوي . ښاغلي گلزمان يادونه وکړه چې څه موده وړاندې دطلوع دتلويزيون اوروشان دتيلفوني شبکې په لگښت يوه سيالي پيل شوې وه چې ځوان افغان ستوري پکې وو اوله زرو تنو نه لس تنه فينل ته ووتل . دادده په گومان دځوانو سندرغاړو لپاره دهڅونې يوه ښه لاره ده. داستاد گلزمان بله مهمه چاره داده چې ده تقريبا ټولو افغان سندرغاړو ته سندرې کمپوز کړې دي چې په پروگرام کې يې ځينې سندرې زمزمه هم کړې . دخداى بښلي احمد ظاهر دهغې سندرې شعر اوکمپوز هم دگلزمان دى چې راکړه شراب دسرو لبانوصنم __ نظر لره په عاشقانوصنم . همداشان داستاداولمير هغه سندره هم دده ده چې وايي : نوى ساقي نوى محفل نوسازوکنه ___نوي جامونه کنه. استاد گلزمان زياتوي چې داسندره لومړى ځل داسې وه : بي بي سيدې زيړې گلې _ راباندې واچوه يوه لونگۍ دواړه لاسونه . نوموړى وايي چې اوس هم پښتو موسيقى ته کار کوي . داچې څه ډول کارکوي اوډيرې نورې خبرې به پخپله له استاد گلزمان نه واورو. |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||