BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 10:33 گرينويچ 2006 ,21 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په افغانستان کې د حق العبور ماليه پيليږي

د افغانستان لويې لارې
دماليي وزارت وايي ځه باندې ٤٠ ميليون ډالره عواېيد به په کا ل کې د حق العبور د دغه نوي سيستم په پلي کولو ددولت بودجې ته ورسيږي .
دحق العبور دغه سيستم سر له سبا ( پنجشنبې د چنگاښ ١ د جون ٢٢ ) نه په ټول افغانستان کې پلى کيږي اودټولولو لپاره داسې ټکټونه چا پ شوي چې په ازاد بازار کې پلورل کېږي.

داوس لپاره دافغانستان په مهمو لويو لارو کې تلونکي راتلونکي موټربايد دحق العبوردا ټکټونه له ځان سره وليږدوي .

د ماليې وزارت غواړي له دې لارې کورني عواېد ډېر کړي .

دافغانستان د مالي وزارت وويل دغه په لسگونو ميليونو ډالره عوايد به د سړکونو په جوړولو او ساتلو ولگول شي .

دعوايدو ډېرېدل دافغان دولت لپاره يوه تر اوسه هم يوه لانجمنه موضوع ده.

د افغانستان د ماليې وزارت له بېلا بېلو لارو نه هڅې کوي چې د کورنيو عواېدو کچه لوړه کړي .

دماليي وزارت وايي ځه باندې ٤٠ ميليون ډالره عواېيد به په کا ل کې د حق العبور د دغه نوي سيستم په پلي کولو ددولت بودجې ته ورسيږي . د پخواني سيستم پر اساس به په کال کې درې ميليون ډالره د حق العبور دورکړې نه دولت عوايد ترلاسه کول .

دماليې وزارت چارواکو په يوه خبري کنفرانس کې وويل چې ددې نوي سيستم په پيل سره به خلکوته ډېره اسانتيا برابره ، دولت به داداري فساد نه خلاص او عوائېد به يې اوچت شي .

تردې وړاندې د افغانستان د ټولو ولايتونو په لويو لارو کې د موټرو نه د حق العبور په نوم پيسې اخيستل کېدې . خو دولت وايي دوى ته يې ډېره کمه برخه ور رسېده .
دغه ټکټونه د اوس لپاره د کابل مزارشريف ،کابل گردېز، کابل سپين بودلک او کابل جلال اباد ه سړکونو کې د استفادې وړ دي .

دماليې وزارت د عواېد و مرستېا ل کبېر مومند وويل دپخوا پر خلاف دا ځل ټول موټرلرونکي د ټکټ په درلودو مکلف دي .

(( دغه ټکټونو په جرمني کې جوړ شوي چې د جعلي جوړولو امکانات يې کم دي.ټول ټکټونه رنگه دي او دهرې مياشتې رنگ يې توپير لري اودمياشتې تر پايه به يې رنگ چاته نوي معلوم . دا ټکټونه ځانگړى سريال نمبر لري . ))

د حق العبور دغه ټگټونه په درې ډوله دي. د يوې مياشتې دريو مياشتو او يوه کال لپاره . او گاډې هم ورته په دريو برخو وېشل شوي سپرلى لرونکي ، واړه بارلرونکي او لوي بارلرونکي موټر . دوړو موټرو لپاره حق العبور ديو مياشتنى ټکټ بيه په ٢ سوه افغانۍ، د وړو بار وړونکو لپاره په زر او د سترو باروړونکو لپاره په ٥ زره افغانۍ ده .

دغه ټکټونه د موټرو د مخې په شيشې سريښيږي او بل موټر ته يې د ليږدولو امکانات نشته.

دماليې وزارت مر ستيال عبدالرزاق صمدي وويل د حق العبور دغه ډول تر پخواني هغه خلکوته ډېر ارزانه پريوځي .

خو توپير يې دادى چې دا ځل به ټول واړه او لوى موټرونه د حق العبو ر دغه ټکټونو لري. چې په پخواني هغه کې واړه شخصي گاډو حق العبور نه ورکاو.

ښاغلي صمدي وويل چې د هرکال په تېرېدو سره به له دې لارې د عواېدو کچه پورته شي .او په دې ډگر کې يې د خصوصي سکتور له لارې په ښو تنخوا گانو د سلگونو کسانو لپاره د کار موندلو زيرى هم ورکړ.

دغه ټکټونه د خصوصي سکتور له لارې په ټول افغانستان کې پلورلو ته وړاندې کيږي .

په لويه کې د ماليې وزارت غواړي چې ددې ډول سيستمونو په پلي کولو سره د کورنيو عوايدو کچه لوړه کړي . دا هغه خبره ده چې نړيواله ټولنه يې له افغان دولت نه هېله لري .

ددغو لسگونو ميليونو ډالرو عواېد به دافغانستان د عادي بودجې لپاره غټه مرسته وي چې دولت غواړي د بيارغاونې په برخه کې يې ولگوي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت