|
د فوټبال اتلوليو دوه پياوړي کانديدان نن لوبه کوي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د ٢٠٠٦ کال د نړيوالو اتلوليو په نهمه ورځ چيک جمهوريت ، ايټاليا او پرتگال لوبې لري . دوى درو واړو خپلې لومړنۍ لوبې گټلي دي ، سيالان به يې نن هغه لوبډلې وي چې په لومړي ازمېښت کې پاتې راغلي دي . گانا ، متحد ايالات او ايران خپلې لومړنۍ لوبې بايللې وې . پرون ارجنتاين له سربيا او مانتينيگرو شپږ صفر لوبه وگټله او ټول سيالان يې هېښ کړل . نننيو لوبو ته کتنه په جرمني کې د ٢٠٠٦ کال د نړيوالو اتلوليو په نهمه ورځ نن ( د غبرگولي ٢٧ د جون ١٧ ) لومړنۍ لوبه د چيک جمهوريت او گانا ترمنځ کيدونکې ده .
چيک جمهوريت خپله لومړنۍ لوبه له متحدو ايالاتو گټلې وه په هغې لوبې کې د چيک جمهوريت لوبغاړي له پيله تر پايه برلاسي وو او لوبه يې درې صفر په خپله گټه ختمه کړې وه . گانا له ايټاليا څخه دوه صفر بايللې وه . ايټاليايان هم د گانا په وړاندې پوره برلاسي وو . که د چيک جمهوريت او گانا لوبه هم د دوى دواړو د لومړنۍ لوبې په څير وي نو دا وړاندوينه به بې ځايه نه وي چې چيک جمهوريت به دغه لوبه هم په اسانۍ وگټي . د چيک جمهوريت داسې ښکاري چې ښايي په دغو اتلوليو کې د ډيرو لوبډلو لپاره ستونزمن ثابت شي . په ٢٠٠٤ کال کې د اروپايي اتلوليو په ترڅ کې چيک جمهوريت نيمه پايلوبه يا سيمي فاينل وبايلود خو هلته هم داسې ښکاريدل چې ښايي د هغو اتلوليو بريالي دوى وي . د نن دويمه ورځ د پرتگال او ايران ترمنځ ده . پرتگال په خپلې لومړنۍ لوبې کې انگولا ته يو صفر ماتې ورکړې وه . په هغې لوبې کې پرتگاليان هغومره نه و ځليدلي چې هيله ترې کيده . د پرتگال په لوبډله کې داسې ځينې لوبغاړي شته چې په يوازې سر هم سيالې لوبډلې ته ستونزې پيدا کولى شي خو انگولا د پرتگال د گول ستن څو ځلې وخوځوله او په خپلو يرغلونو کې که بخت ورسره ياري کړې واى ښايي د ٢٠٠٤ کال د اروپايي اتلوليو د پايلوبې يا فاينل دغه بايلونکى پرتگال يې هېښ کړى واى . ايران بيا له مکسيکو سره په خپلې لوبې کې يوازې ٣٠ دقيقې ښه لوبه وکړه . دغه څو دقيقې د لوبې په لومړنۍ برخه کې تر هغه وروسته وليدل شوې چې مکسيکو گول وکړ او له گوله وروسته يې ځان هوسا وگاڼه . د لوبې په دويمه برخه کې مکسيکو په بشپړه توگه پر لوبې واکمنه وه دا امکان هم و چې ايران نور گولونه وخوري . د فوټبال شننونکو په گومان پرتگال تر مکسيکو پياوړې لوبډله لري که دغه قوت له ايران سره په لوبه کې وښيي ښايي ايرانيان همدا نن د خپل پخواني ريکارډ په څير د اتلوليو له لومړي پړاوه کور ته ناهيلي ستانۀ شي . د نن ورځې دريمه لوبه د ايټاليا او متحدو ايالاتو ترمنځ ده . په دې لوبه کې هم د تلې زور يوې خوا ته دى . ايټاليا په وروستي ځل نړيوالې اتلولۍ په ١٩٨٢ کال کې گټلې وې په هغه کال د ايټاليا لوبډله او د فوټبال اداري سيستم له بيلا بيلو ستونزو سره مخامخه وه حيرانونکې خبره دا ده چې سږ کال هم ايټاليايي لوبغاړي او د فوټبال ټولنه يې د رشوت او ځينو نورو خبرو له امله د ورځپاڼو له نيوکو سره مخامخ دي . د تاريخ تکرار که هر څومره ممکن دى هغومره ناممکن هم دى خو د ايټاليا لومړنۍ لوبې ته په پام سره داسې ښکاري چې ايټاليايي لوبغاړي به د ٢٠٠٦ کال په نړيوالو اتلوليو کې په اسانه کور ته ستانۀ نه شي . پرونۍ لوبې په پرونيو لوبو کې د ارجنتاين بري د ٢٠٠٦ کال د فوټبال نړيوالو اتلوليو سيالي غاړي هېښې کړې .
