|
انگلستان او هالنډ په اتلوليو کې نن بخت ازمويي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د ٢٠٠٦ کال فوټبال نړيوالو اتلوليو د منځلوبو يا کواټر فاينل پړاو ته د رسيدو سيالۍ نن ( يکشنبې د چنگاس ٤ د جون ٢٥ ) په دوو نورو لوبو پر مخ ځي . انگلستان له ايکوادور سره او پرتگال له هالنډ سره مخامخ دي . پرون ارجنتاين او جرمني منځلوبو ته ورسيدل . ننۍ لوبې د دويم پړاو لوبې د ډيرو په گومان له اټکله وتلې وي . علت يې ښکاره دى . دواړه غاړې نه غواړي چې کومه تېروتنه ولري او له اتلوليو ووځي .
پرونيو لوبو همدا تصور لا پسې پياوړى کړ . له همدې کبله په نننيو لوبو کې هم اټکل گران دى . ظاهرآ انگلستان تر ايکوادور او هالنډ تر پرتگال پياوړى دى . خو دا چې انگريز او هالنډي لوبغاړي به د لوبې په ترڅ کې فشار هير کړي او د خپل استعداد په مټ به وځليږي که نه هغه پوښتنه ده چې يوازې يې وخت ځوابولى شي . انگلستان د لومړي پړاو په درو لوبو کې پر خپلو ټولو سيالانو غښتلى ښکاريدۀ خو ستونزه يې دا وه چې نه يې د گولونو له ترلاسه کړيو موقعو ښه گټه واخيسته او نه يې هم د کلکې دفاع په وړاندې نوي تاکتيکونه او چلونه وکارول چې ماته يې کړي . ايکوادور بيا د سويلي امريکا يوه له هغو لوبډلو ثابته شوه چې په منډه کې چابکه او له فزيکي پلوه پهلوانه وه . د سويلي امريکا لوبډلې عمومآ د خپلو پاسونو ، چالونو او نڅاگرې لوبې له امله شهرت لري . د ايکوادور لومړنيو لوبو ته په کتو داسې ښکاري چې دوى د انگلستان د لوبې په طرز لوبه کوي . که په نننۍ لوبه کې هم همداسې لوبه وکړي ښايي د انگلستان لوبغاړو ته ستونزې پيدا کړي . د انگلستان رسنۍ په دې باور دي چې روزونکى به يې د لوبې سيستم بدلوي . تر اوسه پورې انگريز روزونکي د څلور څلور دوه په سيستم لوبه کوله . يعنې څلور د دفاع لوبغاړي ، څلور مدافعين او دوه کسه يرغل کوونکي . که د انگلستان رسنۍ رښتيا وايي نو په نوې سيستم کې به روزونکى پنځه منځډگري ، څلور مدافعين او يو بريد کوونکى ولري . دغه ډول سيستم دفاع کلکوي او په بريد کې هم د منځډگرو لوبغاړو په گډون شايد کاميابي ولري . په دويمه لوبه کې هالنډ او پرتگال تر ډيره سره مساوي لوبډلې دي . دواړو په اسانۍ له لومړي پړاوه دويم ته لار ومونده . هالنډ دا ځل په پرتليزه توگه ځوان لوبغاړي لوبولي خو داسې ښکاري چې په دفاع کې يو څه نور کار ته هم اړتيا لري .
د هالنډ د کيڼ لاس مدافع لوبغاړى ون برونکاست اصلآ د ښي لاس لوبغاړى دى . دى په بارسلونا او تر هغې وړاندې په ارسنل لوبډلې کې هم همدلته لوبيده خو ټول پوهيدل چې کيڼه پښه يې هغومره ښه نه ده لکه ښۍ پښه چې يې ده . د پرتگال بيا په همدغه اړخ کې بريد کوونکى کرستيانو رونالدو دى . د مانچسټر يونايټيډ دغه زلمى لوبغاړى له منډې چابک ، په پښو نڅاگر او له چلونو ډک دى . که برونکاست لږ هم تيروځي ښايي هالنډ ته خطر ولري . خو له بل پلوه بيا د هالنډ گول وهونکي ون نستلاى او ون پرسي داسې لوبغاړي دي چې هره دفاع ماتولى شي په دې توگه به دغه لوبه خورا په زړۀ پورې وي . پرونۍ لوبې په پرونيو لوبو کې جرمني لومړنى هيواد شو چې د روانو اتلوليو منځلوبو يا کواټر فاينلز ته ورسيد . د جرمني سيال سويډن و . د لوبې په څلورمه دقيقه د جرمني لوکس پدولسکي د سويډني گول ساتونکي ناکامه هڅه په گول بدله کړه .
