|
د ٢٠٠٦ کال د فوټبال اتلوليو ١٣ ورځ | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په جرمني کې د ٢٠٠٦ کال د فوټبال د نړيوالو اتلوليو په ١٣ ورځ نن ( چارشنبې د غبرگولي ٣١ د جون ٢١ ) بيا هم څلور لوبې کيدونکي دي . په دغو لوبو کې ښايي يوه هم دويم پړاو ته د رسيدو لپاره اوسنى دريځ بدل نه کړي خو په زړۀ پورې لوبه به د هالنډ او ارجنتاين ترمنځ وي چې د ډيرو په گومان دواړه د اتلوليو د گټلو توان لري . په پرونيو لوبو کې د جرمني او انگلستان لپاره په دويم پړاو کې سيالان معلوم شول . نننۍ لوبې د اهميت له پلوه ښايي د نن په څلورو لوبو کې د ايران او انگولا لوبه په دې د پام وړ وي چې که انگولا په ډيرو گولونو لوبه وگټله او مکسيکو په بلې لوبې کې پرتگال ته ماتې ورنه کړاى شوه نو د مکسيکو پر ځاى به انگولا دويم پړاو ته ورسيږي .
انگولا له مکسيکو سره ښه لوبيدلې وه که هغه ډول لوبه له ايراني لوبغاړو سره هم وکړي نو شک نشته چې د ايران مات شوي لوبغاړي به بيا هم له ماتې سره مخامخ کړي . ايراني لوبغاړو په خپلو دوو لوبو کې له مکسيکو درې يو او له پرتگال څخه دوه صفر ماتې خوړلې او بايد يې مورال رالويدلى وي . انگولا له پرتگال څخه په مټ کې يو صفر لوبه وبايلله او له مکسيکو سره هم که بخت ورسره مل واى ښايي بريالي شوي واى . د ايراني لوبغاړو لپاره دغه لوبه بې له دې چې له مهال وېش سره سم خپله دنده ترسره کړي بله کومه مانا نه لري . ايران د اسيا په څلورو هيوادونو کې تر ټولو شاته پاتې شو . د اسيا د لويې وچې نورو ټولو لوبډلو لږ تر لږه کومه لوبه مساوي يا وگټلى شوه خو ايراني لوبغاړي ناکامه پاتې شول . د نن بله لوبه چې د انگولا د لوبې اغيز به پرې بې له شکه وي د مکسيکو او پرتگال ترمنځ ده . پرتگال واردمخه دويم پړاو ته له دوو بريو وروسته رسيدلى دى خو مکسيکو لږ تر لږه مساوي لوبې ته اړ دى چې دويم پړاو کې ځاى ومومي . پرتگال او مکسيکو د ډيرو په گومان مساوي لوبډلې دي د دواړو د لوبو طرز هم سره ورته دى . که چيرې د مساوي کيدو په هيله له سستۍ کار وانه خلي نو ښايي لوبه يې په زړۀ پورې وي . د نن تر ټولو ښکلې لوبه د ډيرو په گومان د هالنډ او ارجنتاين ترمنځ کيدونکې ده . دغه دواړه لوبډلې دا توان لري چې د ٢٠٠٦ کال نړيوالې اتلولۍ وگټي . د دواړو دفاع تر يرغل يو څه کمزورې ده خو مينه وال چې د گولونو تنده لري د ارجنتاين او هالنډ په څير بريد کوونکي بايد وگوري چې چانس نه ضايع کوي . د ارجنتاين او هالنډ لوبه به د دغو دواړو لوبډلو توان نور هم ښکاره کړي او وبه کتل شي چې دوى د پياوړو لوبډلو په وړاندې څه کولى شي . د نن يوه بله لوبه د سربيا او مانتينيگرو او عاج ساحل ترمنځ ده چې پايله يې هيڅ مانا نه لري . دغه دواړه لوبډلې ناهيلي خپل کور ته ستنيدونکې دي . پرونۍ لوبې د پرونيو لوبو په پاى کې څرگنده شوه چې کوربه هيواد جرمني به په دويم پړاو کې له سويډن سره او انگلستان به له ايکوادور سره لوبه کوي .
د انگلستان او سويډن ترمنځ لوبه په دوه دوه گولونو مساوي پاى ته ورسيده . د انگلستان تکړه لوبغاړى مايکل اوين د لوبې په لومړنۍ دقيقه کې ټپي شو چې ښايي له ټولو اتلوليو اوس ووځي . سويډن که دغه لوبه بايللې هم واى دويم پړاو ته ځکه رسيدۀ چې په بلې لوبې کې پراگواى ټرينيډاډ او ټوبيگو ته ماتې ورکړه . خو د دې په سر هم سويډن په ځانگړې توگه د لوبې په دويمه برخه کې ښه لوبه وکړه . انگلستان تر ډيره په لومړنۍ برخه کې برلاسى و . د پرون په يوه بله لوبه کې کوربه هيواد جرمني ايکوادور ته درې صفر ماتې ورکړه خو د څو نورو گولونو توان يې هم درلود . ايکوادور چې په تيرو دوو لوبو کې گول نه و خوړلى په دفاع کې کمزورى ښکاره شو او جرمني چې په تيرو لوبو کې يې د دفاع کرښه کمزورې ښکاريده پرون په دغه برخه کې هم غښتلى و . سبانۍ لوبې کروېشيا له استراليا سره
جاپان له برازيل سره چيک جمهوريت له ايټاليا سره گانا له متحدو ايالاتو سره | ورسره تړلي نور خبرونه جرمني کې د ٢٠٠٦ کال فوټبال د نړيوالو اتلوليو ځانگړې پاڼه 08 جون, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||