BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 06:57 گرينويچ 2006 ,23 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د فوټبال اتلوليو لومړى پړاو بشپړيدونکى دى
اسپانيوي مينه واله

د ٢٠٠٦ کال د فوتبال اتلوليو د لومړي پړاو لوبې نن ( جمعه د چنگاښ ٢ د جون ٢٣ ) پاى ته رسيږي .

په وروستيو څلورو لوبو کې له فرانسې ، سويس او سويلي کوريا څخه يوه ډله بايد کور ته ستنه شي دوى درې واړه په داسې دريځ کې دي چې دويم پړاو ته رسيدلى شي .

په نورو لوبو کې به اوکراين هڅه کوي چې له اسپانيا سره په گډه دويم پړاو ته ځان ورسوي . پرون برازيل خپله دريمه لوبه هم وگټله .

نننۍ لوبې

د نن تر ټولو په زړۀ پورې لوبه به د سويلي کوريا او سويس ترمنځ وي . دغه دواړه لوبډلې څلور څلور پوانيټونه لري .

اسپانيا که سعودي ته ماتې ورکړي له جرمني ، پرتگال او برازيل وروسته به څلورم هيواد وي چې درې سره لوبې گټي .

دوى دواړو له فرانسې سره خپله لوبه مساوي کړې او له ټوگو يې گټلې ده .

که چيرې د دوى دواړو لوبه مساوي ختمه شي دواړه به پنځه پواينټه لري . دغه حالت به په هغۀ صورت کې دوى دويم پړاو ته ورسوي چې فرانسه له ټوگو لوبه ونه گټي .

فرانسه يوازې دوه پواينټونه لري . که يې ټوگو ته ماتې ورنه کړه په دوو پواينټونو به د ١٩٩٨ کال اتلان کور ته ستنيږي .

دا امکان ډير دى چې فرانسه ټوگو ته ماتې ورکړي که داسې وشول بيا به گولونو ته سترگې ور اوړي .

سويلي کوريا تر اوسه درې گولونه کړي او دوه يې خوړلي دي . سويس دوه کړي خو خوړلى يې نه دى .

فرانسې يو گول کړى او يو يې هم خوړلى دى . په دې ډول سويس د گولونو له پلوه مثبت دوه او سويلي کوريا مثبت يو وړاندې دى خو که فرانسې ټوگو ته ډير گولونه ورکړل نه يوازې به يې پواينټونه پنځه وي بلکې د ډيرو گولونو په ترسره کولو به هم دويم پړاو ته رسيږي .

د فرانسې مينه وال خوښ دي چې په اتلوليو برخه لري خو که يې نن لوبډله ونه ځليده موسکا به يې په وير بدله وي
که داسې وشول سويلي کوريا به کور ته ستنيږي خو که سويلي کوريا سويس ته ماتې ورکړه بيا نو بې له شکه چې سويس له خطر سره مخامخ دى .

د نن پاتې دوه لوبې تر ډيره په اسانۍ اټکليدلى شي . اسپانيا خپلې دواړه لومړنۍ لوبې گټلي او ښه يې په زور گټلي دي نن به يې سعودي عربستان سيالي کوي چې ښايي سعودي لوبغاړي بيا هم دفاع ونه کړاى شي .

اوکراين له تيونس سره مخامخ دى . که اوکراين تيونس ته ماتې ورکړه د شپږو پواينټونو په لرلو به دويم پړاو ته رسيږي خو که لوبه مساوي هم شوه اوکراين بل پړاو ته رسيدلى دى ځکه چې تيونس يوازې يو پواينټ لري .

پرونۍ لوبې

د پرونيو لوبو تر ټولو لوى گوزار چيک جمهوريت وخوړ . چيک جمهوريت چې د پبورسکي ، پيټر چيک او نيدويد په څير لوبغاړي يې لرل د ډيرو په گومان يو له هغو هيوادونو وو چې ښايي په روانو اتلوليو کې ډير پر مخ لاړ شي . .

رونالډو په خپل لومړي گول د پيلې ريکارډ مساوي کړ .

خو له انگولا څخه په دويمې لوبې کې تر ماتې وروسته له ايټاليا سره چيکي لوبغاړي د لوبې له هغه پيله داسې ښکاريدل چې فشار احساسوي .

ايټاليا د صبر او دفاع په لوبه کې تر ټولو مشهوره ده . د چيکي لوبغاړو شرايطو ايټاليا ته ښه موقعې ورکړه او لوبه يې دوه صفر وگټله .

