|
ايټاليا نن منځلوبو ته د رسيدو هڅه کوي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د ٢٠٠٦ کال فوټبال نړيوالو اتلوليو په نننيو ( دوشنبې د چنگاښ ٥ د جون ٢٦ ) لوبو کې ايټاليا له استراليا سره او اوکراين له سويس سره مخامخ دى . پرون انگلستان ايکوادور ته او پرتگال هالنډ ته يو صفر ماتې ورکړې او منځلوبو يا کواټرفاينلز کې يې له يوۀ بل سره د سيالۍ موقعې وموندله . نننۍ لوبې د نن دواړه لوبې د روانو اتلوليو د دويم پړاو هغه سيالۍ دي چې تر لوبې وړاندې يې ډيرې خبرې نه کيږي .
که څه هم ايټاليا د نړۍ يوه له تکړه لوبډلو څخه ده خو استراليا بيا ورسره داسې نه گڼل کيږي چې نندارچيان دې له خپلې څوکۍ په ولولو راپورته کړي . ايټاليا که څه هم په لومړي پړاو کې د خپل گروپ گټونکې وه خو پرمختگ يې د ډيرو په گومان پښه نيولى و . د ايټاليا دفاع چې په نړۍ کې تر ټولو کلکه بلل کيږي په لومړي پړاو کې ډيره د ټينگې ښکاره نه شوه . استراليا هم په دفاع کې خونده نه لرله خو په بريد کې يې څو ځلي توان وښود چې گول کولى شي . ظاهرآ ايټاليا پياوړې ، تجربه لرونکې او بريالۍ ښکاري خو استراليا داسې روزونکى لري چې په تيرو اتلوليو کې يې سويلي کوريا تر نيمه پايلوبو يا سيمې فاينلز رسولې وه . که دا ځل هم دى کومه توره وکړي ډيره به حيرانونکې نه وي . دسويس او اوکراين ترمنځ لوبه بيا د ډيرو په گومان په دويم پړاو کې تر سره کيدونکيو لوبو کې د داسې دوو لوبډلو سيالي ده چې د اتلوليو د گټلو هيله ترې نه کيږي . سويس په لومړي پړاو کې د فرانسې په وړاندې ښه وځليد . په دغې لوبډلې کې داسې کوم لوبغاړى نه و چې کور په کور دې نوم ولري خو د يوې لوبډلې په توگه په خپلو کې ښه همکار او سره تړلي ښکاره شول .
اوکراين بيا له اسپانيا څلور صفر ماتې وخوړه خو له سعودي او تيونس څخه يې لوبې وگټلې . د اوکراين دفاع کمزورې ښکاره شوه په بريد کې يې هم ټولې سترگې شفچينکو ته وې که هغه ونه ځليږي اوکراين زړۀ ماتى دى . د سويس تکړه مدافعې سنډراس ټپي شوى که د هغه ځاى ډک کړاى شي ښايي اوکراينيان کور ته واستوي . پرونۍ لوبې پرون انگلستان له جرمني او ارجنتاين څخه وروسته دريم هيواد شو چې منځلوبو يا کواټر فاينلز ته رسيږي .
انگلستان ايکوادور ته يو صفر ماتې ورکړه خو لوبه يې بيا هم هغسې نه وه چې د انگلستان فوټبال مينه وال يې په هيله دي . د انگلستان لوبډله د څلور يو څلور يو په جوړښت لوبيدله . دا ډول سيستم دفاع پياوړې کوي او په بريد کې هم گڼ کسيزه حمله هغه وخت ممکنه وي چې منځډگري لوبغاړي له يرغلگر سره مرسته وکړي . انگلستان تر يوۀ ځايه همداسې وکړل خو لوبه يې داسې وه لکه پټ پټانى چې کوي . يوه شېبه يې ښه پاسونه سره کول او پر لوبې يې واک درلود او بل شېبه يې ساده تيروتنې کولې . له همدغه ډول يوې تيروتنې څخه ايکوادور نژدې گول کړى و خو شارټ يې د انگلستان د گول پاسنۍ ستنه وخوځوله . د انگلستان گول د لوبې په ٦٠ دقيقه کپتان ډيويډ بيکهم وکړ . د ډي له کرښې دباندې د فول يوه هڅه ډيويډ بيکهم د گول تر جاله ورسوله . دا په تيرو دريو اتلوليو کې په پرله پسې توگه د بيکهم له خوا د گول کولو بريالۍ هڅه ده چې د انگلستان په تاريخ کې بل لوبغاړي دغه وياړ نه دى لرلى . انگلستان به په منځلوبو يا کواټرفاينلز کې له پرتگال سره د شنبې په ورځ لوبه کوي . پرتگال بيا د دويم پړاو لوبه له هالنډ څخه وگټله . دغې لوبې د روسي لوبڅار يا ريفري د کارډونو له امله نړيوال ريکارډ ټينگ کړ . دغه لوبڅار ١٦ ژيړ او څلور سرۀ کارډونه د دواړو لوبډلو لوبغاړو ته ښکاره کړل چې نړيوال ريکارډ دى . د پرتگال له خوا د لوبې جوړونکى ډيکو او د دفاع لوبغاړى کاستينا دوه زيړ کارډونه وليدل چې ورسره سور هم مل و . د هالنډ له لورې بيا خالد بولورز او ون برونکاسټ په همدغه برخليک اخته شول . د پرتگال يوازينى گول د لوبې په ٢٣ دقيقه کې منيژ وکړ . هالنډ څو چانسونه لرل چې گول مساوي کړي خو له خپلو ښو موقعو يې گټه وانه خيسته . پرتگال په لومړي پړاو کې د نورو گولونو هڅې هم وکړې خو لوبه هغه وخت په شړيدو شوه چې روسي لوبڅار د لومړي پړاو په وروستيو شېبو کې د پرتگال يو لوبغاړى په دوو ژيړو کارډونو له لوبې ويوست . پرتگال له ١٩٩١ کال څخه راهيسته له هالنډ څخه ماتې نه ده خوړلې . دوى به په منځلوبو کې له انگلستان سره لوبه کوي چې د ٢٠٠٤ کال په اروپاييي اتلوليو کې يې هم د منځلوبه ورسره لرله . هغه لوبه پرتگال په پيناتي هڅو تر هغه وروسته وگټله چې تر اضافي وخت وروسته هم دواړه لوبډلې دوه په دوه مساوي پاتې شوې . سبانۍ لوبې برازيل له گانا سره د پنځو اتلوليو اتل برازيل دا ځل هم داسې ښکاري چې څوک به يې مخه ونه نيسي . په لومړي پړاو کې برازيل خپلې درې سره لوبې وگټلې خو گانا چيک جمهوريت ته په ماتې ورکولو ډير نندارچيان گوته په غاښ کړل . د گانا منځډگرى لوبغاړى هيسن د ژيړو کارډونو له امله په دې لوبه کې برخه نه شي اخيستلى د هغۀ نشتوالى به لوبه برازيل ته لا اسانه کړي ځکه چې هيسن د انگلستان د چلسي په لوبډله کې لوبه کوي او د گانا يو له تجربه لرونکو لوبغاړو څخه دى . برازيل جاپان ته په څلور يو ماتې ورکولو وښول چې د گول کولو تنده يې بيا پيدا شوې . د لوبې جوړښت او اوبدنې ته يې په پام سره دا امکان ډير دى چې دا ځل هم برازيل د اتلوليو وروستيو پړاونو ته ورسيږي .
اسپانيا له فرانسې سره د ډيرو په گومان ښايي دغه لوبه د دويم پړاو تر ټولو په زړۀ پورې لوبه وي . اسپانيا د نويو او ځوانو لوبغاړو په موندلو دا ځل داسې ښکاري چې تر نور هر کله پياوړې ده . ځينې يې ان د اتلولۍ امکان نه ردوي . فرانسې که څه هم په لومړنيو دوو لوبو کې ښه لوبه ونه کړه خو داسې ښکاري چې ورو ورو يې لوبه مخ په سميدو ده . د فرانسې هانري ، ويرا او زيدان که وکړاى شي چې ښه لوبه وکړي نو د اسپانيا لوبډله به هېښه کړي خو اسپانيوي لوبغاړي له ډاډ او باوره ډک ښکاري . | ورسره تړلي نور خبرونه جرمني کې د ٢٠٠٦ کال فوټبال د نړيوالو اتلوليو ځانگړې پاڼه 08 جون, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||