|
په فوټبال اتلوليو کې يو پخوانى اتل نن لوبه کوي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د ٢٠٠٦ کال د نړيوالو فوټبال اتلوليو په ٨ ورځ ارجنتاين له سربيا او مانتينيگرو سره ، هالنډ له عاج ساحل سره او مکسيکو له انگولا سره مخامخ شوي دي . که هالنډ او ارجنتاين بريالي شي دواړه به له خپل گروپ څخه دويم پړاو ته ورسيږي . عاج ساحل او سربيا مانتينيگرو له ماتې سره کور ته ستنيدونکي دي . نننيو لوبو ته کتنه د نن ( جمعه د غبرگولي ٢٦ د جون ١٦ ) لومړنۍ لوبه د ١٩٧٨ او ١٩٨٦ اتلوليو د اتل ارجنتاين او سربيا او مانتينيگرو ترمنځ ده . ارجنتاين خپله لومړنۍ لوبه له څه ستونزو وروسته د عاج ساحل په وړاندې دوه يو وگټله . سربيا او مانتينيگرو له هالنډ څخه يو صفر ماتې وخوړه خو لوبې ته يې په پام سره داسې ښکاريدۀ چې بخت ورسره ياري نه ده کړې . ارجنتاين د کريسپو او مسي په لرلو هره دفاع پرانيستلى شي خو خپله دفاع يې که څه هم تر ٢٠٠٢ کال څخه پياوړې ښکاري خو بيا هم داسې نخښې نښانې ورکوي چې په بدن پياوړى او په منډه تيز گول وهونکى به ستونزې ورته پيدا کړي . د سربيا ځينې گول وهونکي په بدن پياوړي او له تخنيکي پلوه غښتلي دي خو د منډې هغه چټکي يې اوس کمه ده چې څو کاله پخوا پکې ليدل کيده . په دې ډول دا امکان ښايي ليرې نه وي چې ارجنتاين هم د هالنډ په څير سربيا او مانتينيگرو ته په يوۀ نيم گول ماتې ورکړي .
که داسې وشول سربيا او مانتينيگرو دويم پړاو ته د تلو هيله نه شي کولى خو که چيرې بخت ورسره ياري وکړه او ارجنتاين ته يې ماتې ورکړه بيا به ارجنتاين له سخت فشار سره مخامخ وي او ځان به اړ بولي چې هالنډ ته په خپلې وروستۍ لوبې کې ماتې ورکړي . د نن دويمه لوبه د هالنډ او عاج ساحل ترمنځ ده . لويديځې رسنۍ داسې رپوټونه ورکوي چې د هالنډ لوبغاړو يو وار بيا په خپلو کې لاس سره اچولى او سره خپه دي خو د دوى گول وهونکى وان نستلاى ټينگار کوي چې دغه تا ويلي ما ويلي به يې له خپل اصلي هدفه ليرې نه کړي چې د دۀ په وينا د اتلوليو گټل دي . د هالنډي لوبغاړو په باب تل دا ويل شوي چې ټول يې په يوازې سر د نړيوال فوټبال ستوري دي خو د يوې لوبډلې په توگه يې لوبه د خپل منځي ناندريو ښکار شوې وي . که هالنډيان وتوانيږي چې عاج ساحل ته ماتې ورکړي او يا ورسره لوبه مساوي کړي ښايي ښه دريځ ومومي چې دويم پړاو ته ځان ورسوي .
د عاج ساحل له ارجنتاين سره په لوبه کې وښوول چې د نړۍ د ښو لوبډلو سيالي کولى شي که بخت ورسره ياري وکړه دا به هم ليرې نه وي چې دغه افريقايي هيواد هالنډيان هېښ کړي . د فوټبال د نړيوالو اتلوليو د اتمې ورځې دريمه لوبه د مکسيکو او انگولا ترمنځ ده . انگولا له پرتگال څخه ايله يو صفر لوبه بايللې وه چې د ځينو په گومان پکې قسمت ورسره ياري نه وه کړې . پرتگال د اروپا له پياوړو لوبډلو څخه گڼل کيږي دا چې له مکسيکو سره به څه ډول لوبه وکړي د ورځ تر پايه به يې معلومه کړو خو يوه خبره ښکاره ده چې مکسيکو به انگولا ته هم داسې نه گوري لکه له ايران سره چې يې په لومړنۍ لوبه کې ښکارول . مکسيکو له ايران سره لومړنۍ لوبه ٣ يو وگټله خو لوبه يې ايله په دويمه نيمايي کې ښه شوه تر هغې وړاندې داسې خوځيدل لکه زړۀ ماتي او ستړي لوبغاړي . دغه علت و چې ايران گول وکړ او مکسيکويان يې لکه له خوبه چې را وېښ کړي وي . پرونۍ لوبې د پرون ورځې په دريو لوبو کې سويډن پراگواى ته په يو صفر ماتې ورکولو د لاتيني امريکا هيواد له اتلوليو ويوست . پراگواى خپله لومړنۍ لوبه له انگلستان څخه يو صفر بايللې وه .
د سويډن يوازينى گول د لندن د ارسنل له لوبډلې سره په لوبه بوخت لوبغاړي فرډي لومبرگ د لوبې تر ختميدو لږ وړاندې وکړ . پرون انگلستان هم خپله دويمه لوبه وگټله . انگلستان له دغه بري سره د ٢٠٠٦ کال د فوټبال اتلوليو دويم پړاو ته رسيدونکى دريم هيواد شو . انگلستان ټرينيډاد او ټوبيگو ته په خپلې دويمې لوبې کې دوه صفر ماتې ورکړه او دويم پړاو ته يې د رسيدو وياړ ترلاسه کړ . په دغې لوبې کې تر ٨٣ دقيقې پورې د ټرينيډاډ او ټوبيگو لوبډلې ښه دفاع وکړه او يوازې يو نيم يرغل يې لارۀ چې خطرناک به هم ښکاريدۀ . په ٨٣ دقيقه د کپتان ډيويډ بيکهم يوۀ کراس د پيټر کروچ تر سره ورسيد چې توپ يې گول ته ورساوۀ . انگلستان ورو ورو داسې ښکاريدۀ چې ښايي د گول کولو بخت به ونه لري . د دوى هر يرغل د ټرينيډاد دفاعي لوبغاړو گرځاوۀ او يا هم انگريز لوبغاړو داسې شوټونه کول چې گول ساتونکى يې هم دفاع ته اړ يوست .
د انگلستان دويم گول سټيفن جيراډ وکړ چې ټوله هڅه يې هم خپله وه . له ښي لاسه يې توپ د ډي کرښې ته نژدې کړ او د کيڼې پښې په شوټ يې د ټرينيډاد او ټوبيگو د گول جال وخوځاوۀ . انگلستان خپله دريمه لوبه له سويډن سره کوي که هغه لوبه مساوي هم شي دوى به د دغه گروپ گټونکي وي . پرون لومړنۍ لوبه ايکودور له کاستوريکا سره وکړه چې نژدې يوه اړخيزه وه . ايکوادور کاستوريکا ته درې صفر ماتې ورکړه او په لومړي ځل يې دا وياړ ترلاسه کړ چې د نړيوالو اتلوليو دويم پړاو ته ورسيږي . د ايکوادور له بري سره جرمني هم دويم پړاو ته ورسيد . اوس به د جرمني او ايکوادور ترمنځ لوبې ته پام اوړي چې د جون په ٢٠ نېټه کيدونکې ده . هغه لوبه به دا معلومه کړي چې څوک له لومړني گروپ څخه لومړى مقام او څوک يې دويم ترلاسه کوي . ايکوادور په خپلې لومړنۍ لوبې کې پولنډ ته دوه صفر ماتې ورکړه وه . اوس ايکوادور شپږ پواينټونه او پنځه گولونه لري . سبانۍ لوبې پرتگال له ايران سره چيک جمهوريت له گانا سره ايټاليا له متحدو ايالاتو سره | ورسره تړلي نور خبرونه جرمني کې د ٢٠٠٦ کال فوټبال د نړيوالو اتلوليو ځانگړې پاڼه 08 جون, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||