|
د فوټبال اتلوليو منځلوبو ته کتنه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
سر له سبا ( جمعه د چنگاښ نهمه د جون ٣٠ ) د فوټبال د روانو نړيوالو اتلوليو منځلوبې يا کواټرزفاينل پيليږي . له ٣٢ هيوادونو څخه اوس يوازې اته پاتې دي چې نيمه پايلوبو يا سيمي فايننلز ته د رسيدو تکل کوي . جرمني له ارجنتاين سره ، ايټاليا له اوکراين سره ، انگلستان له پرتگال سره او برازيل له فرانسې سره بخت ازمويي . د جرمني او ارجنتاين لوبه د منځلوبو لومړنۍ لوبه کوربه هيواد له ارجنتاين سره کوي . دغه دواړه لوبډلې په روانو اتلوليو کې ډيرې ښې ځليدلي دي . ارجنتاين په بريد کې خورا چټک ، په دفاع کې کلک او په منځډگر کې له پنځونو ډک ښکاره شوى دى . همدا هغه خبرې دي چې د يوې اتلې لوبډلې لپاره پکار دي . خو جرمني چې په خپل کور کې لوبه کوي په بريد کې ډير گړندى ښکاره شوى او منځډگر يې هم له داسې لوبغاړو ډک دى چې هر چا ته سرخوږى جوړولى شي . د جرمني کمزورى ټکى دفاع ده خو خپله خاوره او خپل نندارچيان ورته لکه د دولسم لوبغاړي توان او هوډ ورکوي . د دغو دواړو لوبډلو پخوانيو ريکارډونو او اوسنيو لوبو ته په پام سره ښايي دا خبره حيرانونکې نه وي چې لوبه پيناتي هڅو ته ورسيږي . که داسې وشول جرمن لوبغاړو تل په پيناتي هڅو کې نور مات کړي دي . ايټاليا له اوکراين سره دغه دويمه منځلوبه ظاهرآ تر لوبې وړاندې لا ايټاليا گټلې ده . علت يې دا دى چې ايټاليا خورا تجربه لرونکې لوبډله لري او اوکراين ايله په لومړي ځل نړيوالو اتلوليو کې برخه اخلي . د اوکراين ستنونزه په روانو اتلوليو کې دا ده چې د بريد لپاره لوبغاړي نه مخته کوي . لوبه يې تر ډيره په دفاع ولاړه ده . د دې علت ښايي په لومړنۍ لوبه کې له اسپانيا څخه څلور صفر ماتې وي . هغې لوبې شايد اوکراينيان په دې فکر اړ ويستي وي چې نړيوالې اتلولۍ خورا گرانې دي . | ورسره تړلي نور خبرونه جرمني کې د ٢٠٠٦ کال فوټبال د نړيوالو اتلوليو ځانگړې پاڼه 08 جون, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||