|
زيدان: په پايلوبه کې په سرۀ کارډ خواشينى يم | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د فرانسې د فوټبال لوبډلې کپپټان – زين الدين زيدان وايي له دې امله بښنه غواړي چې د يکشنبې په ورځ يې د فوټبال د نړيوالو اتلوليو په پايلوبه کې ايټالوي لوبغاړي ته په نس کې ډغره ورکړه. زيدان د فرانسې پر ټلويزيون د خبرو پر وخت د خپلې کړنې له امله له کوچنيانو نه بښنه وغوښته. خو هغه وويل چې پر خپلې کړنې پښېمانه نه دى ځکه چې دده مور او خور ته سپکاوى وشو او دى يې راولمساوه. نوموړى تر ډغرې وروسته له لوبې وشړل شو او په پاى کې فرانسې هم په پينالټيو کې ايټاليا ته لوبه وبايلله. ايټالوي لوبغاړي مارکو ماتيراڅي ومنله چې زيدان ته يې سپکاوى کړى و، خو وايي چې د هغه مور يې ياده کړې نه ده. دا له هغه مهاله چې زين الدين زيدان د فوټبال په نړيوالو اتلوليو کې د خپل مخالف پر خېټه له ډغرې وروسته له لوبې وشړل شو، د هغه لومړنۍ ټلويزيوني مرکه وه او ځکه ورته د فرانسې د لر اوبر د کافي گانو د لويو ټلويزيوني پردو ترڅنگ چې لاهم هماغسې ايښودل شوي دي، په مينه غوږ نيول شوى و او ننداره يې کېده. زيدان ته د لومړي ځل لپاره د هغې ډغرې فلم بيا وښودل شو او ترې وپوښتل شول چې ايټالوي سيال يې ورته څه وويل چې دده دومره قهرجن غبرگون يې راوپاروه: زين الدين زيدان وايي: ((دا ډېرې تېرې کوونکي خبرې وې، ډېرې شخصي خبرې وې... دا زما د مور، زما د خور په اړه وې. دا ډېرې ترخې خبرې وې. کله چې يې يوځل واورې، غوږونه پرې کاڼه کړې او ترې تېر شې، چې ما همداسې وکړل. وروسته يې د دويم ځل لپاره همدا خبره وکړه او بيا يې درېيم ځل لپاره تکرار کړه. آخر زه هم انسان يم. ځينې داسې خبرې شته چې... ډېرې سختې وي. ښه به واى چې پر مخ يې په څپېړه وهلى واى، خو دا خبرې مې نه واى اورېدلى)). زيدان وويل چې د خپل دغه غبرگون له امله پښېمانه ندى، که څه هم پرې دې خواشينى دى چې په ټوله نړۍ کې د فوټبال مينه وال او کوچنيان اړ شول چې هغه وويني. کله چې زيدان د شوې پېښې په اړه توضيحات ورکول، د فوټبال فرانسوي مينه وال چې د پاريس په دې کافې کې نندارې ته ناست وو، داسې برېښېده چې خپل سپورتي اتل ته يې بښنه وکړه. کله چې د هغه د ډغرې صحنه بيا وښودل شوه نو ناڅاپه د خوشحالۍ غږونه راپورته شول. په دې ډول نو د فرانسې ولس ددې پرځاى چې په وروستۍ لوبه کې د شوې نا سپورتي پېښې له امله هغه پړ کړي، ورسره خواخوږي څرگندوي. لږ ترلږه په فرانسه کې پر انساني کمزورتياوو د زيدان اعتراف له هغه نه تر پخوا لا ډېر يو وتلى سمبول جوړ کړ او دا سره له دې چې د هغه غوسه سبب شوه چې فرانسه د فوټبال نړيوالې اتلولۍ وبايلي. | ورسره تړلي نور خبرونه جرمني کې د ٢٠٠٦ کال فوټبال د نړيوالو اتلوليو ځانگړې پاڼه 08 جون, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||