BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 04:57 گرينويچ 2006 ,22 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
برازيل د لومړي پړاو وروستۍ لوبه نن کوي
برازيلي مينه واله
برازيلي مينه وال ډاډه زړۀ نننۍ لوبې ته ورځي د دوى لوبډلې لومړنۍ دواړه لوبې گټلي دي
د ٢٠٠٦ کال د فوټبال د نړيوالو اتلوليو په ١٤ ورځ د چيک جمهوريت او ايټاليا برخليک څرگنديدونکى دى .

دغه دواړه هيوادونه له يو بل سره په داسې يوې لوبې کې مخامخ دي چې يو يې هم د بايلنې زغم نه لري . برازيل له جاپان سره سيالۍ ته راوځي .

په پرونيو لوبو ک مکسيکو له ماتې سره هم دويم پړاو ته لار ومونده .

نننۍ لوبې

د ډيرو په گومان برازيل تر نورو لوبډلو يو دوه گامه وړاندې دى

نن ( پنجشنبې د چنگاښ ١ د جون ٢٢ ) د اي او ايف گروپونو لوبې بشپړيدونکي دي . د ايف په گروپ کې برازيل لومړنۍ لوبې گټلي خو کرويشيا کيداى شي چې د استراليا لپاره خنډ جوړ کړي .

کرويشيا له جاپان سره لوبه مساوي ختمه کړې وه او له برازيل څخه يې يو صفر لوبه بايللې وه که چيرې کرويشيا له استراليا څخه لوبه وگټي د استراليا په څير به څلور پواينټونه ومومي او د ښو گولونو په مټ به د استراليا پر ځاى دويم پړاو ته ورسيږي خو که استراليا له ماتې ځان وساتۀ له برازيل سره به يو ځاى دويم پړاو ته ځان رسوي .

په دې توگه د برازيل او جاپان لوبه هم که چيرې په حيرانونکې توگه د برازيل په ماتې تمامه شي ښايي دويم پړاو ته د جاپان د لار موندنې فضا جوړه کړي خو دا کار ځکه ناشونى ښکاري چې نه يوازې برازيل غښتلې لوبډله لري بلکې جاپان ته برى هم په يوۀ نيم گول نۀ په ډيرو گولونو پکار دى .

کروېشيا بيا دا توان لري چې استراليا ته ماتې ورکړي خو د استراليا دفاع هغومره شړيدلې نه ده چې څو گولونه وخوري او له ښه دريځه ځان واچوي .

متحد ايالات لا هم دا چانس لري چې دويم پړاو ته لار ومومي

د اي په گروپ کې تر ټولو په زړۀ پورې او مهمه لوبه د چيک جمهوريت او ايټاليا ترمنځ ده . دغه لوبه دواړه لوبډلې بايد ونه بايللي که نه نو يو به يې په همدې لومړي پړاو کې کور ته ستنيږي .

د اتلوليو تر پيل وړاندې ټولو همدا ويل چې چيک جمهوريت او ايټاليا پر گانا او متحدو ايالاتو ډير غښتلي دي او گواکې په پټو سترگو به دويم پړاو ته ځان رسوي .

خو گانا چيک جمهوريت ته ماتې ورکړه او متحدو ايالاتو د ايټاليا له لوبډلې سره لوبه مساوي ختمه کړه . په دې توگه دغه څلور سره لوبډلې په خپلې وروستۍ لوبې کې لا هم دا هيله لري چې دويم پړاو ته به لار ومومي .

که ايټاليا له چيک جمهوريت سره لوبه مساوي کړه يا يې وگټله دويم پړاو ته رسيدلې ده خو که يې وبايللې او گانا په خپله لوبه کې له متحدو ايالاتو گټونکې شوه په هغه حالت کې به ايټاليا دويم پړاو ته ونه رسيږي .

که پايلې برعکس شوې ، چيک جمهوريت له ايټاليا وبايلله او گانا له متحدو ايالاتو په هغه حالت کې به د گانا او چيک جمهوريت کور ته ستنيږي .

پرونۍ لوبې

په پرونيو لوبو کې د ايران او انگولا د لوبې مساوي کيدو مکسيکو ارام کړ که نه نو د ايراني پر ماتيدو به انگولا ښايي د مکسيکو ځاى نيولى واى .

د ارجنتاين او هالنډ لوبې ته ډير سترگې په لاره وو خو لوبه يې مساوي ختمه شوه

مکسيکو له پرتگال څخه لوبه دوه يو وبايلله . په دې ډول پرتگال له کوربه هيواد جرمني څخه وروسته دويم هيواد شو چې د لومړي پړاو درې واړه لوبې يې وگټلې .

د سي په گروپ کې د هالنډ او ارجنتاين ترمنځ لوبه چې ځينو ورته د روانو اتلوليو د تر ټولو ښې لوبې په سترگه کتل له هيلو خلاف بې گوله ختمه شوه .

ښايي دواړو لوبډلو نه غوښتل چې د دويم پړاو تر پيل وړاندې پر ځان رواني فشار پيدا کړي .

ښايي همدا علت به و چې د دفاع لوبغاړو ښه دفاع وکړه او د گول وهلو هڅې يې زړۀ ماتې او پښه نيولې وې .

د همدې گروپ بله لوبه د عاج ساحل په بري پاى ته ورسيده په لوبه کې پنځه گولونه وشول چې درې يې د افريقايي هيواد په برخه شول او سربيا او مانتينيگرو وښووله چې تر ټولو کمزورې دفاع يې لرله .

په درو لوبو کې دغې لوبډلې ١٠ گولونه وخوړل . د عاج ساحل که څه هم کور ته ستنيږي خو په درو سرو لوبو کې يې وښوول چې سيالي کولى شي .

سبانۍ لوبې

سبا د لومړي پړاو وروستۍ لوبې کيږي . تر دغو لوبو وروسته به له ٣٢ لوبډلو څخه ١٦ کور ته ستنيږي او ١٦ نورې به يې په دويم پړاو کې سيالي کوي .

سعودي عربستان له اسپانيا سره
سعودي له تيونس سره لوبه مساوي کړه خو له اوکراين څخه يې څلور صفر وبايلله . د نړۍ له تکړه لوبډلو سره د سعودي ريکارډ ته په کتو دا امکان ليرې نه دى چې د اسپانيا گول وهونکي سبا هم هسکه غړۍ له لوبغالي ستانۀ شي . اسپانيا خپلې لومړنۍ دوه لوبې په اسانۍ گټلي دي .

اسپانيا او اوکراين پر سعودي عربستان او تيونس خورا غښتلي ښکاري

اوکراين له تيونس سره
اوکراين له اسپانيا څلور صفر لوبه وبايلله خو له سعودي عربستان څخه يې په همدومره گولونو وگټله . تيونس بيا له سعودي سره دوه په دوه مساوي پاتې شو خو له اسپانيا يې درې يو وبايلله . که تيونس اوکراين ته ماتې ورکړي دويم پړاو ته رسيدلى شي خو ډير امکان همدا دى چې اوکراين به دغه وياړ خپلوي .

سويس له سويلي کوريا سره
سويلي کوريا او سويس په خپلو لومړنيو دوو لوبو کې له فرانسې سره لوبه مساوي کړې او له ټوگو يې گټلې ده . په دې لوبه کې که دواړو له ماتې ځان وساتۀ دا امکان شته چې دويم پړاو ته ورسيږي .

فرانسه له ټوگو سره
فرانسې له سويس او سويلي کوريا سره لوبې مساوي کړي دي که له ټوگو لوبه ونه گټي په هيڅ ډول دويم پړاو ته نه شي رسيدلى .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت