|
کمال بهزادى ورسته له ٣٠ کلونو تقاعد شو | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
پر افغانستان د شورې يرغل لږه موده ورسته په لوگر ولايت کې زيږيدلې کمال بهزادى د بي بي سي په پښتو څانگه کې کار پيل کړ. د بي بي سي پښتو څانگه ٢٥ کاله وړاندې پيل شوه خو له افغانستان سره د بي بي سي اړيکى تر دې وړاندې هم د ځانگړو تعليمي پروگرامونو له لارې جوړى شوى وى. د بي بي سي له خوا به يو شمېر تعليمي او معلوماتي پروگرامونه دلته په لندن کې جوړيدل او د کابل د راډيو د څپو له لارې به په افغانستان کې خپريدل. کمال بهزادى د يوه زدکونکې په توگه دلته په لندن کې اوسيده او په همدغه پروگرامونو کې به يې هم ونډه اخسته. دې وايې چې د روسانو په راتگ سره بي بي سي د ١٥ دقيقو لپاره يو پروگرام شروع کړ. پدى وخت کې دوې دوه کسانو ته ضروت درلود چې يو يې په لندن کې نبي مصدق ونيوه او بل يې جعفر على خان د پاکستان د راډيو نه را وست. ددې ورسته بيا يعقوب کاکړ او ما د بي بي سي سره په کار کولو پيل وکړ. له لوگره تر لنده د کمال بهزادى سفر ډير پړاونه لرى. نوموړى تردى وړاندې په کابل راډيو کې د تعليمي پروگرامونو مسول وو او په بي بي سي کې يې په خپل نږدې ديرش کلنه دوره کې د ورځنيو خپرونو تر څنگ يو شمېر ځانگړى پروگرامونه هم جوړ کړى چې په هغو کې يې د نشيي داروگانو او د افغانستان د تعليمي سيستم په اړه د ځانگړو پروگرامونو لړۍ د يادونې وړ دي. د نورو تر څڼگ دغه پروگرامونه اوس هم د ډيرو اوريدونکو په ياد دي او ستايي يي ،خو په خپله کمال بهزادى د خپلې خوږى خاطري په هکله داسي وايې: "زه او ملگرى مي له چمن نه په يوه پيک اپ موټر کې کندهار ته روان وو. په دې موټر کې لس دولس په وسله سمبال مجاهدين ناست وو. په نيمه لا کې د لمانځه لپاره ايسار شو ، مجاهدين زما د دوست دخولى خبر شول چې زه کمال بهزادى يم . دوې په کتار ودريدل او د "دا لندن دې " د ويلو وروسته يې په ډزو يي پيل کړ" د دالندن دى علان نه يواځي د بي بي سي په اوريدونکو کې مشهور شو بلکه دلته د بي بي سي په نړيولو خپرونو کې کار کونکو او د سټوډيو د تخنيکې همکارانو په ژبه هم واوخته او بي له دې چې په معنى يې پوه شي وخت نا وخت يي وايې. اند دا چي ځينو ترى يوه سندره هم جوړه کړه چې په خپلو محفلونو کې به يي دا ويله ، لاسونه به يې ورته پړکول او ورته نڅيدل به. دا د کمال بهزادى غوندې کسانو د زيار او هڅو نتيجه وه چې په بي بي سي کې يې د پښتو جنډه لوړه وستاله. | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||