|
د فوټبال نړيوالو اتلوليو دويم پړاو پيليږي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د ٢٠٠٦ کال فوټبال نړيوالو اتلوليو دويم پړاو نن ( شنبې د چنگاښ ٣ د جون ٢٤ ) په جرمني کې پيليږي . کوربه هيواد جرمني له سويډن سره او ارجنتاين له مکسيکو سره د دويم پړاو لومړنۍ دوې لوبې کوي . پرون لومړنى پړاو د سعودي عربستان او تيونس په ماتې پاى ته ورسيد او فرانسه وتوانيده چې دويم پړاو ته لار ومومي . نننۍ لوبې د نړيوالو اتلوليو دويم پړاو په دې مانا دى چې يوه ماتې او ورسره کور ته ستنيدل . له دې هيسته لوبډلې دا چانس نه لري چې خپلې لومړنۍ تيروتنې په بلې لوبې کې سمې کړي . دويم پړاو له همدې امله ډير کله له احتياطه ډک وي . دواړه غاړې هڅه کوي چې لوبه ونه بايللي ښايي همدا يې يو علت وي چې ډير کله د دويم پړاو لوبې مساوي ختميږي .
د سويډن او جرمني لوبه ظاهرآ د دوو مساوي لوبډلو ترمنځ سيالي ده خو جرمني په خپل کور او د خپلو نندارچيانو په شته والي کې لوبه کوي ښايي تر سويډن يې د بري چانس ډير وي . سويډن په لومړنيو درو لوبو کې د گول کولو ډير مهارت هم نه ښود که په دې لوبه کې يې هم يرغلگر لوبغاړي په گول کولو ونه توانيږي د جرمني بريد دومره دى چې د سويډن تر گوله توپ ورسوي . په دويمه لوبه کې ارجنتاين له مکسيکو سره مخامخ دى . که د لومړي پړاو لوبې په پام کې ونيسو دا لوبه بايد په پټو سترگو ارجنتاين وگټي خو فوټبال همدومره اسانه لوبه هم نه ده . ارجنتاين په خپلو لومړنيو درو لوبو کې اته گولونه وکړل يوازې يو گول يې وخوړ لوبغاړي يې په عمر تر ډيره ځايه کم خو د لوبې د تخنيک او نورو مهارتونو له پلوه پياوړي دي . مکسيکو په دفاع کې ستونزې لري او په بريد کې يې هم د لوبغاړو خونده هغومره نه وه چې هيله ترې کيده . ارجنتاين به د کريسپو له خوا گول وهلو ته سترگې په لاره وي خو که مکسيکو له احتياطه کار وانه خلي يوازې کريسپو به له لوبې خوند وانه خلي بلکې ځينې نور به هم د گول وهونکو په کتار کې ووينو . پرونۍ لوبې پرون د لومړي پړاو په وروستيو څلورو لوبو کې تر ډيره له هيلو سره سمې پايلې وليدل شوې .
اسپانيا سعودي او اوکراين تيونس ته ماتې ورکړه . په دغو دوو بريو کې يوازينۍ حيرانونکې خبره دا وه چې دغه دواړه لوبې په يوۀ يوۀ گول وگټل شوې . اسپانيا پرله پسې بريدونه وکړل خو د خپلو ټولو هڅو پايله يې يوازې يو گول و . په دې کې ښايي د سعودي لوبغاړو دا هڅه هم شامله وه چې تر بريد يې دفاع ښه بلله . اوکراين د اسپانيا خلاف اړ و چې له تيونس څخه لوبه وگټي . اسپانيا خپلې لومړنۍ دوه لوبې گټلې وې دويم پړاو ته رسيدلې وه خو اوکراين که له تيونس څخه لوبه بايللې واى نو کور ته به ستنيدۀ . اوکرايني لوبغاړيو ښه لوبه وکړه خو تر لوبې يې د دغې سيالۍ پايلې ته ډير پام و . د پرون په دوو نورو لوبو کې چې ډير انتظار ورته کيدۀ د فرانسې او ټوگو او سويلي کوريا او سويس ترمنځ لوبې وې .
په دغو لوبو کې له ټوگو پرته نورو درو سرو لوبډلو دا هيله لرله چې دويم پړاو ته ورسيږي . د سويلي کوريا له لوبغاړو سره خو د هغۀ هيواد د دفاع وزير تر دې حده ژمنه کړې وه چې که دويم پړاو ته ورسيږي نو د عسکرۍ له جبري خدمته به يې معاف کړي . خو سويسي لوبغاړو د سويلي کوريا لوبډلې ته دغه بخت ورپه برخه نه کړ . لوبه يې دوه صفر وگټله او د خپل گروپ د گټونکي په توگه څرگندل شول . د سويلي کوريا ماتې په دې مانا وه چې فرانسې بايد ارو مرو ټوگو ته ماتې ورکړې واى . ټوگو خپلې لومړنۍ لوبې بايللې وې خو له فرانسې سره يې کلکې دفاع ته مخه وکړه . د لوبې په ٥٥ دقيقه کې پټريک ويرا د فرانسې لومړنى گول وکړ او فرانسوي لوبغاړو ته يې دکرارې ساه ورکړه . شپږ دقيقې وروسته ټيري هانري د فرانسې دويم گول وکړ او دا خبره يې يقيني کړه چې فرانسه دويم پړاو کې ځاى ولري . په دويم پړاو کې به فرانسه له اسپانيا سره لوبه کوي خو که فرانسوي لوبغاړو په خپل گروپ کې لومړى مقام گټلى واى بيا به يې له اوکراين سره سيالي واى چې بې له شکه د اسپانيا په پرتله اسانه هدف و . سبانۍ لوبې انگلستان له ايکوادور سره انگلستان په لومړي پړاو کې دوه لوبې وگټلې او يوه يې مساوي کړه . په دغو درو لوبو کې وليدل شول چې که د انگلستان په وړاندې دفاع کلکه شي ښايي د مخالف لورې ماتول ورته گران وي . که څه هم انگلستان ښه لوبغاړي لري خو په روزونکي ايکسن يې يوه نيوکه په پرله پسې ډول کيږي چې بيلا بيل چالونه او تاکتيکونه نه کاروي . ايکوادور بيا له جرمني سره په خپله دريمه لوبه کې ښه ونه ځليد خو په خپلو لومړنيو دوو لوبو کې يې دفاع او بريد دواړه د پام وړ و . هالنډ له پرتگال سره دغه لوبه ښايي د دويم پړاو په لومړنيو څلورو لوبو کې تر ټولو نژدې او خوندوره وي . هالنډ او پرتگال دواړه نژدې سره مساوي لوبډلې ښکاري . پرتگال په لومړي پړاو کې گول ونه خوړ خو له هيلو خلاف يې ډير وهم نه کړل . ښه دفاع به يې د هالنډ په وړاندې په گټه تمامه شي ځکه چې د هالنډ يرغلگر لوبغاړي لکه نستلاى او ون پرسي خورا خطرناکه دي خو که هالنډي دفاع د پرتگالي رونالدو او فيگو ښه ونه نيسي لوبه به يې له لاسه وتلې وي . | ورسره تړلي نور خبرونه جرمني کې د ٢٠٠٦ کال فوټبال د نړيوالو اتلوليو ځانگړې پاڼه 08 جون, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||