|
د فوټبال د اتلوليو د لومړي پړاو لوبې پاى ته نژدې شوي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د ٢٠٠٦ کال د فوټبال د نړيوالو اتلوليو په ١٢ ورځ نن ( سه شنبې د غبرگولي ٣٠ د جون ٢٠ ) څلور لوبې کيدونکي دي . له دغو لوبو سره به د دوو گروپونو ټولې لوبې پاى ته ورسيږي او معلومه به شي چې له دغو دوو ډلو څوک دويم پړاو ته په لومړي نمبر او څوک په دويم نمبر بريالي شوي دي . لومړى او دويم مقام په دې مهم دى چې په دويم پړاو کې لومړى له دويم او دويم له لومړي سره مخامخيدونکي دي . په پرونيو لوبو کې اسپانيا تيونس ته په ماتې ورکولو ځان دويم پړاو ته ورساوۀ . نننۍ لوبې د ٢٠٠٦ کال د نړيوالو فوټبال اتلوليو د لومړي پړاو بشپړيدو ته ايله څلور ورځې پاتې دي .
د دغو څلورو ورځو په لومړنۍ هغې کې يې د اې او بي گروپونو لوبې پاى ته رسيدونکي دي . په اې گروپ کې کوربه هيواد جرمني له ايکوادور سره بخت ازمويي . دغه لوبه به معلومه کړي چې څوک له دغۀ گروپ څخه لومړى او څوک دويم مقام گټي . د دغۀ گروپ گټونکى به د بي گروپ له دويم نمبر لوبډلې سره او دويم نمبر به يې د بي گروپ له گټونکي سره په دويم پړاو کې لوبه کوي . د اې گروپ دويمه لوبه د کاستوريکا او پولنډ ترمنځ کومه مانا ځکه نه لري چې دغو دواړو لوبډلو خپلې لوبې له جرمني او ايکوادور څخه بايللي دي اوس به يوازې دا هيله کوي چې کور ته تر ستنيدو وړاندې په يو څه لوړ سر لاړ شي او وروستۍ لوبه وگټي . جرمني او ايکوادور به بيا ځکه کلکه سيالي سره کوي چې گټونکى يې ښايي له انگلستان سره مخامخ نه شي . انگلستان د بي گروپ لومړنۍ دواړه لوبې گټلي او نن يې وروستۍ لوبه له سويډن سره ده . که انگلستان له سويډن سره مساوي هم شي نو د دغه گروپ گټونکى به وي ..
د جرمني او ايکوادور په لوبه کې که څوک بريالى نه شي ايکوادور د دغۀ گروپ گټونکى دى ځکه چې دوى تر جرمن لوبغاړو لږ گولونه خوړلي او ډير يې کړي دي . د بي گروپ دويمه لوبه چې د پراگواى او ټرينيډاډ او ټوبيگو ترمنځ ده يوازې هغه مهال په زړۀ پورې کيداى شي چې انگلستان سويډن ته ماتي ورکړي او پراگواى هم له ټرينيډاډ څخه په ډيرو گولونو ماتې وخوري . په هغه حالت کې دا امکان شته چې د سويډن پر ځاى ټرينيډاډ او ټبيگو دويم پړاو ته لار ومومي . د اې او بي گروپونو په څلورو رابرسيره کيدونکو لوبډلو کې بې له شکه چې جرمني او انگلستان د پام وړ لوبډلي دي خو ايکوادور هم په ښې دفاع او گول وهونکي يرغل ښکاره کړې چې په اسانۍ به يې څوک له خپل هدفه راونه گرځوي . که چيرې د ورځ په پاى کې پايلې داسې وې چې په دويم پړاو کې جرمني او انگلستان يو بل ته مخامخ شي ښايي دغه لوبه به ډيره په زړۀ پورې وي ځکه چې جرمني او انگلستان د تيرو لسيزو په اوږدو کې د فوتبال په ډگر کې خورا ډيرې تربگنۍ سره تيري کړي او د دواړو هيوادونو مينه وال د يوۀ بل پر ضد برى لوى وياړ بولي . پرونۍ لوبې پرونۍ لوبې تر ډيره ځايه له هيلو سره سمې وې . سعودي عربستان له اوکراين سره ، تيونس له اسپانيا سره او ټوگو له سويس سره لوبه وبايلله . همدا هغه پايلې وې چې واردمخه اټکليدې .
د ټوگو او سويس ترمنځ لوبه سويس دوه صفر وگټله خو د ټوگو لوبغاړو ښه مقاومت وکړ که بخت ورسره ياري کړې واى ښايي يوه پيناتي هڅه يې هم په برخه شوې واى . د ټوگو له دغې ماتې سره په جي گروپ کې سويس د څلورو پوانيټونو په لرلو اول او په همدومره پواينټونو سويلي کوريا دويمه ده . فرانسه يوازې دوه پواينټونه لري او دريم مقام يې خپل کړى خو که په وروستۍ لوبه کې له ټوگو لوبه وگټي او د سويلي کوريا او سويس لوبه مساوي پاى ته ونه رسيږي نو ښايي فرانسه هم دويم پړاو ته د رسيدو هيله ومومي . د پرون په دويمه لوبه کې اوکراين خپله لومړنۍ ماتې چې له اسپانيا سره ورپه برخه شوې وه تکرار نه کړه . اوکراين سعودي عربستان ته څلور صفر ماتې ورکړه . له اټکلونو سره سم سعودي لوبغاړو د لوبې له هغه پيله دفاع ته مخه وکړه او داسې ښکاره شول چې ماتې يې منلې خو د ډيرو گولونو د خوړولو نيت نه لري . اوکراين په اتمه دقيقه کې گول وکړ او نور په تمه و چې د سعودي له غاړې به بريد پرې کيږي چې په ځوابي حملو کې بيا دوى گولونه وکړي خو سعودي لوبغاړو داسې څه ونه کړل .
اوکراين د لوبې په دويمه برخه کې هم د لومړنۍ هغې غوندې دوه گولونه وکړل او دا هيله يې پياوړې کړه چې له اسپانيا سره به يو ځاى دويم پړاو ته له دغه گروپ څخه ځان رسوي . اسپانيا بيا له تيونس سره لوبه درلوده چې په پيل کې د تيونس له خوا گول اسپانيوي لوبغاړي هېښ کړل . د لوبې په دويمه برخه کې اسپانيا د لوبغاړو په بدلولو وکولاى شول چې د تيونس د دفاع کرښې څو ځلي ماتې کړي او لوبه درې يو وگټي . سبانۍ لوبې هالنډ له ارجنتاين سره دغو دواړو لوبډلو خپلې لومړنۍ لوبې گټلي دي خو ارجنتاين سربيا او مانتينيگرو ته شپږ صفر ماتې ورکړې او په دې توگه يې د گول کولو کتار ډير غښتلى دى . دغه لوبه که د هالنډ په بري پاى ته ونه رسيږي نو ارجنتاين به لومړى او هالنډ به له دغه گروپه دويم مقام خپل کړي .
دوى دواړو خپلې لومړنۍ دوې لوبې بايللي دي .دويم پړاو ته د رسيدو هيڅ هيله نه لري خو که په دې لوبه کې برى ترلاسه کړي نو لږ تر لږه به لوړ سر کور ته ستنيږي . ايران له انگولا سره ايران خپلې لومړنۍ لوبې له مکسيکو او پرتگال څخه بايللي دي خو انگولا له مکسيکو سره لوبه مساوي ختمه کړې وه . په دې توگه انگولا ايران ته په ماتې ورکولو دا هيله لري چې پرتگال به مکسيکو ماتوي او په دې ډول به دوى دويم پړاو ته لار مومي خو ايراني لوبغاړي بيا هسې د لوبو له مهال وېش سره سم اړ دي چې دريمه لوبه وکړي او کور ته ستانۀ شي بله کومه هيله ورسره نه لري . پرتگال له مکسيکو سره | ورسره تړلي نور خبرونه جرمني کې د ٢٠٠٦ کال فوټبال د نړيوالو اتلوليو ځانگړې پاڼه 08 جون, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||