|
د نړيوالو اتلوليو ١١ ورځ ، پرون برازيل بيا وگټله | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د ٢٠٠٦ کال د نړيوالو اتلوليو په ١١ ورځ نن ( دوشنبې د غبرگولي٢٩ د جون ١٩ ) ټوگو له سويس سره ، اسپانيا له تيونس سره او سعودي عربستان له اوکراين سره سيالي کوي . پرون فرانسه بيا هم ونه توانيده چې له ١٩٩٨ کال څخه راهيسته د نړيوالو اتلوليو کومه لوبه وگټي . برازيل استراليا ته ماتې ورکړه او جاپان د روانو اتلوليو لومړنى پوانيټ خپل کړ . ننۍ لوبې د فوټبال تاريخ ، د لوبغاړو پياوړتيا او تجربې ته په پام سره د نن ورځې درې سره لوبې بايد يو اړخيزې وي . په لومړنۍ لوبه کې ټوگو له سويس سره لوبه کوي . سويس ظاهرآ تر ټوگو ډيره پياوړې لوبډله لري . سويسي لوبغاړو د فرانسې په وړاندې نه يوازې ښه مقاومت وکړ بلکې شايد ووايي چې بخت ورسره ياري ونه کړه که نه نو فرانسې ته يې بايد ماتې ورکړې واى .
ټوگو بيا له سويلي کوريا دوه يو وبايلله . په دې حساب بايد سويسي لوبغاړي فکر وکړي چې گټلې لوبه ده خو روانو اتلوليو څو ځلي وښووله چې اوس پخوانۍ لوبې نه دي هره لوبډله دا توان لري چې تر ځان خورا پياوړې هغې ته هم گوزار ورکړي . د دوشنبې د ورځې دويمه لوبه د سعودي عربستان او اوکراين ترمنځ ده . اوکراين خپله لومړنۍ لوبه له اسپانيا څخه څلور صفر بايللې وه چې ډير خلک پرې حيرانه وو . اوکرايني لوبډله خورا ښه يرغلگر لري خو د دفاع کرښه يې د اسپانيا په څير لوبډلو ته د شگو بند ښکاره شو . د سعودي عربستان په باب ويل کيږي چې تر ځان پياوړو لوبډلو سره تر لوبې وړاندې لا په زړۀ کې مات شوي وي . په ٢٠٠٢ کال کې د سعودي عربستان لومړنۍ لوبه له جرمني سره وه چې ٨ صفر يې وبايلله او ډيرو داسې گومان کاوۀ چې د لوبې تر پيل وړاندې لا سعودي لوبغاړو زړۀ اچولى و . که څه هم په روانو اتلوليو کې سعودي عربستان خپله لومړنۍ لوبه له تيونس سره ښه وکړه خو په وروستيو شېبو کې د تيونس مساوي کوونکي گول ښايي د سعودي لوبغاړو پر مورال بده اغيزه کړې وي . که چيرې سعودي لوبغاړي واردمخه زړۀ وانه چوي شايد د اوکراين د دفاع کرښه وازمويي خو دا چې خپله د دوى د دفاع کرښه به د شفچنکو او نورو يرغلگرو په وړاندې څه وکړي هغه پوښتنه ده چې ښايي په رياض او جدې کې ډير خلک پرې تر وخت وړاندې فکر ونه کړي . د نن وروستۍ لوبه د اسپانيا او تيونس ترمنځ ده . دغه لوبه هم ظاهرآ د پياوړي او کمزوري ترمنځ د سيالۍ ننداره ده . اسپانيا که اوکراين ته څلور گوله ورکولى شي نو د تيونس هغه دفاع به څرنگه ورته ودريږي چې سعودي عربستان پرې ښايي تر دوو هم ډير گولونه کړي واى .
د اتلوليو تر پيل وړاندې وړاندوينې دا وې چې له دغه گروپ څخه به اوکراين او اسپانيا په اسانۍ دويم پړاو ته ورسيږي . تر يوې لوبې وروسته دا جوته ده چې اسپانيا به په دويم پړاو کې لوبه کوي خو دا چې اوکراين به له څلور صفر ماتې وروسته بيرته پر ځاى شوى وي که نه د نن ورځې تر پايه به پرې خبر شو . پرونۍ لوبې پرون په لومړنۍ لوبه کې جاپان له کروېشيا سره لوبه بې له کومه گوله مساوي ختمه کړه .
جاپان او کرويشيا خپلې لومړنۍ لوبې چې له استراليا او برازيل سره وې بايللې وې . تر لوبې وړاندې اټکل دا و چې کروېشيا به جاپان ته په اسانۍ ماتې ورکړي . جاپان په خپلې لومړنۍ لوبې کې له استراليا سره تر څو اتيا دقيقو ښه ولوبيد خو په وروستيو شېبو کې داسې بې سيکه ښکاريدۀ چې د استراليا هره هڅه په گول بدليدونکې ښکاريده . کروېشيا د خپلې تجربې او ښو لوبغاړو په مټ ښايي دغه لوبه گټلې واى خو جاپان ثابته کړه چې اوس د اسيا د لويې وچې لوبډلې هم هغسې نه دي چې يو وخت يې اټکل کيدۀ . د جاپان او کروېشيا له مساوي کيدو وروسته برازيل او استراليا ته پام واوښت . دوى دواړو درې درې پواينټونه لرل . د هر يوۀ بري دويم پړاو ته د رسيدو ضمانت کاوۀ . له هيلو سره سم برازيلي لوبغاړو د خپلو لنډو ، کله نا کله اوږدو خو پر ځاى او ښکلو پاسونو استراليايي لوبغاړي ونڅول . برازيل ښايي په يوې برخې کې د لا ښه کيدو غور وکړي او هغه هم د گول وهلو برخه ده . په دوو لوبو کې برازيل يوازې درې گولونه کړي دي چې د برازيلي يرغلگرو لوبغاړو لپاره دا خورا لږ گولونه دي . د برازيل دفاع او د لوبو جوړښت او اوبدنه لکه د تل غوندې ښکلې او په زړۀ پورې وه . استراليا بايد زړۀ ماتې نه وي وار دمخه يې بايد د برازيل په وړاندې ماتې منلې واى خو ايله دوه صفر ماتې هغه هم په داسې حال کې چې دويم گول يې هم ډير په ځنډ وخوړ ښايي د دوى لپاره يو څه د خپگان وړ وي خو که لوبه يې همداسې وساتله دا امکان شته چې له کروېشيا هم استراليايي لوبغاړي لوبه وگټي او دويم پړاو ته ورسيږي . د پرون ورځې دريمه او وروستۍ لوبه د فرانسې او سويلي کوريا ترمنځ وه . اټکل همدا و چې د ١٩٩٨ کال د نړيوالو اتلوليو اتله فرانسه به په اسانۍ دغه لوبه وگټي . د فرانسې وتلي لوبغاړي ټيري هانري د لوبې په لومړيو لسو دقيقو کې د گول پر کولو نه يوازې وروسته له ١٩٩٨ کال څخه په نړيوالو اتلوليو کې د خپل هيواد لومړنى گول وکړ بلکې دويم پړاو ته د رسيدو هيله يې هم پيدا کړه .
د فرانسې له گول سره د فرانسويانو دا هيله هم پيدا چې اوس به د سويلي کوريا د دفاع کرښه ماته شي او فرانسوي گولونه به يو په بل پسې پيل شي . دغه هيله نه يوازې پر ځاى نه وه بلکې هغه وخت په ناهيلۍ بدله شوه چې د لوبې تر پاى شاوخوا ١٠ دقيقې وړاندې د سويلي کوريا جې سونگ گول وکړ او فرانسوي لوبغاړي يې اړ کړل چې خپله وروستۍ لوبه له ټوگو سره وگټي که نه نو يو وار بيا به له لومړني پړاوه کور ته ستنيږي . سويلي کوريا له څلورو پوانيټونو وروسته اوس په حيرانونکې توگه د دغه گروپ مخکښه لوبډله ده خو سويس که نن له ټوگو لوبه وگټي او د دغه گروپ په وروستيو لوبو کې فرانسه هم پر ټوگو برلاسې شي نو هغه وخت به دويم پړاو ته له دغه گروپ څخه د وتونکو دوو لوبډلو خبره سپينيږي . د فرانسې لپاره بد خبر دا دى چې تکړه لوبغاړي زيدان په دويمه پرله پسې لوبه کې ژيړ کارډ وليد او په دې توگه له دريمې لوبې منع شو . سبانۍ لوبې کوستا ريکا له پولنډ سره ( کوستا ريکا خپلې لومړنۍ دوه لوبې له جرمني او ايکوادور څخه بايللي ، پولنډ هم له ايکوادور او جرمني څخه مات شوى دى ) ايکوادور له جرمني سره ( دغه دواړه لوبډلې واردمخه دويم پړاو ته رسيدلي دي ځکه چې دواړو کاستوريکا او پولنډ ته ماتې ورکړي دي خو دغه لوبه به دا جوته کړي چې له دغۀ گروپ څخه څوک لومړى او څوک دويم مقام خپلوي . ) پراگواى له ټرينيډاد او ټوبيگو سره ( پراگواى له انگلستان او سويډن څخه لوبې بايللي او په دې توگه دويم پړاو ته د رسيدو هيله نه لري . خو ټرينيډاډ او ټوبيگو له سويډن سره لوبه مساوي کړې ده که چيرې دوى بريالي شي او په بله لوبه انگلستان سويډن ته ماتې ورکړي ښايي دوى هم له انگلستان سره دويم پړاو ته ورسيږي . )
سويډن له انگلستان سره ( سويډن له ټرينډاد او ټوبيگو سره لوبه بې له کومه گوله مساوي ختمه کړې وه خو له پراگواى څخه يې يو صفر لوبه گټلې ده . که له انگلستان سره يې لوبه مساوي هم شوه نو دويم پړاو ته رسيدلى شي . انگلستان که ماتې هم وخوري ځکه به دويم پړاو ته رسيدلى وي چې لومړنۍ دواړه لوبې يې گټلي دي . د سويدڼ او انگلستان دغه لوبه به يوازې دا معلومه وي چې انگلستان لومړى مقام گټي که دويم . ) | ورسره تړلي نور خبرونه جرمني کې د ٢٠٠٦ کال فوټبال د نړيوالو اتلوليو ځانگړې پاڼه 08 جون, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||