BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 07:46 گرينويچ 2006 ,18 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
٢٠٠٦ فوټبال اتلولۍ : برازيل خپله دويمه لوبه نن کوي
فوټبال

د ٢٠٠٦ کال د فوټبال د نړيوالو اتلوليو په ١٠ مه ورځ نن ( يکشنبې د غبرگولي ٢٨ د جون ١٨ ) د تيرو اتلوليو اتل برازيل خپله دويمه لوبه کوي .

د ١٩٩٨ کال اتله فرانسه هم په دې هيله لوبغالي ته وتونکې ده چې د نړيوالو اتلوليو په پرله پسې پنځمه لوبه کې به يې کوم گول په برخه کيږي .

دوى په تيرو اتلوليو کې يو گول نه و کړى او نا هيلي کور ته ستانۀ شوي و . د هغو اتلوليو دواړه کوربانه ، سويلي کوريا او جاپان هم نن لوبې لري خو له يو بل سره نۀ بلکې فرانسه او کروېشيا يې سيالان دي .

برازيل به له استراليا سره زور ازمويي .

ننيو لوبو ته کتنه

برازيلى ستورى رونالډو له کرويشيا سره په لوبه کې ښه ونه ځليد
د فوټبال د نړيوالو اتلوليو د لومړي پړاو تر دوو لوبو وروسته عمومآ جوتيږي چې څوک به دويم پړاو ته لار مومي . د نن لومړنۍ لوبه د جاپان او کروېشيا ترمنځ ده .

په دوى کې که هرې لوبډلې وبايلله د دويم پړاو خوب نه شي ليدلى .

کروېشيا له برازيل څخه او جاپان له استراليا څخه خپلې لومړنۍ لوبې بايللې وې .

کروېشيا له برازيل سره خورا ښه لوبه وکړه . برازيلي لوبغاړي يې تر پايه پرېنښوول چې هغه نڅاگره لوبه وکړي چې په نړۍ کې پرې مشهوره دي .

د کروېشيا ناکامي ښايي د گول په مخ کې وه خو ځينې بيا په دې باور دي چې د برازيل دفاع اوس پياوړې ده .

همدا دفاع ده چې له ١٩٩٤ کال څخه يې برازيل يو وار بيا د نړيوالو اتلوليو د گټونکي په توگه رامخته کړى او په تيرو درو اتلوليو کې دوه گټلي او د بلې پايلوبه يې بايللې ده .

کروېشيا ښايي د جاپان په وړاندې خورا پياوړې وي خو د اتلوليو تر پيل وړاندې په ازمېښتي دوستانه لوبو کې کروېشيا د ايران په څير لوبډلې سره هم لوبه مساوي کړې وه حال دا چې ايران د جاپان په وړاندې په تيرو څو کلونو کې نه دى ځليدلى .

د فوټبال شننونکي تل وايي چې يوه لوبه له بلې سره توپير لري ، هره ورځ جلا وي هره شېبه لوبغاړى په بل ډول وړاندې کيداى شي د دوى دغه استدلال په روانو اتلوليو کې هم ثابت شوى دى چې خورا کمزورو لوبډلو د پياوړو هغو په وړاندې کلک مقاومت کړى دى .

که ريکارډونو ، د لوبغاړو توان اوشرايطو ته وگورو ظاهرآ کروېشيا بايد دغه لوبه وگټي خو په لوبه کې هر څه ممکن دي .

د نن دويمه لوبه د ٢٠٠٢ کال د اتل برازيل او استراليا ترمنځ ده . استراليا وروسته له څو دېرش کاله د نړيوالو اتلوليو تر دې پړاوه را رسيدلې ده خو په خپلې لومړنۍ لوبې کې يې جاپان ته درې يو ماتې ورکړه او د ډيرو هغو خلکو نظر يې تايد کړ چې استراليايي ولس په هره لوبه کې که وغواړي مخته کيداى شي .

له برازيل سره به که استراليا پر خپلې دفاع کار ونه کړي يوه اړخيزه تمامه شي خو که دفاع ورته پياوړې کړي او برازيل هم هغسې لوبه وکړي چې له کروېشيا سره يې وښووله ښايي د لوبې پايله په اسانۍ څوک وار دمخه معلومه نه کړي .

برازيل نن سبا د نړۍ تر ټولو پياوړي يرغلگر ، منځډگري او دفاعي لوبغاړي لري .

گول ساتونکى يې هم وروسته له ډيرو کلونو داسې کس دى چې په نړيواله کچه حساب پرې کيږي .

که برازيل دغه لوبه وگټله دويم پړاو ته به يې لار پرانيستې وي استراليا هم په دغه دريځ کې ده .

د روانو اتلوليو د ١٠ ورځې وروستۍ لوبه د فرانسې او سويلي کوريا ترمنځ ده . فرانسې په ١٩٩٨ کال کې په لومړي ځل نړيوالې اتلولۍ گټلې وې خو په خپلې دفاع کې يې د سويلي کوريا او جاپان په خاوره په د لومړني پړاو په درو لوبو کې يو گول هم ونه کړ او ناهيلې کور ته ستنه شوه .

د روانو اتلوليو په لومړنۍ لوبه کې هم له سويس سره ونه توانيده چې گول وکړ . ځينو لا دا ويل چې سويس ډير چانسونه له لاسه ورکړل که يې په گول بدل کړي واى فرانسه به په لا بدل حالت کې وه .

د سويلي کوريا په وړاندې بايد د فرانسې لوبغاړي ښه وه لوبيږي که نه نو سويلي کوريا په خپلې لومړنۍ لوبې کې د ټوگو په وړاندې بريالۍ شوې ده او سويس هم دا توان لري چې له ټوگو لوبه وگټي په هغه حالت کې ښايي يو وار بيا فرانسوي لوبغاړي سر ټيټي کور ته ستانۀ شي .

پرونۍ لوبې

د گانا دفاع خورا غښتلې ښکاريده د چيک جمهوريت هره څه يې په اسانۍ شنډوله

پرون د روانو اتلوليو په نهمه ورځ تر ټولو حيرانونکې نتيجې څرگندې شوې .چيک جمهوريت او ايټاليا د ډيرو په گومان هغه دوه لوبډلې وې چې په دغو اتلوليو کې به ډيرې پر مخ ځي خو لږ تر لږه د چيکان پرونۍ لوبې دغو گومانونو او اټکلونو ته يوه لويه سواليه کېښوده .

چيک جمهوريت له گانا سره لوبه درلوده گانا په اي گروپ کې خپله لومړنۍ لوبه له ايټاليا څخه دوه صفر بايللې وه خو په هغې لوبې کې يې داسې نخښې نښانې ښوولې وې چې بايد له پامه ونه غورځول شي .

چيک جمهوريت بيا له متحدو ايالاتو سره په لوبه کې داسې ځليدلى و چې په هيڅ برخه کې يې د ضعف نخښه نه وه .

ښايي د هغې لوبې ډاډ و او يا د گانا پياوړې لوبه چې چيکان يې د لوبې په لومړنۍ دقيقې کې هېښ کړل .

د گانا لوبغاړي د لوبې له پيله يوه نيمه دقيقه وروسته په خپلو پاسونو د چيک جمهوريت دفاع ماته کړه او گول يې وواهۀ .

له دغه گوله وروسته د چيکانو لوبه تر ډيره ځايه د وارخطايي ښکاريده . گانا د وخت په تيريدو لا زړۀ وره کيده او داسې لنډ او ښکلي پاسونه يې کول چې د چيک لوبغاړي يې ځاى پر ځاى نڅول او لوبغالى ورته تش پاتې کيدۀ .

د چيک جمهوريت ستونزه هغه وخت لا ډيره شوه چې يو لوبغاړى يې د لوبې په دويمه برخه کې د مسلکي فول له امله په سرۀ کارډ له لوبې ووت .

گانا د پيناتي هڅه ومونده خو د چيک جمهوريت د گول ستنې توپ راوگرځاوۀ . د چيک لوبه په دغه وخت کې يوازې تر اوږدو او بې ځايه پاسونو پورې محدوده شوې وه خو د گانا لوبغاړي په پرله پسې توگه لنډ او تيز پاسونه کول .

لوبه يې داسې ښکاريده لکه د افريقا له لويې وچې نۀ بلکې د سويلي امريکا د کوم هيواد لوبه چې څوک گوري . له چالونو ، ښکليو پاسونو او چټکو حرکتونو ډکه لوبه وه .

