|
ايټاليا فوټبال نړيواله اتلولي په ولولو ولمانځله | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د ايټاليا ملي فوټبال لوبډله هيواد ته په ستنيدو د سلگونو زرو مينه والو له تاودۀ هرکلي سره مخامخ شوه . ايټاليايي فوټبال لوبډلې په جرمني کې د ٢٠٠٦ کال نړيوالې اتلولۍ فرانسې ته په ماتې ورکولو د يکشنبې په ورځ ( د جولاى ٩ د چنگاښ ١٨ ) وگټلې .
ايټاليايانو د فوټبال نړيوالې اتلولۍ پر گټلو کرۍ شپه پر لمانځنو او نڅاو تيره کړه
د ايټاليايي لوبډلې لوبغاړي د خپلې کورنۍ له غړو سره ستانۀ شول په تيرې يوې مياشتې کې چې اتلولۍ روانې وې ډير لوبغاړي د کورنۍ له غړو بېل و
د ايټاليا کپتان کانورا چې د ٢٠٠٦ کال اتلوليو تر ټولو پياوړى مدافعې لوبغاړى پېژندل شوى کور ته تر ستنيدو وړاندې په جرمني کې د اتلولۍ له کپ سره وروستي خبري کانفرانس ته په ورين تندي خبرې وکړې
د ايټاليا هوايي ځواک هيواد ته د ملي لوبډلې په راستنيدو ځانگړې نندارې وړاندې کړې چې يو هم پکې د ملي بيرغ انځورول و
ايټاليا ته په رسيدو د الوتکې په ورۀ کې ايټاليايي لوبغاړو په وياړ گټلى کپ وځلاوۀ
د ايټاليا ولسمشر هم د فوټبال لوبغاړو گټلى وياړ ولمانځۀ او کپ يې پورته کړ
په سلگونو زره فوټبال مينه وال د ايټاليا په ښارونو کې راټول شول چې د خپلې اتلولۍ لمانځنې وکړي
په مخونو او د بدن په نورو برخو د ايټاليا د بيرغ پر انځورولو د ايټاليا ځوانانو د نړيوالې اتلولۍ په وياړ نڅاوې وکړې
له هيواده دباندې ايټالياييانو هم خپله اتلولي ولمانځله د لندن په زړۀ کې د ټرفالگر په څلورلارې کې اټاليايي ځوانانو کرۍ شپه په نڅا تيره کړه | ورسره تړلي نور خبرونه جرمني کې د ٢٠٠٦ کال فوټبال د نړيوالو اتلوليو ځانگړې پاڼه 08 جون, 2006 | خبرونه انگلستان او پراگواى تر منڅ د لوبې انځورنه14 جون, 2006 | خبرونه ټرينيډاډ او توبيگو او سويډن د لوبې انځورنه14 جون, 2006 | خبرونه ارجنتاين او د افريقا عاج ساحل د لوبې انځورنه14 جون, 2006 | خبرونه د جرمني او کوستاريکا تر منڅ د لوبې انځورنه11 جون, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||