ارجنتاين سربيا او ماتينيگرو ته ٦ صفر ماتې ورکړه چې په روانو اتلوليو کې تر ټولو لوى برى دى . د سربيا او مانتينيگرو لوبډله کمزورې نه ده ، د نړۍ يو شمير ښه لوبغاړي لري که څه نيوکه پرې دا ده چې ځينې لوبغاړي يې د عمر له پلوه يو څه پاخه شوي خو بيا هم داسې نه وو چې شپږ صفر ماتې وخوري . دغۀ بريد بې له شکه چې نه يوازې د ارجنتاين د لوبغاړو پر ځان ډاډ لا پياوړى کړ بلکې سيالانو ته يې هم ډار ور پيدا کړ چې د ارجنتاين د يرغل کرښه په اسانۍ کابو کيداى نه شي . د اتلوليو له پيل وړاندې لا ډيرو برازيل ، ارجنتاين ، ايټاليا ، هالنډ ، انگلستان ، اسپانيا او جرمني هغه هيوادونه بلل چې د اتلولۍ تاج په سرولى شي . په دغو لوبډلو کې يوازې اسپانيا او ارجنتاين تر اوسه داسې لوبه کړې ده چې پخواني اټکلونه سم ثابتوي . د ارجنتاين له خوا په شپږمه او ٤١ دقيقه مکسي دوه گولونه وکړ ل، په ٣١ دقيقه کمبياسو گول درلود چې په دې ډول د لومړنۍ برخې تر پايله ارجنتاين درې صفر وړاندې و . د دويمې برخې تر ٧٨ دقيقې پورې بل گول ونه شو خو دغه هغه وخت و چې د ارجنتاين لوى ستوري کرېسپو په روانو اتلوليو کې خپل دويم گول وکړ . تراويز او مسي د لوبې په وروستيو شپږو دقيقو کې د خپل هيواد پنځم او شپږم گول ترسره کړ او سربيا او مانتينيگرو يې له لويې ماتې سره مخامخ کړل . د پرون دويمه لوبه د هالنډ او عاج ساحل ترمنځ وه . عاج ساحل خپله لومړنۍ لوبه له ارجنتاين څخه دوه يو بايللې وه . په هغې لوبې کې هم عاج ساحل په لومړيو ديرشو دقيقو کې گولونه وخوړل او تر پايه يې د گول وهلو په هڅه کې فشار په ځان وزغملو . دا ځل هم لوبه همداسې شوه . د هالنډ له لورې د لندن د ارسنل لوبډلې ځوان لوبغاړي وون پرسي د ډي له کرښې دباندې شوټ گول کړ لږ وروسته ون نستلاى د اف سايډ لومه ماته کړه او دويم گول يې وکړ . له دغو دوو گولونو وروسته د عاج ساحل پرله پسې بريدونه وکړل د هالنډ د گول ستن يې وخوځوله خو يوازې يو گول يې وکړاى شو .
له دې ماتې سره د عاج ساحل دويم پړاو ته د رسيدو هيلې له لاسه ورکړې خو هالنډ او ارجنتاين دويم پړاو ته ورسيدل . د ارجنتاين د گولونو شميرې ته په پام سره که هالنډيان ارجنتاين ته په وروستۍ لوبه کې ماتې ورنه کړي ښايي ارجنتاين د دغه گروپ گټونکى شي او هالنډيان په دويم نمبر پاتې شي . د پرون دريمه لوبه په حيرانونکې توگه د مکسيکو او انگولا ترمنځ بې له کومه گوله مساوي پاى ته ورسيده . له دغې لوبې وروسته د انگولا لوبډلې هيل پيدا کړې چې که ايران ته په خپلې وروستۍ لوبې کې ماتې ورکړي ښايي له مکسيکو وړاندې شي او دويم پړاو ته لار ومومي . مکسيکو له ايران څخه درې يو لوبه گټلې وه انگولا له پرتگال څخه يو صفر بايللې وه که په وروستۍ لوبه کې مکسيکو له پرتگاله لوبه وبايلي او انگولا ايران ته لږ تر لږه په دوه صفر ماتې ورکړي ښايي مکسيکو دويم پړاو ته لار ونه مومي . سبانۍ لوبې برازيل له استراليا سره فرانسه له سويلي کوريا سره جاپان له کرويشيا سره | ورسره تړلي نور خبرونه جرمني کې د ٢٠٠٦ کال فوټبال د نړيوالو اتلوليو ځانگړې پاڼه 08 جون, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||