گانا پر حقه دويم گول وکړ چيک جمهوريت نه يوازې ماتې وخوړه بلکې دويم پړاو ته يې د رسيدو په لاره کې لوى گوزار هم وخوړ . د دوى وروستۍ لوبه له ايټاليا سره ده .

ايټاليا پرون خپله دويمه لوبه په حيرانونکې توگه له متحدو ايالاتو سره يو په يو مساوي ختمه کړه .

دغه لوبه هم د مسلکي فولونو له امله د دوو سرو کارډونو په ليدو تر ډيره له خپل بشپړ حرکت او خوځښت څخه پاتې شوې ښکاره شوه .

د لوبې په لومړۍ برخه کې د متحدو ايالاتو په وړاندې ايټاليا داسې ښکاريده چې گواکې ماتې شوې ده .

ايټاليا په ٢٢ دقيقه کې گول وکړ او داسې اېسيدل چې د متحدو ايالاتو دفاع به د دوى د يرغلونو په وړاندې د شگو د دېوال په څير خپره وره شي خو ايله څو شېبې وروسته د ايټاليا يو لوبغاړى له لوبې واېستل شو او سم لاسي وروسته ايټاليا پر ځان گول هم وکړ .

د لوبې په ٤٤ دقيقه کې د متحدو ايالاتو يو لوبغاړى هم د سرۀ کارډ په ليدو له لوبې ووت په دې ډول د لوبې دويمه برخه پيکه غوندې وه خو ترسره شويو بريدونو کوم ځاى ونه نيوۀ .

ايټاليا که په وروستۍ لوبه کې له چيک جمهوريت سره لوبه مساوي هم کړي دويم پړاو ته رسيدلى شي خو که يې وبايلله او گانا متحدو ايالاتو ته ماتې ورکړه ښايي د پخوانيو اتلوليو اتله ايټاليا ناهيلې ستنه شي .

که ايټاليا مساوي يا وگټله نو د چيک جمهوريت بستره به په شا وي . د اتلوليو تر پيل وړاندې دغه ډول صحنه ډيرو لږو کسانو اټکلولى شواى .

د پرون ورځې لومړنۍ لوبه د پرتگال او ايران ترمنځ وه چې له هيلوسره سم يوه اړخيزه وه .

ايران د خپلې لومړنۍ لوبې په پرتله چې له مکسيکو سره يې درې يو بايللې وه دا ځل له پيله دفاع ته ملا وتړله خو د پرتگال د لوبغاړو په وړاندې دا ډول دريځ هم د کار نه و .

پرتگال دغه لوبه دوه صفر وگټله ښايي نور گولونه يې هم کړي واى خو بيا هم له دوو بريو وروسته رتگال وتوانيد چې دويم پړاو ته لار ومومي .

مکسيکو هم په پياوړي دريځ کې دهخو له انگولا سره يې خپله دويمه لوبه مساوي کړې وه که چيرې انگولا ايران ته ماتې ورکړي او مکسيکو په خپله دريمه لوبه کې له پرتگال څخه ماتې وخوري ښايي انگولا د مکسيکو پر ځاى دويم پړاو ته ورسيږي ايراني لوبغاړي له دغۀ گروپ څخه دويم پړاو ته د رسيدو هيڅ هيله نه شي کولى .

سبانۍ لوبې

ټوگو له سويس سره

ټوگو خپله لومړنۍ لوبه له سويلي کوريا څخه دوه يو بايللې وه سويس بيا له فرانسې سره لوبه بې له کومه گوله مساوي ختمه کړې وه .

سعودي عربستان له اوکراين سره

سعودي عربستان له تيونس سره خپله لومړنۍ لوبه دوه په دوه مساوي ختمه کړه . خو اوکراين له اسپانيا څخه څلور صفر لوبه وبايلله .

اسپانيا له تيونس سره

اسپانيا اوکراين ته څلور صفر ماتې ورکړه او خپلو سيالانو ته يې ډار پيدا کړ .

تيونس چې په مټ کې له سعودي عربستان سره لوبه مساوي کړې وه دا ځل ښايي لا ډيره ويره ولري .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت