|
جرمني او ايټاليا نيمه پايلوبو ته ورسيدل | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د ٢٠٠٢ کال فوټبال نړيوالو اتلولوليو په دوو نورو منځلوبو يا کواټر فاينلز کې به نن ( د چنگاښ ١٠ د جولاى لومړۍ نېټه ) انگلستان له پرتگال سره او برازيل له فرانسې سره لوبې کوي . پرون جرمني ارجنتاين ته او ايټاليا اوکراين ته په ماتې ورکولو نيمه پايلوبو ته ورسيدل . نننۍ لوبې د انگلستان او پرتگال تر منځ لوبه په برتانوي رسنيو کې د انگلستان او د پرتگال د برازيلي روزونکي سکولاري ترمنځ ياده شوې ده . دا دريم پرله پسې ځل دى چې په مهمو اتلوليو کې د انگلستان لوبډله له سکولاري سره مخامخيږي . په ٢٠٠٢ کال کې سکولاري د برازيل روزونکى و . برازيل له انگلستان سره منځلوبه يا کواټرفاينلز سيالي کوله . د برازيل يوۀ لوبغاړي سور کارډ ليدلى و او انگلستان په يوۀ گول لوبه گټله خو د سکولاري تخنيکونو انگريزان دوه يو مات کړل .
په ٢٠٠٤ کال کې سکولاري د پرتگال روزونکى و . سيالۍ د اروپا د لويې وچې اتلولۍ وې . بيا هم منځلوبه وه او سيال يې انگلستان و . بيا هم انگلستان لوبه يو صفر گټله خو په وروستيو شېبو کې پرتگال گول مساوي کړ په اضافي وخت کې دواړو لوبډلو يو يو بل گول وکړ خبره پيناتي هڅو ته ورسيده او سکولاري بيا هم برلاسى شو . اوس بيا هم منځلوبې دي ، نړيوالې اتلولۍ دي او انگلستان له پرتگال سره چې سکولاري يې روزونه کوي مخامخ دى . دا ځل پرتگال له خپلو ځينو ښو لوبغاړو محرومه دى . د لوبې جوړونکى ډيکو يې په تيره لوبه کې سور کارډ ليدلى و اوس لوبه نه شي کولى . رونالډو يې هم ټپي دى ښايي د لوبې هيله ونه لري . د انگلستان په غاړه کې که څه هم مايکل اوين ټپي شوى خو روني يې له ټپونو روغ رمټ دى . پرتگال او انگلستان په نورو برخو کې سره ورته لوبډلې دي دا به هم له شک ليرې نه وي چې خبره پيناتي هڅو ته ورسيږي خو که چيرې انگلستان له گول وهلو وروسته دفاع ته مخه نه کړه دا امکان شته چې لوبه وگټي . د دغې لوبې گټونکى به په نيمه پايلوبه يا سيمي فاينلز کې د برازيل او فرانسې تر منځ د کيدونکې دويمې لوبې له گټونکي سره مخامخ وي . په منځلوبو کې د جرمني او ارجنتاين ترمنځ تر لوبې وروسته د منځلوبو يا کواټرفاينلز تر ټولو په زړۀ پورې لوبه همدا د فرانسې او برازيل سيالي ښکاري . برازيل د تل غوندې له چالونو ، تاکتيکونو ، منډو او ښکلې نڅاگرې لوبې څخه ډک لوبغاړي لري . فرانسه که څه هم په روانو اتلوليو کې پښه نيولې روانه ده خو په وروستيو دوو لوبو کې داسې ښکاريده چې بيرته يې پښه پر ځاى شوې او له نوي هوډ سره روانه ده . بې له شکه چې برازيل د لوبغاړو له پلوه په فرانسې غښتلې لوبډله لري خو فرانسويان که چيرې دفاع کلکه او ناڅاپي بريدونو ته مخه وکړي دا امکان شته چې برازيل مات کړي . خو ناڅاپي يا ځوابي بريدونه به فرانسې ته اسانه نه وي . زيدان له خپل ټول هنر سره اوس زړو شوى او هغه چابکي نه لري چې په ١٩٩٨ کال کې يې ښوده . ټيري هانري بې جوړې لوبغاړى دى خو يوازې ښکاري او تر اوسه يې په روانو اتلوليو کې داسې کوم څرک نه دى ښوولى چې فرانسه پرې ډير ډاډ ولري . پرونۍ لوبې د بي بي سي د پښتو وېبپاڼې له اټکلونو سره سم جرمني ارجنتاين ته په پيناتي هڅو کې ماتې ورکړه او ايټاليا پر اوکراين ښکاره برلاسې وه . د جرمني او ارجنتاين په لوبه کې داسې ښکاريدل چې دوه ډيرې مساوي لوبډلې له يوې بلې سره مخامخ شوې دي . که څه هم ارجنتاين لومړنى گول وکړ خو د نندارچيانو شور و ځوږ ښايي له جرمني سره د گول په مساوي کولو کې لوى لاس درلود . په اضافي وخت کې دواړو غاړو د گول خوړلو مخنيوى کاوۀ . خبره پيناتي هڅو ته لاړه، د جرمني گول ساتونکى چې د لندن د ارسنل لوبډلې لوبغاړى دى وتوانيد چې دوه پيناتي هڅې شنډې کړي په دې توگه جرمني لوبه په پيناتي هڅو وگټله .
د لوبې له پاى سره سم ارجنتايني او جرمن لوبغاړو پر يوۀ بل د سوک وارونه وکړل . د فوټبال نړيواله اداره د دغې لانجې پلټنه پيل کړې خو يوۀ جرمن لوبغاړي ويل چې ارجنتاينيان د بايلنې زور نه لري . ارجنتاين په ١٩٨٦ کال کې د نړيوالو اتلوليو پايلوبه د هغۀ وخت له لويديځ جرومني څخه درې دوه گټلې وه خو څلور کاله وروسته بيا لويديځ جرمني ارجنتاين ته په پايلوبه کې ماتې ورکړه . د پرون دويمه لوبه د اوکراين او ايټاليا ترمنځ وه چې ايټاليا درې صفر وگټله . ايټاليا په نړيوالو اتلوليو کې په ١٥ ځل گډون کوي د اوکراين لپاره دا لومړى ځل و همدغې تجربې د لوبې پر پايلې ښکاره اغيز درلود . | ورسره تړلي نور خبرونه جرمني کې د ٢٠٠٦ کال فوټبال د نړيوالو اتلوليو ځانگړې پاڼه 08 جون, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||