د چيک جمهوريت له ماتې سره او متحدو ايالاتو په وړاندې د گانا بري پالو ندويد ، پيټر چيک او پبورسکي ناهيلي ستانۀ کړل خو گانا چې په لومړي ځل په دغو اتلوليو کې برخه اخلي دويم پړاو ته ورسيده .

د گانا تر ټولو مشهور ملاتړى د ملگرو ملتونو سرمنشي کوفي عنان دى چې خپله خوښي يې پټه نه کړه او ښکاره يې وويل چې د گانايي لوبغاړو په بري وياړي .

گانا په روانو اتلوليو کې لومړنى افريقايي هيواد شو چې دويم پړاو ته يې لار ومونده .

گانا به په دويم پړاو کې له برازيل سره لوبه کوي چې پرون يې خپله دريمه لوبه هم وگټله .

د برازيلي پرونى سيال جاپان و . جاپاني لوبغاړيو د لوبې له هغه پيله بې له دفاع بل څه نه شواى کولى خو نندارچيان يې هغه وخت حيرانه کړل چې تمادا په دري ديرشمه دقيقه کې يې برازيل ته گول ورکړ .

د برازيل لوبه په لنډو پاسونو ، ښکليو حرکتونو ، چټکو ځغاستو او چالونو ډکه وه خو د جاپان گول ساتونکي په لومړي پړاو کې لږ تر لږه څلور پنځه برازيلۍ هڅې شنډې کړې .

د برازيل له خوا رونالدو دوه گولونه وکړل او ورسره يې د نړيوالو اتلوليو په تاريخ کې د تر ټولو ډيرو گولونو ريکارډ مساوي کړ .

د چيک جمهوريت مينه وال نه پوهيدل د خپل برخليک په وړاندې څه غبرگون وښيي

رونالډو په خپل لومړني گول چې په نړيوالو اتلوليو کې د دۀ ١٣ گول و د خپل هيواد وال پيلې د گولونو ريکارډ مساوي کړ خو په دويم گول يې د جرمن لوبغاړي مولر ريکارډ هم مساوي کړ اوس که په راتلونکو پړاونو کې يو گول هم وکړي دى به په نړيوالو اتلوليو کې د تر ټولو ډيرو گولونو وهونکى وي .

په برازيل باندې په لومړنيو دوو لوبو کې يوه نيوکه دا وه چې گولونه يې نه و کړي خو له جاپان سره په څلورو گولونو دغه شکايت هم تر يوۀ ځايه کم شو ليکن ترلاسه کړيو چانسونو ته يې په پام سره بيا هم څلور گولونه لږ و .

په يوې بلې لوبې کې پرون د استراليا او کرويشيا ترمنځ لوبه دوه په دوه مساوي ختمه شوه . له دې لوبې سره استراليا دويم پړاو ته په لومړي ځل ورسيده .

استراليا به په دويم پړاو کې له ايټاليا سره لوبه کوي .

سبانۍ لوبې

سبا د دويم پړاو لومړنۍ لوبې کيدونکي دي . په دغو لوبو کې بايلونکى نور چانس نه لري .

ارجنتاين له مکسيکو سره

ارجنتاينيان په بې صبرۍ د لوبې په تمه دي

ارجنتاين په خپل گروپ کې لومړى مقام گټلى و سربيا او مانتينيگرو ته يې شپږ صفر ماتې ورکړه او ډيرو ته يې د خطر زنگ وواهۀ . مکسيکو ايران ته درې يو ماتې ورکړه خو په پاتې دوو لوبو کې ونه ځليد .

دا امکان لږ دى چې په دويم پړاو کې به له ارجنتاين سره بخت بيداره کړي .

جرمني له سويدڼ سره

جرمني خپلې درې سره لومړنۍ لوبې گټلې وې خو سويډن د يوۀ بري او دوو مساوي کړيو لوبو سره په خپل گروپ کې دويم شوى و .

سويډن که څه هم په وروستۍ لوبه کې له انگلستان سره دوه گولونه وکړل خو له لويه سره داسې ښکاريدل چې د گول وهلو په برخه کې يو څه پڅ دي .

جرمني بيا په درو لوبو کې اته گولونه وکړل په دې ډول ښايي جرمني منځلوبو يا کواټر فاينل ته د رسيدو ښه چانس ولري .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت