|
برازيل د فوټبال په اتلوليو کې ماتې وخوړه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د ٢٠٠٦ کال فوټبال نړيوالو اتلوليو منځلوبې بشپړې شوې . د تيرو اتلوليو اتل برازيل تر هغه وروسته له اتلوليو ووت چې فرانسې ماتې ورکړه . انگلستان يو وار بيا د پيناتي په پنځو هڅو کې ماتې وخوړه . نيمه پايلوبې يا سيمې فاينلز به د جولاى په څلورمه يا د چنگاښ په ١٣ نېټه پيليږي . برازي له فرانسې سره له ١٩٩٤ کال څخه را هيسته دا لومړى ځل دى چې برازيل د فوټبال په نړيوالو اتلوليو کې پايلوبې يا فاينل ته نه رسيږي . په دغو ١٢ کلونو کې برازيل يوازې يو ځل ماتې خوړلې وه چې د ١٩٩٨ کال د نړيوالو اتلوليو پايلوبه وه او سيالي ورسره فرانسې کوله . دا ځل هم فرانسې د برازيل مخه ډب کړه . د فرانسې دفاع د برازيل نڅاگره لوبه او لوبغاړي پرېنښوول چې پر گول يې کاري بريد وکړي .
په دفاع کې هغه څه وشول چې څو ورځې وړاندې يې د بي بي سي پښتو وېبپاڼې اټکل کړى و . فرانسې د خپل تيز لوبغاړي ټيري هانري په يوۀ خوځښت د زيدان پاس د برازيل تر گوله ورساوۀ او د نړۍ پنځه ځلي اتل هيواد برازيل يې هېښ کړ . له گوله وروسته د برازيل هڅې زياتې شوې او ورسره دا خطر هم ډير شو چې د هانري چټکه منډه به يې دفاعي کرښه په بيا بيا ماته کړي . يو دوه ځله داسې چانسونه فرانسې وهم موندل خو يو گول يې پر دوو بدل نه شو . د برازيل دغه ماتې يو وار بيا هغه خبره ثابتوي چې د سويلي امريکا لوبډلې د اروپا په خاوره هغسې نه ځليږي چې په نورو لويو وچو کې ځليدلي دي . يوازې يو ځل په ١٩٥٠ مو کلونو کې د برازيل لوبډلې د اروپا په خاوره نړيوالې اتلولۍ گټلي دي . فرانسه به اوس په نيمه پايلوبو کې له پرتگال سره لوبه لري . پرتگال له انگلستان څخه لوبه په پيناتي هڅو وگټله . د انگلستان او پرتگال لوبه د انگلستان او پرتگال لوبه په لومړۍ برخه کې تر ډيره د يوۀ بل د هڅو د شنډولو تر کچې محدوده وه .
انگلستان ځينې ښې موقعې وموندلې خو په گول کولو بريالي نه شو . پرتگال بيا له ليرې د انگلستان پر گول گوزارونه وکړل . لوبه هغه وخت گرمه شوه چې د انگلستان وين رووني سور کارډ وليد . روني د پرتگال څلورو لوبغاړو ايسار کړى و دۀ له دوى ټولو توپ په يو نه يو ډول ويوست خو د پرتگال يو لوبغاړى له سره وپرځيد . پرتگالي لوبغاړو لوبڅار يا ريفري اړ يوست چې روني ته کارډ ورکړي ، د روني د مانچسټر يونايټډ لوبډلې همکار کرستيانو رونالډو چې د پرتگال لوبغاړى دى لوبڅار ته ټينگ و چې روني ته کارډ ورکړي روني رونالډو پوري واهۀ او لوبڅار په همدغۀ عمل دۀ ته سور کارډ ورکړ .
د روني تر کارډ وړاندې انگلستان بل گوزار هغه وخت وخوړ چې کپتان ډيويډ بيکهم يې ټپي شو . د انگلستان د يوۀ لوبغاړي له کميدو وروسته لوبه تر ډيره ځايه يوه اړخيزه شوه خو بيا هم د انگلستان لوبغاړو يو نيم بريد وکړ . بل لور ته د انگلستان گول ساتونکي رابنسن د پرتگال يو دوه هڅې شنډې کړې . له اضافي وخت څخه هم وروسته لوبه بې له کومه گوله مساوي پاتې شوه خبره پنځو پيناتي هڅو ته ورسيده . انگلستان په نړيوالو اتلوليو او اروپايي اتلوليو کې څو ځلي د پيناتي په هڅو کې مات شوى دى . دا ځل هم خبره بله نه وه د دوى درو لوبغاړو پيناتي هڅې په گول بدلې نه کړې او لوبه يې درې يو وبايلله . نيمه پايلوبې يا سيمي فاينلز جرمني له ايټاليا سره دغه دواړه لوبډلې سره تر يوه ځايه ورته دي . ايټاليا پياوړې دفاع لري او جرمني غښتلي بريد کوونکي د دوى دواړو سيالي به د پام وړ وي خو دا هم له امکانه ليرې نه ده چې گولونه پکې لږ وي او ان خبره پيناتي هڅو ته ورسيږي . پرتگال له فرانسې سره په دغو دواړو لوبډلو کې فرانسه پياوړې ښکاري خو پرتگال داسې لوبغاړي لري چې ډيرې لوبډلې حيرانه کړي . د پرتگال روزونکى سکولاري د نړيوالو اتلوليو گټونکى دى او پوهيږي چې دغه وياړ څرنگه ترلاسه کړي . لوبه ښايي ډيره نژدې وي . | ورسره تړلي نور خبرونه جرمني کې د ٢٠٠٦ کال فوټبال د نړيوالو اتلوليو ځانگړې پاڼه 08 جون, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||