BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 14:47 گرينويچ 2006 ,15 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
سندرغاړى حيات کاکړ موميلمه وۀ
سندرغاړى حيات کاکړ
ښاغلى کاکړ ديارلس سي ډي او درې ډي وي ډي ثبت کړي دي
حيات کاکړ چې ٥٧ کلن دى په کندهارکې نړى ته راغلى اوپه کابل کې ېې زده کړې کړې دي دکابل په نوي ښارکې د صدارت دڅلورلارې شاته اوسيدۀ.

همدلته وړکتون اوبيا د نواباد١٤ لمبر ښوونځي ته ولاړ، دحبيبيې ليسې ته ورغى اوبيا پوځي (عسکري ) ليسې ته شامل شو. درې کاله ېې عسکري ښوونځي ولوست اوبيا دزده کړولپاره دامريکې متحدوايالتونوته وليږل شو.

په نيويارک کې ېې دکوينز کالج ولوست اوبيا هوايي اکاډمى ته دلوړوزده کړولپاره ورغي دالوتکودانجن انجينيري ېې زده کړه . هوايي اکاډمي ېې پاى ته ورسوله اوافغانستان ته ېې دتگ تکل وکړ.خوهلته حالات بدل شول اودده هوډهم بدل شو.

نيم وخت کارېې وموند پارسلونه به ېې وړل راوړل . وروسته ېې دلاس انجلس په هوايي ډگرکې دنده ترلاسه کړه . دستروالوتکو يانې دي سي ١٠ په انجنونو ېې کارکاوه .هلته ېې يوولس کاله کاروکړ. وروسته ىې ځانته خپل کاروبار پيل کړ. دايتالوي خوراکونو رستوران ېې پرانست.

اوس تقاعد شوى دى اوکارنه کوي خوله موسيقي سره سروکارلري اوسندرې هم وايي . له کوچنيوالي ېې له موسيقي سره مينه لرله . دناشناس سندرې ېې زياتې خوښيدې.

دامريکاغږسره ېې همکاري لرله اود( ازهرچمن سمنې ) خپرونه ېې چلوله .

ديارلس سي ډي گان ېې جوړکړي دي . درې ډي وي ډي لري . واده ېې کړى ، درې زامن اودوې لوڼې لري.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت