|
کندهار او زابل کې ايتلافي سرتيري ټپيان شوي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د وروستي کړکېچ په ترڅ کې د زابل د شاجوۍ او کندهار له پنجوايي ولسواليو څخه د خونړيو نښتو راپورونه تر لاسه شوي دي. د کندهار ښار سويل ته پرته پنجوايي ولسوالي چې له تېرو دريو مياشتو راپه دې خوا د جنګ جګړو او ببماريو په ډګر اوښتې، تېر ماښام يو ځل بيا د زوروې جګړې شاهده وه. طالبان وايي چې په دغه جګړه کې يې نړيوالې ټلوالې او افغان پوځ ته پراخه مرګ ژوبله ور اړولې ده. په جگړه کې ښکېل طالبان وايي چې نن ( د چنگاښ ١٧ د جولاى ٨ ) د ورځې په وروستيو کې د پنجوايي ولسوالۍ د قلف او سلواغې سيمې د بمباريو او جنګ جگړو تاوده ميدانونه وو. قاري يوسف چې د طالبانو وياند بلل کېږي وايي تېره شپه لومړی بريد پر نړيوالې ټلوالې تر سره شوی دی. دی طالبانو ته ور اوښتې مرګ ژوبله نه مني او وايي چې تلفات د افغان پوځ او ايتلافي ځواکونو زيات دي .. خو د کندهار په هوايي ډګر کې د نړيوالې ټلوالې پوځي وياندې کپتان جولي بي بي سي ته وويل په پنجوايي ولسوالۍ کې يې د تېرې شپې د عملياتو په ترڅ کې پنځه طالبان وژلي او پنځه نور يې ژوندي نيولي چې يو ورکې ټپي دی. مېرمن جولي وويل د دغو عملياتو په اوږدو کې يې يوازې د نړيوال ايتلاف درې سرتېرې ژوبل شوي دي. دې د ملي پوځ د يوه سرتېري د ټپي کېدو خبر هم تاييد کړ. ها خوا کندهار ته څېرمه د زابل ولايت د شاجوۍ ولسوالۍ د تازير اباد په سيمه کې د ايتلافي ځواکونو د گزمې پر موټرو بريد شوی چې ورکې د پنځو سرتيرو د ټپي کېدو خبر ور کړل شوی دی. پوځي ويانده مېرمن جولي د خپلو پوځيانو په روغتيايي حالت ځان ناخبره بولي خو په ځوابي بريد کې د يوۀ طالب د وژل کېدو خبره کوي. په سوېل لوېديځو ولايتونو کې د امريکا تر مشرۍ لاندې د نړيوال ايتلاف د پوځونو له ډېرېدو سره د دغې ټلوالې مرګ ژوبله ډېره شوې ده. | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||