د سويډن گول ساتونکي اندريس ايسکسن ونه کولاى شواى چې ور روان توپ ونيسي پدولسکي د ډي له کرښې شوټ وکړ او د سويډن د گول جال يې وخوځاوۀ . ايله پنځه دقيقې تيرې وې چې د پدولسکي بخت بيا بيداره شو . د سويدڼ د مقاومت ستن هغه وخت ونړيده چې په ٣٥ دقيقه کې يې ټيډي لوچيچ د دوو ژيړو کارډونو په ترلاسه کولو له لوبې واېستل شو . سويدڼ د لوبې په دويمه برخه کې د پيناتي يوه وموندله خو لارسن د گول پر ځاى شاته د نندارچيانو څوکۍ په نخښه کړې او دغه موقعې يې ضايعه کړه . له دغې وروسته جرمني په لوبې بشپړ برلاسى شو دا په نړيوالو اتلوليو کې دويم پرله پسې ځل دى چې سويډن له دويم پړاوه ايستل کيږي . جرمني بيا له ١٩٣٨ کال څخه راهيسته هر ځل په فوټبال نړيوالو اتلوليو کې لږ تر لږه تر منځلوبو يا کواټر فاينلز پورې رسيدلى دى . اوسنى جرمني يا پخوانى لويديځ جرمني درې ځله د فوتبال نړيوالو اتلوليو د گټلو وياړ هم لري . له جرمني سره به سږ کال په منځلوبو کې ارجنتاين مخامخ وي . ارجنتاين د دويم پړاو په لوبه کې له مکسيکو لوبه دوه يو وگټله خو دا گټل هغسې نه و چې اټکل يې کيدۀ . تر لوبې وړاندې د ټولو گومان همدا و چې ارجنتاين به په اسانۍ د مکسيکو دفاع ماتوي . خو په لوبه کې خبره بله وه . ايله ٥ دقيقې تيرې وې چې مکسيکو د ارجنتاين دفاع ماته کړه او يو صفر وړاندې شو . د ارجنتاين کريسپو د لوبې په ١٠ دقيقه گول وکړ او لوبه يې مساوي کړه خو د لوبې تر پايه پورې مکسيکو ټينگه دفاع کوله او يو نيم کاري بريد يې هم درلود . له هيلو خلاف لوبه اضافي وخت ته واوښته . په ٩٨ دقيقه کې د ارجنتاين مکسي دويم گول وکړ او په مټ کې يې د منځلوبو يا کواټر فاينلز وياړ ترلاسه کړ . سبانۍ لوبې ايټاليا له استراليا سره ايټاليا که څه هم په لومړي پړاو کې د خپل گروپ گټونکې وه خو پرمختگ يې د ډيرو په گومان پښه نيولى و . د ايټاليا دفاع چې په نړۍ کې تر ټولو کلکه بلل کيږي په لومړي پړاو کې ډيره د ټينگې ښکاره نه شوه . استراليا هم په دفاع کې خونده نه لرله خو په بريد کې يې څو ځلي توان وښود چې گول کولى شي . ظاهرآ ايټاليا پياوړې ، تجربه لرونکې او بريالۍ ښکاري خو استراليا داسې روزونکى لري چې په تيرو اتلوليو کې يې سويلي کوريا تر نيمه پايلوبو يا سيمې فاينلز رسولې وه . که دا ځل هم دى کومه توره وکړي ډيره به حيرانونکې نه وي .
سويس په لومړي پړاو کې د فرانسې په وړاندې ښه وځليد . په دغې لوبډلې کې داسې کوم لوبغاړى نه و چې کور په کور دې نوم ولري خو د يوې لوبډلې په توگه په خپلو کې ښه همکار او سره تړلي ښکاره شول . اوکراين بيا له اسپانيا څلور صفر ماتې وخوړه خو له سعودي او تيونس څخه يې لوبې وگټلې . د اوکراين دفاع کمزورې ښکاره شوه په بريد کې يې هم ټولې سترگې شفچينکو ته وې که هغه ونه ځليږي اوکراين زړۀ ماتى دى . د سويس تکړه مدافعې سنډراس ټپي شوى که د هغه ځاى ډک کړاى شي ښايي اوکراينيان کور ته واستوي . | ورسره تړلي نور خبرونه جرمني کې د ٢٠٠٦ کال فوټبال د نړيوالو اتلوليو ځانگړې پاڼه 08 جون, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||